کاوون غږ خپلواکه راډيو لغمان - Kawoon Ghag Independent Radio Laghman

کاوون غږ خپلواکه راډيو لغمان - Kawoon Ghag Independent Radio Laghman خپلواکه، بې طرفه، او مؤثقه خبري سرچينه

19/04/2025

Azmatullah Omar I 🇦🇫 Bowling

15/02/2025

حضرت الله ځاځي ښايسته بيټنګ وګورئ او په زړونو يې ونازوئ!

13/02/2025

د رحمان الله ګربز ښايسته شاټونه

دابادی کارونه په چټکی سره  روان دي دمهترلام ښاروالی دمطبوعاتو له څانګې خپره شوې خبر پاڼه وایی چې د مهترلام ښاروالۍ له لو...
21/08/2024

دابادی کارونه په چټکی سره روان دي

دمهترلام ښاروالی دمطبوعاتو له څانګې خپره شوې خبر پاڼه وایی چې
د مهترلام ښاروالۍ له لوري ۲۰۰ کسانو ته د کار روزګار زمینه برابره شوې ده.

بیانیه کې ویل شوي
د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د بیارغونې اته پروژې پیل شوي چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته پکې د کار روزګار زمینه برابره شوې ده.

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویلي چې سږکال دوی د ښاروالۍ له بودیجې د سل میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶ پراختیايي پروژې پلې کوي چې تر دې دمه د اتو پروژو چارې پیل شوي او دوه سوه شاوخوا کسان پکې په کار بوخت دي.
نوموړي زیاتوي، چې د کال تر وروستیو او د نورو پروژو په پیلیدو سره به ډیری نورو خلکو ته هم کار روزګار برابر شي.
په بیانیه کې زیاته شوې چې ددغه برخو کاریګر په خپلو کارونو ډیر خوخ دي
#کاوون غږ خپلواکه راډیو لغمان

وضاحت زاویه نیوز اپلتی ویشتلي دا سمه ده چی کاوون غږ راډیو تړل شوی ده خو دا نه دنظام پریکړه ده نه داطلاعات او فرهنګ دوزار...
07/07/2024

وضاحت
زاویه نیوز اپلتی ویشتلي
دا سمه ده چی کاوون غږ راډیو تړل شوی ده خو دا نه دنظام پریکړه ده نه داطلاعات او فرهنګ دوزارت پریکړه ده او نه دملي امنیت دعمومي ریاست پریکړه ده
فقط دیوه مدیریت لخوا یو مکتوب لیږل شوی چی راډیو وتړی
مونږ مرکز کی یو او له مشرانو سره مو کتلي هغوی ډاډ راکړی چی راډیو بیرته پرانیزي
نه راډیو ظبط شوی ده او نه دولتي شوی ده
هغه رسنی چی له هیواده بهر فعالیت کوي هیواد داخل کی دلاسوهنی حق نه لري
مونږ ته مهمه دا ده چی ځمونږ رسنی بیرته فعالیت پیل کړی او خپل دهیواد وطن او نظام لپاره لا ډیر کار وکړي
دکاوون غږ خپلواکې راډیو مشرتابه

لغمان پوهنتون کې دلمړي ځل لپاره (۶۰) تنه محصلین د اقتصاد پوهنځۍ څخه فارغ شول.نن چهار شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳یاد محصلین چې له تیرو...
12/06/2024

لغمان پوهنتون کې دلمړي ځل لپاره (۶۰) تنه محصلین د اقتصاد پوهنځۍ څخه فارغ شول.
نن چهار شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳
یاد محصلین چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې دلغمان پوهنتون په اقتصاد پو هنځی کې زدکړی کولی نن یی په دوه مختلفو څانګو اداره اوتجارت، مالي اوبانکداري څانګو کې خپله د لیسانس دوره پایته ورسوله

