Kunduz Press Club

Kunduz Press Club کندوز رسنیز مرکز تاسو د افغانستان دقیق، کره او پر وخت مهم خبرونه رسوي.

08/03/2023

د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو مهالوېش په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.

د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته افغان نولس کلنه ملي لوبډله وټاکل شوهد افغانستان کرکټ بورډ د لوبغا...
08/03/2023

د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته افغان نولس کلنه ملي لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر وړاندې څلور ورځنۍ سیالۍ او د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د هېواد د ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې ۲۱ کسیز نوملړ وټاکه. د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د بنګله دېش ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ سیالۍ پیل کړي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه د افغانستان په کوربه توب درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز اعلان کړی وروسته له دې به هر کال د مارچ ۱۱مه دغه هېواد کې د بیرغ ملي ورځې په نوم...
02/03/2023

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز اعلان کړی وروسته له دې به هر کال د مارچ ۱۱مه دغه هېواد کې د بیرغ ملي ورځې په نوم لمانځي.

عربستان د دغه ورځې لمانځلو موخه د ملي ارزښتونو پاللو تر څنګ له بیرغ سره د خلکو مینې زیاتول بللي دي.

له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې په همدې ورځ د اوسني باچا پلار عبدالعزیز چې هغه مهال پر عربستان واکمن ؤ، د ملي بیرغ طرحه ومنله.

په کابل کې د پاسپورټونو وېش نن (چهارشنبه) بېرته پيل شو.
01/03/2023

په کابل کې د پاسپورټونو وېش نن (چهارشنبه) بېرته پيل شو.

د هوا پېژندنې ریاست راتلونکو دوو ورځو کې د هلمند او کابل سیندیزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او د اوبو د سطحې لوړېدو ...
28/02/2023

د هوا پېژندنې ریاست راتلونکو دوو ورځو کې د هلمند او کابل سیندیزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او د اوبو د سطحې لوړېدو اټکل اعلان کړی دی.

دغه رياست له خلکو غوښتي چې د روانې مياشتې په ۹ او ۱۰مه دې سیندونو ته د سېلابونو او اوبو سطحې لوړېدو وخت کې نه نږدې کېږي.

19/02/2023

د کابل ښار پل سوخته سیمه کې د کتابونو د لوست او مطالعې دودولو په موخه ځانګړی پروګرام جوړ شوی.

دغه هڅه چې هلته د سیرت خپرندویې ټولنې لخوا ترسره شوې، د نجونو او هلکانو د مطالعې لپاره په کې ځانګړې ځايونه ترتيب شوي دي.

د ياد پروګروام موخه مطالعې ته د افغان ځوانانو هڅونه بلل شوې.

پل سوخته پخوا د روږدو کسانو تمځای ؤ، چې اوس د معتادینو په ټولولو سره دغه سیمه پاکه شوې او نوې بڼه یې ځانته خپله کړې ده.

هرات کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ 🏍د هرات ولایت پښتون پل سیمه کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ د ۳۰ موټرسايکل سپرو په ګډون ترس...
19/02/2023

هرات کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ 🏍

د هرات ولایت پښتون پل سیمه کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ د ۳۰ موټرسايکل سپرو په ګډون ترسره شوې.

د هرات د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون د یادو سیالیو موخه د موټرسايکل ځغلونې ورزش وده بللې او ویلي یې دي، چې وروسته له دې به داسې سیالۍ ډېرې ترسره کړي.

د افغانستان او عربي اماراتو لوبډلې ترمنځ د تېرې شپې لوبې انځورونه.
17/02/2023

د افغانستان او عربي اماراتو لوبډلې ترمنځ د تېرې شپې لوبې انځورونه.

تاجیکستان کې د واورینو طوفانونو له امله د وژل‌شویو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد.د تاجیکستان ختیځه سیمه کې د تېرو دوو ورځو راهیسې...
17/02/2023

تاجیکستان کې د واورینو طوفانونو له امله د وژل‌شویو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد.

د تاجیکستان ختیځه سیمه کې د تېرو دوو ورځو راهیسې د واورینو طوفانونو له امله د وژل‌شویو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلی او سلګونه نور بې ځایه شوي دي.

د معلوماتو له مخې ډېری طوفانونه د افغانستان او چین پولو ته نږدې "ګورنو بدخشان" سیمه کې راغلي چې تر ۴۰۰ کورنۍ له خطرناکې سیمې ویستل شوي دي.

طوفانونو کورونو، ودانیو او سرکونو ته زیان رسولی چې له امله یې نړیوال پروازونه له خنډ سره مخ شوي دي.

بدخشان ولایت کې لزلې شوې دهدراپورنو له مخې، دزلزلې مرکز د مرکز فیض اباد ښار په ۲۱ کیلو مترۍ کې د هندوکش غرونه وو او شدت ...
16/02/2023

بدخشان ولایت کې لزلې شوې ده
دراپورنو له مخې، دزلزلې مرکز د مرکز فیض اباد ښار په ۲۱ کیلو مترۍ کې د هندوکش غرونه وو او شدت یې د ریختر په کچه ۴،۷ درجې وه.

