هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand د هلمند، افغانستان او نړۍ په هکله پر وخت او کره معلومات دلته وڅارئ!

105,2 FM Helmand National Radio

10/08/2025

دهلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ د وزیرو مانده په ساحه کي د زراعت مسؤولینو د نږدې څارني او نظارت پر مهال د امارتي ځمکو د غصب او خودسره تصرفاتو مخه نیولې ده
#هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

د نن یکشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
10/08/2025

د نن یکشنبې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون

09/08/2025

هلمند کې د افغانستان د چاپیریال ساتني ملي ادارې او یوې خیریه مؤسسې سره په ګډه د افغانستان د چاپیریالي ارزوني په موخه د سویل لویدځ زون په کچه سمینار پیل سو.
د دغه سمینار د پیل په مراسیمو کې د افغانستان د چاپیریال ساتني د ملي ادارې معین هم د ښه چاپیریال پر ساتنه ټنګار وکړ.
# هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

09/08/2025

د هرات په ګلران ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره په یاده ولسوالۍ کې ۲۳۲ کورنیو پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړ.
#ملي‌تلویزیون

09/08/2025

د پوهنې وزارت مسولینو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ریاضي په برخه کې د نابغه ماشوم سمیع‌الله ستاینه وکړه.
سمیع الله هغه افغان ماشوم دی چې ریاضي حسابونو کې بې ساری استعداد لري او د ګڼو پېچلو حسابونو پایله په ډېر لنډ وخت کې وړاندې کوي.
#ملي‌تلویزیون

09/08/2025

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې د هرات ولایت محتسبینو په ادرسکن ولسوالۍ له یوه ۶۵ کلن سړي سره د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخه نیولې.
د یاد وزارت په وینا، د هرات ولایت محتسبینو د ښځو د شرعي حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی او ویلي، چې په دې برخه کې له سرغړوونکو سره جدي چلند کوي.
#ملي‌تلویزیون

تېره ورځ (جمعه، د زمري ۱۷مه) له ایران څخه ۳ زره او  ۹۸۸ افغان کډوال د اسلام قلعه او ورېښمو بندرونو له لارې هېواد ته را س...
09/08/2025

تېره ورځ (جمعه، د زمري ۱۷مه) له ایران څخه ۳ زره او ۹۸۸ افغان کډوال د اسلام قلعه او ورېښمو بندرونو له لارې هېواد ته را ستانه شوي.

دغه راز په دې موده کې له پاکستان څخه هم یو زر او ۶۳۳ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښې) له لارې افغانستان ته راستانه شول.
#ملي‌تلویزیون

09/08/2025

د لښکرګاه ښاروالۍ اداري کارکوونکو ته د اداري لارښود تر نامه لاندي یو ورځنی سمینار وړاندي سو
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښاروالۍ اداري کارکوونکو او د اته ګونو ناحیو مدیرانو ته د مرکز کابل څخه د اصلاحاتي اداري راغلي پلاوي له لوري د ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د اداري لارښود تر نامه لاندي یو ورځنی سمینار وړاندي سو
# هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

09/08/2025

هلمند والي د کلیو بیارغوني او پراختیا د سرپرست وزیر په شتون کي د علماوو شورا علماء کرامو سره مشورتي ناسته وکړه
د هلمند والي الحاج م ول وي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د کلیو بیارغوني او پراختیا سرپرست وزیر الحاج م لا محمدیونس اخ ند زاده په شتون کي د هلمند علماوو شورا علماء کرامو سره د ولایت مقام مېلمستون کي مشورتي ناسته وکړه
# هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

09/08/2025

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه د امنیتي مسوولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو په منځ ګړیتوب حل سوه
#هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

09/08/2025

هلمند کي زرګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول سوه
# هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

‏د نن شنبې ورځې تاریخ!‎ملي‌تلویزیون #
09/08/2025

‏د نن شنبې ورځې تاریخ!
‎ملي‌تلویزیون #

Address

Toor Tang
Lashkar Gah

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category