Afghan News

Afghan News کره او پر وخت د سیمې او نړۍ خبرونه
https://www.youtube.com/

د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت:د مشهد او هرات ترمنځ به لومړنی مسافر وړونکي ریل ګاډی دوه اونۍ وروسته فعالیت پیل کړي.د...
03/06/2025

د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت:
د مشهد او هرات ترمنځ به لومړنی مسافر وړونکي ریل ګاډی دوه اونۍ وروسته فعالیت پیل کړي.
د هغه په وینا، د ریل پټلۍ اصلي هدف د ترانزیت پراختیا ده.

له امریکا څخه پخپله خوښه د غیری قانوني ګدوالو د وتلو لومړی پرواز پرون ترسره شو  او ۶۵ تنه کلمبیا او هندوراس ته ولیږل شول...
20/05/2025

له امریکا څخه پخپله خوښه د غیری قانوني ګدوالو د وتلو لومړی پرواز پرون ترسره شو او ۶۵ تنه کلمبیا او هندوراس ته ولیږل شول.

14/05/2025

پاکستان: د جعلي پېژندپاڼو جوړولو مخه نیولې ده. هغه افغانان چې شناختي کارټونه یې په پیسو اخیستي، کارتونه‌ یې بلاک شوي او ډېر ژر به ونیول شي او قانوني سزا به وویني.

مزارشريف ښار کې د کمال نبي زاده څلور لارې بیارغولو او شاوخوا سړک پراخېدو چارې پېل شوي.‏د مزارشريف ښار معیاري ودې، ښکلا ا...
13/05/2025

مزارشريف ښار کې د کمال نبي زاده څلور لارې بیارغولو او شاوخوا سړک پراخېدو چارې پېل شوي.

د مزارشريف ښار معیاري ودې، ښکلا او پرمختګ په موخه او د مزارشريف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت په هلو ځلو بلخ ولايت مقام ته څېرمه د کمال نبي زاده څلور لارې بیارغولو او شاوخوا سړک پراخېدو چارې پېل شوي.

‏د نوموړي څلور لارې بیارغولو چارو کې د نوي کټارو جوړولو او نصبولو، د مرمر ډبرو لګولو، د اوبو فواري جوړولو، روښانتیا، سمسورتيا، رنګمالۍ د ترافيک ګنې ګونې کمولو په موخه د څلورلارې شاوخوا سړک پراخېدو چارې شاملې دي.

‏چې د نوموړي څلور لارې بیارغولو چارو بشپړېدو سره به نقلیه وسایطو تګ راتګ ته اسانتیاوې برابرې او یادي سیمه کې به ځانګړي ښکلا رامنځته شي.

د هندي مسلمانانو د تر ټولو ستر ګوند اتحادالمسلمین مشر اسدالدین اویسي:پاکستان د ټولې نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی.وایي، د هن...
10/05/2025

د هندي مسلمانانو د تر ټولو ستر ګوند اتحادالمسلمین مشر اسدالدین اویسي:
پاکستان د ټولې نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی.
وایي، د هند د تقسیم پر مهال یوازې شر اچوونکي خلک پاکستان ته کډه شول، سوله خوښوونکي هند کې پاتې شول.

مسوولان وايي، د تخته‌پُل اوبو رسولو شبکه چې ۲۶۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی، د بلخ دهدادي ولسوالي کې جوړه او ګټې اخیستن...
05/05/2025

مسوولان وايي، د تخته‌پُل اوبو رسولو شبکه چې ۲۶۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی، د بلخ دهدادي ولسوالي کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو عمومي شرکت اجرايي مشر غلام‌الرحمان کظیم وویل، د اوبو رسولو د دغې شبکې چارې د مخکیني حکومت پرمهال پیل شوې وې او اوس بشپړې شوې.

د هغه په وینا، د دغې شبکې په ګټې اخیستو سره څه باندې ۱۰ زره کورنیو او د بلخ پوهنتون شاوخوا ۱۰ زره زده‌کړیالانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د بلخ ولایت رسنیز مرکز په یوې خبرپاڼه کې، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۳۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۰ مېګاواټه لمر...
03/05/2025

د بلخ ولایت رسنیز مرکز په یوې خبرپاڼه کې، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۳۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۰ مېګاواټه لمریزې پرېښنا پروژې د چارو له پيلېدو خبر ورکړی دی.