دهمدې فارغو شویو محصلینو دفرغت په ویاړ غونډه چې نن دلغمان ولایت مرکز سلطان غازي بابا ښارګوټي ښاروالۍ هوټل کې جوړه شوې وه پکې د لغمان ولایت پوهنتون رئیس سربیره دلغمان ولایت داقتصاد رائیس مولوي جان محمد حامد دلغمان دحج اوقافو رئیس مولوي فیض محمد هقاني، دلغمان پوهنتون زرعات پوهنځی رایس او دګڼو نورو پوهنځیو ریاستونو رئیسانو او دفارغو شویو محصلینو والیدینو ګډون کړی وو. غونډه دقران عظیم الشان په تلاوت پیل او وروسته د اقتصاد پوهنځۍ رئیس ښاغلي ویس الهادي دښه راغلاست وینا ترڅنګ ټولو فارغو شویو محصلینو ته ددغه ستر ویاړ مبارکي ورکړه او زیاته یی کړه چې دا زمونږ دلغمان ولایت لپاره یو ستر ویاړ دی چې دلمړي ځل لپاره پداسې ګڼ تعداد سره محصلین په لغمان ولایت کې خپله څلور کلنه تحصیلي دوره داقتصاد په برخه کې سرته رسوي.
بیا دلغمان ولایت داقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې فارغ شوي ځوانان دې نه مایوسه کیږې او دا فکر دې نکوي چې مونږ لدې ځایه فارغ شوو او زمونږ لپاره به دندې پیدا نشي ښاغلي حامد زیاته کړه چې اسلامي امارت او خصوصً داقتصاد ریاست هڅه کوي چې ټولو ځوانانو ته دکار زمینه برابره کړي ترڅو دهیواد ځوان قشر بې مسؤلیته او بیکاره پاتې نشي. دلغمان ولایت دحج اوقافو رئیس مولوي فیض محمد هقاني وویل چې دپوهنتون او مدرسې ترمنځ چې مخکې کوم واټن شتون درلوده هغه واټن اوس له منځه تللی او د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم زده کول هم ډیر اړین او ضروري دي ځکه زمونږ یو نوي پړاو ته دا خل شوې نو باید ټول په ګډه سره تعلیم ته کار وکړو او څه مو چې زده کړي وي نورو هیواد والو ته یی هم ورسوو ترڅو زمونږ په هیواد کې دبیسوادی کچه صفر ته ورسیږي او هیواد مو له نړۍ سره سیال شي. همدا راز دلغمان پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي سیف الرحمن ټولو دلغمان پوهنتون محصلینو ته ډاډ ورکړ چې په مالي او اداري برخه کې به دوې ته ټول سهولیتونه برابروي او نه به پریکدي چې محصل په کومه ستونزه کې بند پاتې شي.
دفارغو شویوو محصلینو داولیاوو په نمایندګی مولوي سید محمد نسیم خبری وکړی او دلغمان پوهنتون له ټولی رهبري او خصوصً داقتصاد پوهنځی له ستادانو مننه وکړه چې ددوې اولادونه یی خپل ګڼلي او په ښه او معیاري شکل یی ورته تدریس ترسره کړی او په خپل مسلک کې ورته په پوره ډول سره معلومات ورکړي دي او ددوې اولادونه یی په اسلامي او افغاني روحیه سمبال روزلي دي.
پای کې یاده غونډه دمولوي عبد البصیر مظهري په دعایی سره پایته ورسیده

مجیب الرحمن یوسفزی

لغمان ولایت کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت دبریښنا یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.نن چهار شنبه /۳/۱۴۰۳ /۲...
12/06/2024

