31/05/2023
روح او د هغه اړوند شبهات
برخه: 【۱】
د روح لغوی مانا:
د روح ریښه «رـ وـ ح» د عربی لغت له خورا معنا لرونکو او د تأمل وړ ریښو څخه ده چې په دریو اصلي معناو کې کارول کیږي او دا درې معنی یو له بل سره نږدې تړاو لري نو کله ناکله د دې دریو معنی یو له بل څخه توپیر کول ستونزمن وي. دا معنی ګانې عبارت دي له:
۱ـ هوا، باد، او خوږ بوی[۱]: (وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ( (اعراف/57) او (إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلَا أَنْ تُفَنِّدُونِ( (یوسف/94).
۲ـ راحتی[۲]: (فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّتُ نَعِيمٍ( (واقعه/89).
۳ـ نفس[۳]: (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ( (قدر/4).
د روح پیژندل:
انسانی روح د انسان مجرد بعد او اړخ دی. ژوند او مرګ د روح په وجود پورې اړه لري.
د انسانی روح اړوند دوه مسئلې د اهمیت وړ دي:
۱ـ د انسان روح مجرد دی، یعني نه جسم دی او نه د جسمانی امورو اوصافو لرونکی دی(جسمي شیانو صفتونه نلري)، نه مکان او نه زمان لری، نه وزن لری نه حجم، نه وږده لری نه سور او نه عمق نه محسوس دی او نه د اجزاو لرونکی.
۲ـ د انسان واقعی هویت (یعنی هغه څه چې د انسان انسانیت پورې تړلی دی ) روح تشکیل وی.
هویت واقعى انسان را(یعنى آنچه انسانیت انسان وابسته به آن است) روح تشکیل مىدهد.
د انسان د پیدایښت په اړوند آیاتونو کې د انسان د پیدایښت د جسمانی پړاوونو له بیانولو وروسته له یو بل خلقت، یا په هغه کې د روح د پوکولو خبره شوې ده او دا ټکی د روح غیر مادی والی په ګوته کوي.
همدارنګه د انسان د جسم له متلاشی کیدو او له منځه تلو وروسته او په عالم د برزخ کې د هغه د ژوند تداوم او په بشپړ او کامله توګه د هغه پیدا کیدل د روح د غیر مادی او غیر جسمانی والی ښکارندوي دی.
ننی مادی فلسفه صراحتاً د روح وجود رد وي او انسانی افکار او آرزوګانې د یو لړ مادی عملیاتو نتیجه ګڼی چې د خارج له عالم سره د ارتباط له اثره پیدا شوي دي؛ د بیلګې په توګه: وایی:« د اشیاؤ درک او پوهيدل د مادی مغز دنده ده»[۴].
دوي هیڅکله پر دې باندې قائل ندي چې روح یو جلا څه دي،بلکه دوی روحاني مفاهیم د مادي غړو دنده په غوره ممکنه بڼه او د ټولنیزو فعالیتونو په قالب کې ګڼی.[۵]دوي د روح د انکار په لړ کې ټول نور روحانی مفاهیم لکه: خالق، قیامت، او.... تر سوال لاندې راوستی او انکار وي یې.
روح څه شی دی؟
د هغه چا شخصیت چې د هغه لور ته د « دا» «هغه» او یا په «زه» اشاره کیږی او په پوهې، ارادې او ځواک سره موصوف دی او د اعمالو مسئولیت په غاړه اخلی کوم او څه دی؟!
آیا همدغه مادی ظاهری جسم دی چې مشاهده کو یې، یا داچې د هغه تر شا کوم بل څه شتون لری چې روح او نفس یادیږی؟!
انسان له دوو عناصرو څخه جوړ دی:
۱ـ روح ( هغه فاعلی ځواک چې د درک وړ دی او د افعالو نتيجه پر غاړه اخلی )
۲ـ جسم (هغه چې د فعلونو واقع کیدو لپاره وسیله ده) یا د افعالو د واقع کیدو لپاره د یوې وسیلې په منزلت سره دی.د انسان بدن یا جسم د روح لپاره د یوې سورلي په څیر دی، او د بدن برخې د هغې سورلې د وسایلو او آلاتو په توګه دي، او د بدن افعال لکه:پر لاره تلل، خبرې کول، اوریدل، او لیدل، دا ټول له روح څخه صادريږي، راځي، مګر د بدن د غړو له لارې، دا د روح ځواک دی چې دا کارونه ترسره کوي؛ لکه څنګه چې یو لیکوال د قلم پرته لیکل نشي کولی - حتی که هغه یو تکړه لیکوال هم وي - روح هم پرته له غړو له حرکت کولو او خبرو کولو نا توان دی ... روح امر کوي او بدن یې اطاعت کوي.[۶]
ظاهراً روح له سترګو پټ او غایب دی خو څومره چې پټ او غایب دی هم هغومره څرګند او ښکاره هم دی؛ روح په بدن کې دې ته ورته دی چې یو څوک د پوهنتونونو او آکسفورد د پوهنتون د کتابخانې له لیدلو له تاسو وپوښتي، چې د آکفسورد پوهنتون چیرې دی؟[۷]
نور بیا.....‼!!!‼
ــــــــــــ
[۱]. لسان العرب(2/455)
[۲]. لسان العرب(2/461)
[۳].کتاب العین(3/291)
[۴]. عقیدتنا فی الخالق والنبوة والآخرة (۳۲۰)، په له عرض موجز للمادیة الدیالکتیکیة(۶۰)
[۵].هم هغه(۳۲۰)، په نقل له الموسوعة الفلسفیة(۲۱۳)
[۶]ـ . ردود علی اعتراضات موجهة إلی الإسلام(52 و53)
[۷]ـ Afterlife,Panayot Butchvarov, (The University of Iowa) (2) + Gilbert Ryle, The Concept of Mind, (London: Hutchinson’s University Library, 1949), p.16
ژمنتيا مو باورونه پیاوړي کوي.