26/05/2026
د لغمان ولایت د ثبت کلبونو ترمنځ انټرکلب سیالې !
د لغمان ولایت د ثبت کلبونو ترمنځ انټرکلب سیالیو په ۱۶مه لوبه کې نن د لغمان پر کرکټ لوبغالي محمد سنګروال لوبډلې شهاب لوبډلې ته د ۲۴۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
هیواد سنګروال یاده لوبه کې د محمد سنګروال لوبډلې په ګټه ښکلې توپوهنه ترسره کړه نوموړې په ۱۳۶ توپونو ۱۶۰ منډې ترسره کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو
حنظله نیازی یاده لوبه کې د محمد سنګروال لوبډلې په ګټه چټکه سلیزه ترسره کړه نوموړې په ۱۴۶ توپونو ۱۷۴* ناسوځیدلې منډې ترسره کړې چې د لوبې سټایلیش لوبغاړې ونومول شو .
همداراز هیواد سنګروال یاده لوبه کې د ډیرو څلوریزو وهونکې لوبغاړې جایزه ترلاسه کړه چې ۲۶ څلوریزی یې ترسره کړې .
| | | | | | |