لغمان ولایت کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت دبریښنا یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نن چهار شنبه /۳/۱۴۰۳ /۲۳
نن د لغمان مرکز اړوند قلح فتح الله په سیمه کې دلغمان ولایت دبریښنا امریت لخوا ددوه میلیونه افغانیو په لګښت دبریښنا شبکه چې د شاو خوا ۲۰۰کورنیو ته پکې دبرق رسول شامل دي. نن دلغمان ولایت والي شیخ شیر احمد حقاني دلغمان دبریښنا ریاست امر مولوي نایب او دیادې سیمې ګڼ شمیر قومي مشرانو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د لغمان ولایت دبریښنا ریاست یو تن انجینر میرویس رسنیو سره دیادې شبکې په تخنیکې اړخ خبرې وکړې او زیاته یی کړه چې په دغه شبکه کې د ۱۶۰کیلو ټایمپر ترانس فرمر دلته نصب شوې چې تقریبا دری کیلو متره شبکه دمتوسط او ټي ټن پاس دلته تطبیق شوې ده چې یادو کورونو ته به په ښه شکل سره بریښنا ورسوي.
دلغمان والي ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني هم کاوون غږ راډیو ته وویل چې دیادې شبکې پروژه چې دلغمان ولایت بریښنا ریاست په هڅو او دافغانستان بریښنا ریاست په همکاری پدې سیمه کې دیوه کال په موده کې تطبیق شوه. چې خوشبختانه نن مو ګتې اخیستنې ته وسپارله.
دهمدې سیمې اوسیدو نکي هم ددولت او دلغمان ولایت بریښنا ریاست څخه مننه کوې او وایی چې دبرق نشتون ورته ډیر سخت وو. د سیمې یو تن دینې عالم مولوی ضیاالحق کاوون غږ راډیو ته وویل: چې مخکې دبرق نشتون زیاتو مشکلاتو سره مخ کړي وو داړتیا په وخت کې به مو په تیلفونو کې چارج نه وو او زیاتره وخت به مو دشپې دوډی په تروږمۍ کې خوړله نوموړي زیاته کړه چې اوس زیات خوشحاله یو چې دبرق له سهولیت څخه برخمن شوو او دکلي ټول وګړي مو ډیر زیات خوشحاله دي او له بریښنا ریاست څخه ډیره مننه کوی چې دا سهولیت یی ورته برابر کړو.
یادې سیمې بل اوسیدونکی ملک روح الله کاوون غږ راډیو ته وویل چې دزیاتو هلو ځلو وروسته وتوانیده چې یاده شبکه په خپل سیمه کې تطبیق کړي . هغه زیاته کړه چې دګرمۍ له زیات مشکل سره مخ وو او حتا په اسد او سرطان میاشتو کې به یی دکلیو خلکو د زیاتی ګرمۍ له امله دشپی خوبونه نکول او ټوله شپه به یی دګرمی له امله په ویخه تیروله او کوچینو ماشومانو به ورته ټوله شپه ژړل . نو اوس چې دوي ته دبرق ستونزه حل شوه نو ددې په شمول یی دکلي ټول وګړي د اسلامی امارت یادې کړنې ستایی او له خدمتونو څخه ېې مننه او قدردانی کوي
دیادونې وړ ده چې تردې مخکې هم په لغمان کې دیته ورته دبریښنا شبکې جوړی شوي چې خلک دبرق له سهولیته برخمن شوي دي.
راپور: مجیب الرحمن یوسفزی

لغمان ولایت مهترلام ښار کې د صنعت او سوداګری ریاست لخوا د یو ګډ کمسیون له لوری د نرخونوکنترول ترسره شو. نن دلغمان ولایت ...
11/06/2024

لغمان ولایت مهترلام ښار کې د صنعت او سوداګری ریاست لخوا د یو ګډ کمسیون له لوری د نرخونوکنترول ترسره شو.

