Lashkar Gah Radio لښکرګاه راډیو

Lashkar Gah Radio لښکرګاه راډیو خبرونه، راپورونه، تحليلونه، اسلامي معلومات، مرکې، تبصرې، ډاکومېنټرۍ، او بېلابېلې خپرونې. لښکرګاه راډیو وڅارئ تر نورو وړاندې خبر شئ.
۸۷.۷ ايف ايم هلمند.

26/11/2024

یاد جام به د پخوانیو ملي لوبغاړو په شتون کې رسنیو ته وړاندې کیږي ورپسې به د افغانستان په تاریخي ځایونو کې نندارې ته وړاندې کیږي.

د دغه جام سیالی به د راتلونکی ۲۰۲۵ کال په دوهمه میاشت د فبروری په د ۲۲ وویشتم تاریخ په کراچی ښار کی د پاکستان او نویذلینډ تر منځ پیل شی.

او پایلوبه به یی په لاهور ښار کی د مارچ میاشتی په ۹ نهم تاریخ وی.

د دی سیالیو پښتو جدول به ډیر ژر درته زموږ CricLocation فیسبوک پاڼی له طرفه درته نشر شی.

26/11/2024

افغان ځوانان لومړی توپوهنه کوي!

افغان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ د پایلوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ځوانان دې وځلیږي!

26/11/2024

https://www.facebook.com/61568640735461

د کرېک لوکېشن نوي فيسبوک پاڼې ته ښه راغلاست دلته د افغانستان او نړي هر اړخيزه معلومات ترلاسه کولاي شئ

د نن ورځې نېټه
01/10/2024

د نن ورځې نېټه

کابل ښاروالۍ د يو ميليارد افغانيو په لګښت جوړ شوي درې مارکيټونه خصوصي سکټور ته سپارلي کابل ښاروالي په يوه خبرپاڼه کې د ی...
30/09/2024

کابل ښاروالۍ د يو ميليارد افغانيو په لګښت جوړ شوي درې مارکيټونه خصوصي سکټور ته سپارلي

کابل ښاروالي په يوه خبرپاڼه کې د یو میلیارد افغانیو په لګښت خصوصي سکټور ته د څلورو مارکېټونو له سپارلو خبر ورکوي.

د دغې ادارې مسوولین وايي، ۳ نور مارکېټونه به هم د خصوصي سکټور په واک کې ورکړي او ټول لګښت یې څه باندې ۲ اعشاریه ۶ میلیارده افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به دوه نور لوی مارکېټونه هم جوړ کړي، چې یو به یې د سرو زرو د پلورونکو لپاره او بل به یې د وچې مېوې د پلورونکو لپاره ځانګړی وي.

د افغانستان په بازارونو کې نن سه شنبه د بهرنيو اسعارو بيه د افغانيو پروړاندي
30/09/2024

د افغانستان په بازارونو کې نن سه شنبه د بهرنيو اسعارو بيه د افغانيو پروړاندي

اماراتو کي د افغان سوداګرو شورا د اقتصاد او کاري فرصتونو په ټراو خبرې شويپه متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا و...
30/09/2024

اماراتو کي د افغان سوداګرو شورا د اقتصاد او کاري فرصتونو په ټراو خبرې شوي

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وايي، د دوی له لوري په جوړه شوې یوه غونډه کې، د اقتصاد او افغانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو د څرنګوالي په تړاو په‌کې خبرې اترې شوې دي.

د بانکي او مالي سکتور، د کانونو په برخه کې مستقیمې بهرنۍ پانګونې، تولید او صنعت، د افغانستان پر اوسنیو ستونزو د نړۍوالې ټولنې غور، د افغانستان شتمنۍ او د هغې له ګټو د استفادې څرنګوالی هغه موارد دي چې، د افغان سوداګرو په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې پرې خبرې شوې دي.

افغانستان د بنګله ديش سره د درو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ ترسره کوید افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبډله به د روان...
30/09/2024

افغانستان د بنګله ديش سره د درو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ ترسره کوی

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبډله به د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې له بنګله دېش سره د درېیو یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي.

د هېواد کرکټ بورډ زياتوي، چې د دغه سیالۍ لومړنۍ لوبه به د روان کال د نومبر په ۶ مه، دويمه لوبه به يي په ۹ مه او دريمه لوبه به يي په ۱۱ مه نېټه د افغانستان په کوربتوب، د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

د نن ورځې نېټه! .7_FM
30/09/2024

د نن ورځې نېټه!
.7_FM

مایکل مک کال: له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د ناکامه وتلو د پریکړه لیک مسوده وړاندې کړېد امريکا ولسي جرګې د بهرنیو اړی...
26/09/2024

مایکل مک کال: له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د ناکامه وتلو د پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې

د امريکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې جوبایډن، کاملا هاریس او د بایډن د ادارې ۱۵ نور چارواکي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د هغوی د ناقصې او ناکامه کارکردګۍ له امله غندلي دي.

کانګرس ته په وینا کې، مک کال وويل دغه پرېکړه ليک د امریکایي سرتیرو، د قربانیانو کورنیو او د امریکا د خلکو په استازیتوب، لومړی ګام دی چې د بایډن او هاریس ادارې د متحده ایالاتو په تاریخ کې د د بهرنۍ پالیسۍ ترټولو سترې ناکامۍ لپاره حساب ترې حساب غواړي.

هغه زیاته کړه چې درې کاله وړاندې نړۍ د امریکا د بهرنۍ تګلارې تر ټولو سترې ناکامۍ شاهده وه.

هغه همداراز د بایډن او هاريس اداره له افغانستان څخه د پلان، پاملرنې او د مسؤلیت له احساس پرته د وتلو په خاطر وغندله.

Address

Lashkar Gah
3902

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Lashkar Gah Radio لښکرګاه راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category