په بلخ کې د چاودنو په تړاو د آزادۍ جبهې درې کسیز ګروپ نیول شویامنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت...
02/05/2025

په بلخ کې د چاودنو په تړاو د آزادۍ جبهې درې کسیز ګروپ نیول شوی

امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت، په مرکز مزار شریف کې د درېیو چاودنو په تړاو، د آزادۍ جبهې درې کسیز ګروپ نیولی، چې له هېواد بهر د بلخ د نا امنه کولو لپاره ګومارل شوي وو.

اصف د محمد نادر زوی، انجنیر غلام محمد د غلام نبي زوی او محمد جان د عرفان زوی، چې د چادېدونکو توکو د پلور، ماینونو تهیه کولو، چاودنې ورکولو او تبلیغاتي ویډیوګانو د ثبت مسؤلیتونه یې لرل، په بلخ ولایت کې یې د عامو وګړو په منځ کې د عامه امن د اخلال په هدف چاودنې ترسره کولې.

د دوی له ډلې اصف په ایران هېواد کې آزادۍ جبهې ته جلب او جذب شوی و، چې افغانستان ته له راستنېدو وروسته یې په بلخ کې د آزادۍ جبهې لپاره چاودېدونکي توکي چمتو او پلورل.

له یاد ګروپ سره بارود، ریموټ کنټرول او نور چاودېدونکي توکي هم نیول شوي دي. دوی په مزار شریف ښار کې، د عامو وګړو په منځ کې چاودنې کولې، چې له امله یې اته تنه عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د مزارشریف له کفایت څلورلارې تر اېس پروژې د دوه لاینه سړک رغنیزې چارې پیل شوې.دغه سړک د مزارښاروالۍ له خوا د ٧٢ میلیونه ...
27/04/2025

د مزارشریف له کفایت څلورلارې تر اېس پروژې د دوه لاینه سړک رغنیزې چارې پیل شوې.
دغه سړک د مزارښاروالۍ له خوا د ٧٢ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې جوړېږي.

د بلخ ولايت امنيه قومندانۍ د راپور له مخې، امنيتي ځواکونو د مزارشريف ښار د ۱۰مې امنيتي حوزې په سیمه کې درې ماهر غله له ي...
27/04/2025

د بلخ ولايت امنيه قومندانۍ د راپور له مخې، امنيتي ځواکونو د مزارشريف ښار د ۱۰مې امنيتي حوزې په سیمه کې درې ماهر غله له يو غلا شوي کرولا ډوله موټر او یو ميل توپانچې سره يو ځای نيول شوي.
مسولین وايي، دوسيه به یې له لومړنيو څيړنو وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

د مزارشریف - کابل لویې لارې په مسیر کې د شهرنو پروژې اړوند څلور لارې د جوړولو چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې,...
16/04/2025

د مزارشریف - کابل لویې لارې په مسیر کې د شهرنو پروژې اړوند څلور لارې د جوړولو چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې, چې رغنیزې چارې به یې د درېیو میاشتو په موده بشپړې شي.

د لومړنيو مالوماتو له مخې، څو دقيقې وړاندې د کابل پر وخت ۳:۴۴ بجې د رښتر په کچه ۵.۶ درجې يوې نسبتاً زوروري زلزلې د کابل ...
16/04/2025

د لومړنيو مالوماتو له مخې، څو دقيقې وړاندې د کابل پر وخت ۳:۴۴ بجې د رښتر په کچه ۵.۶ درجې يوې نسبتاً زوروري زلزلې د کابل او پښتونخوا يو شمېر ښارونه ولړزول.

يوې نړيوالې ويبپاڼې د دې زلزلې مرکز د بغلان ولايت اړوند د هندوکش غرونه ښودلي دي.

د زلزلې دغه جيټکې زوروري او دوامدارې وې، چې له کبله يې ښايي تاجکستان او هندوستان هم لړزیدلي وي.

Address

Mazar-I-Sharif

Telephone

+93786976976

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan News:

Share