نن دلغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د صنعت او تجارت ریاست له لوري دنرخونو کنټرول او بی کیفیته او تاریخ تیره توکو څارنه او کنترول ترسره شو
دلغمان ولایت دصنعت او سوداګری رئیس مولوي سلامت خان بلال کاوون غږ راډیو ته وویل چې دیو ګډ کمسیون په ملتیا په لغمان ښار کې دنرخونو دکنټرول ترڅنګ دتاریخ تیره او بی کیفیته توکو کنټرول هم ترسره کوي ښاغلي بلال وویل چې دلوی اختر تر لمړی ورځی پوری به یاد کمسیون دلغمان ښار کې ګرځي او دنرخونو کڼترول به ترسره کوي او سرغړوونکو سره به قانوني چلند کوي. نوموړي زیاته کړه چې مونږ ټولو دوکاندارانو او عمده فروشانو ته نرخ نامی ورکړي دي او دوې مکلف دي چې دنرخ نامو مطابق خپل توکي وپلوري.
د لغمان ولایت هټیوال هم ددولت لدې کړنې خوښي څرګندوي او وایی چې دا څارنه او کنټرول هم مونږ ته او هم مشتریانو ته په ګټه دی. ځکه چې دظلم مخنیوی پکې کیږي. د لغمان ولایت اوسیدونکي هم د اسلامي امارات او دصنعت او سوداګری ریاست له دغسی کړنو خوښ دي.
خاکسار چې دلوی اختر لپاره یی په لغمان ښار کې سودا اخیسته کاوون غږ راډیو ته وویل چې نرخونه له پخوا څخه ډیر کنټرول شوي دي اوهم دبی کیفیته توکو مخنیوی شوی . ده وویل مخکې به نرخ نامو شتون نه درلود او د پلورونکو به چې څنګه خوښه وه نو په خلکو به یی همغسې سودا خرڅوله. خو د اسلامي امارت په راتګ سره هرڅه بدلون کړی او دپخوا په پرتله څو چنده ښه والی پکې راغلی دی.
دیادونی وړ ده چې لدې مخکې هم وخت ناوخته په لغمان ولایت کې د یاد ریاست له لوري د نرخ نامو او بی کیفیته توکو کنټرول ترسره شوی دی.
راپور: مجیب الرحمن یوسفزی کاوون غږ راډیو لغمان.

لغمان ولایت کی د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په ارزښت دیوه سړک دجوړیدو چاری پیل شوی. نن شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱نن د لغمان ولایت مر...
01/06/2024

لغمان ولایت کی د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په ارزښت دیوه سړک دجوړیدو چاری پیل شوی.

نن شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱

نن د لغمان ولایت مرکز اړوند دمسري کلا په سیمه کې یو سړک چې دهمدې سیمی شاو خوا لس کلي سره نښلوي دکلیو بیاراغونې ریاست لخوا ددوه میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي. یاد سړک چې یو نیم کیلو طول او پنځه متره عرض لري چې د څه کم دوه میاشتو په اوږدو کې به یی دجوړیدو چارې بشپړې شي. د لغمان دانکشاف ادهاد رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر کاوون غږ راډیو ته وویل. چې د یاد سړک بودیجه د انکشاف ادهاد ریاست لخوا برابره شوې ده . چې زیات شمیر کلیوالو ته پکې دکار زمینه برابره شوی ده او د همدې کلیو وګړي پکې په کار بوخت دي. د همدې سړک یو تن کاریګر شریف خان کاوون غږ راډیو ته وویل چې ډیر زیات خوښ دي چې په خپل کلي کی ورته دکار زمینه برابره شوه او لدې طریقه به خپلو اولادونو ته حلال نفقه برابره کړي. ددې سړک په اوږدو کې پراته دسیمی خلک زیات خوښ دي او داسلامي امارت او دانکشاف ادهات ریاست څخه مننه کوي چې دا سړک ورته جوړوي او ددوې ستونزی ته رسیدګي کوي
دهمدې سیمی ملک ملاجان کاوون غږ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې ددوې دا سړک داوبو دراتګ له امله له ستونزو سره مخ وو. چې کله به باران شو نو تګ راتګ به پری بیخی سخت وو. ښاغلی ملاجان زیاتوي چې اوس مو که دا سړک په ښه شکل سره جوړ شي نو زمونږ د ولسونو زیاتی ستونزی به پری حل شي. ملاجان دانکشاف ادهات له رئیس ښاغلي زرکمر نه مننه وکړه چې دولسونو ستونزو ته په ښه شکل رسیدګي کوي.
دیادونی وړ ده چې داسلامي امارت په راتګ سره په لغمان ولایت کې دبیاراغونې کارونه چټک شويِ چې څه موده مخکې د انکشاف ادهات ریاست له لوری دعلیشنګ او دولت شاه ولسوالۍ ترمنځ دسیند پورې غاړې دوهم جوړ او ګټی اخیستنی ته وسپارل شو.