د هند ۲۰۲۳ م کال هوایي نندارتون پرانيستل شو.دغه پنځه ورځنی نندارتون دوشنبې په ورځ، د فبرورۍ ۱۳مه پیل شوی او موخه یې د فض...
15/02/2023

د هند ۲۰۲۳ م کال هوایي نندارتون پرانيستل شو.

دغه پنځه ورځنی نندارتون دوشنبې په ورځ، د فبرورۍ ۱۳مه پیل شوی او موخه یې د فضايي او دفاعي وړتیاوو برخه کې د هند وده او له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد د اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې ده.

د ترکیې له زلزلې اته ورځې وروسته ۹ کسان له پرځېدلو ودانیو ژوندي را ویستل شوي.د راپورونو له مخې د ژغورنې عملیات دوام لري ...
15/02/2023

د ترکیې له زلزلې اته ورځې وروسته ۹ کسان له پرځېدلو ودانیو ژوندي را ویستل شوي.

د راپورونو له مخې د ژغورنې عملیات دوام لري او اټکل کېږي چې لا به هم ډېر خلک تر پرځېدلو ودانیو لاندې ژوندي وي.

بله خوا د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، د ژغورنې عملیات به ژر پای‌ته ورسېږي او ډېر تمرکز به زلزله ځپلو ته د خوړو او سرپناه په برابرولو وشي.

د ترکیې او سوریې زلزلې کې د وژل شویو شمېر څه باندې ۴۱ زرو ته رسېدلی او زرګونه کورنه ړنګ شوي دي.

د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یوې ښځې ۴ لوڼې زېږولې دي.د ښځې یو خپلوان وایي چې د دغو نویو زېږېدلو ماشومان پلار د اقتصادي ...
15/02/2023

د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یوې ښځې ۴ لوڼې زېږولې دي.

د ښځې یو خپلوان وایي چې د دغو نویو زېږېدلو ماشومان پلار د اقتصادي ستونزو له کبله ۳ میاشتې وړاندې ایران ته تللی دی.

15/02/2023

ویډیو: اردوغان نوي زېږېدلي ماشوم ته غوږ کې آذان کوي

د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوغان د زلزله ځپلو میندو پوښتنې لپاره یوه روغتون ته ورغلی او هلته یې نوي زېږېدلي ماشوم ته په غوږ کې آذان کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دریو شل اوریزو لوبو لپاره د راشد خان په مشرۍ د افغان لوبډلې ۱۸ کسیز...
15/02/2023

د افغانستان کرکټ بورډ متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دریو شل اوریزو لوبو لپاره د راشد خان په مشرۍ د افغان لوبډلې ۱۸ کسیزه نوملړ اعلان کړ.

دا لوبې به د فبرورۍ په ۱۶مه، ۱۸ او ۱۹مه د ابوظبي په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

سعودي عربستان خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به یوه ښځینه ستورمزلې فضا ته استوي.ټاکل شوې ...
14/02/2023

سعودي عربستان خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به یوه ښځینه ستورمزلې فضا ته استوي.

ټاکل شوې ریحانه برناوي د ۲۰۲۳ کال دویمه ربع کې د ماموریت لپاره له خپل ملګري ستورمزلي علي القرني سره نړیواله فضایي اډه کې یوځای شي.

دا ستورمزلي به د AX-2 فضایي ماموریت غړو سره له یو ځای کېدو وروسته امریکا څخه فضا ته واستول شي.

سعودي عربستان له متحده عربي اماراتو وروسته خلیج کې دویم عربي هېواد دی چې خپله لومړۍ ښځینه ستورمزلې فضا ته استوي.

وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له واک ته رسېدو سره سم ښځو ته لا ډېره ازادي ورکړل شوې ده.

14/02/2023

دکار او ټولنیزو چارو وزارت: سبا د سلواغې ۲۶ نیټه په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.

13/02/2023

ترکیه کې زلزله؛ د افغان کډوالو د تلفاتو شمېر او فعالیتونه

د کډوالو د ملاتړ ټولنې (ارسا) مشرې ‌ذاکره حکمت وویل چې د ترکیې بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د تلفاتو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د اغلې حکمت په وینا، په هاتای ښار کې ۱۷۵ تنه، په مالاتیا کې ۱۱ تنه، په ادي‌یامان کې ۵۵ تنه او په قهرمان‌ماراش ښار کې ۷ تنه افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

‌ذاکره حکمت وايي، د افغان کډوالو ملاتړ ټولنې د ترکیې بېلابېلو ښارونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره بېلابېل کمپاینونه پیل کړي دي.
ږږ

Address

Kunduz

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kunduz Press Club posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share