راپور: مجیب الرحمن یوسفزی کاوون غږ خپلواکه راډیو لغمان

لغمان ولایت کې  دڅه کم پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو یوه سولري شبکه جوړه او ګټی اخیستنی ته وسپارل شوه.نن دلغمان ول...
29/05/2024

لغمان ولایت کې دڅه کم پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو یوه سولري شبکه جوړه او ګټی اخیستنی ته وسپارل شوه.

نن دلغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند ګنداب کلي کې د څه کم پنځه میلیونه افغانیو په لګښت داوبو یوه سولري شبکه چې د لغمان ولایت دکلي او بیا راغونی ریاست په همکاری دیونسف مؤسیسی په مالي لګښت او دیاد کلي دپراختیایی شورا په مرسته جوړه او ګټی اخیستنی ته وسپارل شوه. یاده شبکه چې د ۳۳سولرو، د۴۰ مترو په اوږدو د اوبو یوه ذخيره او تر ۱۳۳ پوری کور په کور د اوبو د شیردانونو تیرول پکې شامل دي. چې د پنځوو میاشتو په اوږدو کې جوړه او نن د لغمان مرستیال والي اختر محمد مزمل د لغمان دکلیو بیاراغونې ریاست رئیس مولومحمد ظاهر زرکمر او دګنداب دکلي دقوم مشرانو په حضور کې ګټې اخیستنی ته وسپارل شوه. دلغمان ولایت دانکشاف دهات ریاست رائیس مولوي محمد ظاهر زرکمر کاوون غږ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې دیادې شبکې له کار څخه یی په خپل وخت څارنه او لیدنه ترسره کړی او ددې شبکې په جوړیدو سره له دری نیم سوو څخه زیاتی کورنۍ دصحي اوبو څخه برخمنی شوی. بلخوا دهمدې سیمی قومي مشر کاوون غږ راډیو سره په خپلو خبرو کې داسلامي امارت نه مننه وکړه او زیاته یی کړه چې مخکې دوې له زیاتو ستونزو سره مخ وو پاکې اوبه یی نه لرلی او له سیند څخه به یی په سختیو سره اوبه جیګولی چې هغه اوبه صحي هم نه وې. دهمدې سیمې ملک محمدعمر د لغمان ولایت مقام رهبري دیو نسف مؤسیسی او دانکشاف ادهات له رائیس نه مننه وکړه چې ددوې ستونزی ته یی په ښه شکل رسیدګي وکړه. او له حکومته نه یی غوښتنه وکړه چې ددوې سیمه کې دمعارف په برخه کې هم خدمات کم دي او مکتب یی دستادانو له کمبود سره مخ دی. اوزیاته یی کړه چې دمنظم پول دنشتون له امله سختو ستونزو سره مخامخ دي او ددې ترڅنګ یی ځینی نوری غوښتنی هم وکړئ
پای کې دلغمان مرستیال والي ښاغلي مزمل دګنداب دکلي خلکو ستونزو اوریدو ترڅنګ ډاډ څرګند کړ چې دوې به تر خپل وس او توان پوری ددوې ټولو شته ستونزو دحل لپاره کار کوي او دوې ته به ټول امکانات برابروي.
دیادونې وړ ده چې د اسلامي امارت حکومت په راتګ سره نه تنها داسیمه بلکې تردې مخکې هم دیته ورته سیموخلکوته د پاکو او صحي اوبو شبکې جوړی شوي دي .

راپور: مجیب الرحمن یوسفزی کاوون غږ لغمان

د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر مستؤفیت پورې د کټارې د لګولو پرانیسته وشوه.د مهترلام ښاروالۍ ل...
19/03/2024

د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر مستؤفیت پورې د کټارې د لګولو پرانیسته وشوه.

د مهترلام ښاروالۍ له لوري له ولایت مقام څخه تر مستؤفیت پورې د ګلانو او بوټو د ښې ساتنې په موخه د ۱میلیون او ۳۹۴ زره افغانیو په ارزښت کټارې لګول کېږي، چې نن یې د لغمان والي شیخ الحدیث شېر احمد ح قاني، د ولایت مرستیال الحاج مولوي اختر محمد مزمل او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت شهامت په لاسونو یې پرانیسته وشوه.

لغمان والي وویل: نننۍ پروژه د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت پیل شوه چې له ولایت مقام څخه تر مستؤفیت پورې کټارې لګول کېږي او په راتلونکي ۱۴۰۳ کال کې ډیرې پروژې په پلان کې لرو تر څو لغمان کې یې عملي کړو.

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل: یادې کټارې د ۱ میلیون او ۳۹۴ زره افغانیو په لګښت لګول کېږي، چې چارې یې د رودوال الیاس خېل ساختماني شرکت له خوا پر مخ وړل کیږي.

ښاروال وویل: د شرکت مسؤلینو ته د یادې کټارې د نصب کولو لپاره یو میاشت وخت ورکړ شوی تر څو په اساسي او معیاري شکل یې ولګوي.

نوموړي زیاته کړه، چې ډیر ژر به د پوهنې ریاست شاته د ویالې او لس پلچکونو د جوړېدو ترڅنګ د قبایلو ریاست مخې، د کډوالو ریاست ترڅنګ او د ښاروالۍ دننه سرکونو باندې کانکرېټ اچونه هم پیل شي.

همداراز ښاروال د مهترلام اوسیدونکو ته یو ښه زیری ورکړ چې د ښار د برېښنایي تنویرې پایو د ترمیم کارونه بشپړ شوي چې په نږدې ورځو کې به له ګټې اخیستې وروسته ټول ښار روښانه شي.

مهترلام اوسیدونکو د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه چې د کټارې په لګولو سره ګلان، ونې او بوټي له څارویو ژغورل کېږي او د مهترلام ښار ښکلا او سمسورتیا ساتل کېږي.

د یادونې وړ دی چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري په پنځمه ناحیه کابل - جلال آباد هډه کې په دریو مختلفو پروژو هم کار روان دی چې سل ګونه خلک پکې په کار مصروف دي.
کاوون غږ خپلواکه راډیو

لغمان ولایت کې د141زره امریکایی ډالرو  په ارزښت   یو محافظوي دیوال ګتی اخیستنی  ته وسپارل شو . چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ نن د ...
06/03/2024

لغمان ولایت کې د141زره امریکایی ډالرو په ارزښت یو محافظوي دیوال ګتی اخیستنی ته وسپارل شو .
چهارشنبه
۱۴۰۲/۱۲/۱۶
نن د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند په حسین اباد کلي کې دحوادثو ریاست له لوری CWSمؤسیسې په مالي ملاتړ یو محافظوي دیوال جوړ او ګټی اخیستنې ته وسپارل شو یاد دیوال چې ۵۰۰متره اوږدوالی لري چې ۱۴۱زره امریکایی ډالر پری مصرف راغلی.
دهمدې دیوال دپرانیستې په پار جوړه شوې غونډه چې دقرغیو ولسوالۍ حسین اباد سیمه کې دایره شوې وه پکې دلغمان ولایت دحوادثو رئیس مولوي خیرمحمد غازي، داقتصاد رئیس مولوي جان محمد ،دلغمان ولایت داطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي ، دکابل پوهنتون استادانو او د لغمان ولایت مقام په نمایندګی مولوي جمالدین هاشمي او دCwsمؤسیسی ځینو مشرانو ګډون کړی وو . غونډه دقران عظیم شان په تلاوت سره پیل شوه او وروسته دهمدې [CWS]مؤسیسی استازي انجینر شریف الله هاشمي ددې پروژې او ددې دیوال په ارزښت خبری وکړی. او ویل چې یاد دیوال چې 500متره اوږدوالی لري او تقریباً ۵۰۰ هکټاره زرعتي ځمکه یومکتب او ددې سیمې یو شمیر ثمر لرونکي باغونه یی دسیلاب له خطره وژغورل چې مخکې دسیلاب له جدي خطر سره مخامخ وو. چې خوشبختانه دیاد دیوال په جوړیدو سره دا ټول خوندي شول .ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې دیاد بورډروال مالي ملاتړ جاپان هیواد لخوا شوې دی.او رغنیزی چاری یی دنوي سادات شرکت له لوری ترسره شوي دي. چې ددری میاشتو په اوږدو کې دجوړیدو چارې بشپړی شوی. وروسته دلغمان ولایت مقام دفتر ریس محترم مولوي جمالدین هاشمي هم خبرې وکړی. او د یاد محافظوي دیوال په جوړیدو یی زیاته خوښي څرګنده کړه .او زیاته یی کړه چې اوس جنګ نشته هیواد امن دی نو ټول باید بیارغونې ته کار وکړو. او ده ورورۍ په فضا کې خپل هیواد جوړ کړو . بیا دلغمان ولایت دحوادثو محترم ریس مولوي خیرمحمد غازي رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې . خپله یی دیادې ساحې څخه لیدنه کړی او تردې مخکې دبارانونو اوسیلابونو له وجې په دغه سیمه کې زیاتې اوبه ډنډیدلی او خلک یی له پراخ مشکل سره مخامخ کړي وو. چې څوځله مخکې هم دزیات سیلاب د راتګ له وجې په یاده سیمه کې زیات خلک په اوبو کې بند پاتي وو چې بیا دهلیکپټرو په واسطه وژغورل شول. خو ددې دیوال په جوړیدو سره دخلکو ځمکې مالونه او کورونه په امن کې شول. ښاغلي غازي له ټولو مؤسیساتو څخه وغوښتل چې باید دې برخې ته زیاته توجه وکړي. ځکه چې دلغمان ولایت اکثره سیمې له داسې خطر سره مخ دي او خلک یی دزیاتو بارانونو اود سیلابونو دراتلو له ویری خپل کورونه پریکدي او خوندي ځایونو ته ځان انتقالوي .بل خوا دهمدې سیمې یو تن اوسیدونکي توریالي عبدالرحمیزي کاوون غږ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل. کوم دیوال چې اوس جوړ شو دا ددوې لپاره زیات په ګټه تمام شو. ځکه چې مخکې دوې غوشتل چې په خپله سیمه کې یو مکتب جوړ کړي. چې داوبو داوختلو له وجې یی نه شو جوړولی خو اوس چې یاد محافظوي دیوال جوړ شو ددوې مال او ځان په امن کې شو .دهمدې سیمی دښوونځۍ یو تن استاد عبدالجمیل حقمل کاوون غږ راډیو ته وویل. چې ددوې سیمه ښه حاصل کوي. خوهر وخت به چې ددوې فصلونه ورسیدل نو ددوې په فصلونو به اوبه راغلی او ټول حاصلات به یی ورته له منځه یوړل. خو خوشبختانه چې دیاد محافظوي دیوال په جوړیدو سره ددوې دا ستونزه حل شوه ښاغلي حقمل لمړی دحوادثو له محترم ریس او بیا داسلامي امارت له ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه. چې ددوې ستونزی ته یی په خپل وخت رسیدګي وکړه . په پای کې دحوادثو له وزارت څخه راغلي استازي ژمنه وکړه چې ډیر ژربه په لغمان ولایت کې دیته ورته نورې غټي پروژی هم پلي او ترلسو زرو زیات ځوانانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول دکار زمینه برابره شي.
یاده دې وي چې دحوادثو ریاست له خوا څو ورځې وړاندي دلغمان ولایت دولت شاه ولسولۍ اړوند فرشغان سیمه کې په واوره کې ایثارو خلکو ته خوراکي مواد هم رسولي شوي وو.
مجیب الرحمن یوسفزای کاوون غږ خپلواکه راډیو لغمان

Address

New Official Area
Mehtar Lam
2701

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کاوون غږ خپلواکه راډيو لغمان - Kawoon Ghag Independent Radio Laghman posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to کاوون غږ خپلواکه راډيو لغمان - Kawoon Ghag Independent Radio Laghman:

Share

Category