Abid Afghan

Abid Afghan stay positive, think positive, and relax ❤🇦🇫

دا نه د نړیوال جام فاینل دی، نه د فوټبال نړیواله سیالي، او نه هم کومه نړیواله لوبه؛ دا یوازې زموږ د هېواد کورنی کرکټ لیګ...
04/07/2026

دا نه د نړیوال جام فاینل دی، نه د فوټبال نړیواله سیالي، او نه هم کومه نړیواله لوبه؛ دا یوازې زموږ د هېواد کورنی کرکټ لیګ دی. خو وګورئ چې خلک یې په څومره مینه، احساس او جذبې سره تعقیبوي!

‏همدا امنیت او ثبات دی چې نن د لومړي ځل لپاره شپږیز کرکټ لیګ له پلازمېنې بهر ترسره کېږي،…

او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه زرګونه مینه‌وال د کرکټ د نندارې لپاره راټولېږي.

‏کله چې امنیت وي، ورزش وده کوي، خلک خوشحال وي، او ملي یووالی لا پیاوړی کېږي. 🏳️🏏🔥

پاکستان ښځينه کرکټره عالیه ریاض د خپل سخت ورځني معمول په اړه خبرې کړې دي.هغې ویلي چې: • په اونۍ کې ۵ ورځې سخت تمرین کوي ...
02/07/2026

پاکستان ښځينه کرکټره عالیه ریاض د خپل سخت ورځني معمول په اړه خبرې کړې دي.

هغې ویلي چې:
• په اونۍ کې ۵ ورځې سخت تمرین کوي
• د سهار او ماښام سیشنونه لري
• په دې کې نېټس (nets) او جم دواړه شامل وي
• یوازې ۲ ورځې استراحت لري

هغې زیاته کړې چې د فټنس او انرژۍ د ساتلو لپاره د بازار سپلیمنټونو پر ځای تازه مېوې، تازه جوسونه او طبیعي (دیسي) خوراک ته ترجیح ورکوي.

عالیه ریاض د نارینه او ښځینه کرکټ ترمنځ د توپیر کمولو او د مکسډ لیګز (Mixed Leagues) په اړه هم نظر ورکړی دی. د هغې په وینا:
• هغه د دې نظر بشپړ ملاتړ کوي
• که داسې لیګونه جوړ شي، ښځینه لوبغاړې به له نړیوالو نارینه کرکټرانو سره ډېر څه زده کړي
• دا به د دوی اعتماد او مهارتونه نور هم لوړ کړي

هغې دا هم ویلي چې که څه هم هغه پخپله د اسټرالیا Big Bash League (BBL) نه ده لوبولې، خو د نړیوالو کرکټرانو سره لوبه کول تل ښه تجربه وي.

همدارنګه، هغې ویلي چې هغه تر اوسه دوه ځله په نړیواله کچه FairBreak Invitational Tournament کې ګډون کړی، چې د هغې لپاره یو ډېر ښه تجربه وه.

محمد یوسف په ۲۰۰۱ کال کې کلمه وویله او اسلام یې قبول کړ. له اسلام راوړلو وروسته یې دا خبره څلور کاله پټه وساتله او په هم...
02/07/2026

محمد یوسف په ۲۰۰۱ کال کې کلمه وویله او اسلام یې قبول کړ. له اسلام راوړلو وروسته یې دا خبره څلور کاله پټه وساتله او په همدې موده کې یې د یوسف یوهانا په نوم کرکټ ته دوام ورکړ. وروسته، په ۲۰۰۵ کال کې یې په رسمي ډول د اسلام د منلو اعلان وکړ.

پوښتنه دا ده چې ولې یې اسلام څلور کاله پټ وساته او ولې یې په ۲۰۰۵ کال کې اعلان وکړ؟

ویل کېږي، د پاکستان پخواني کرکټر سعید انور محمد یوسف ته د اسلام بلنه ورکړه، او د سعید انور کشر ورور جاوېد انور د محمد یوسف نږدې ملګری و. د همدې ملګرتیا له امله به محمد یوسف د دوی کور ته تله راتله او د سعید انور له شخصیت څخه ډېر اغېزمن شوی و، چې په پایله کې یې اسلام قبول کړ.

د راپور له مخې، له اسلام راوړلو وروسته د محمد یوسف تر ټولو لوی ارمان دا و چې کعبه شریفه وویني، خو ځکه چې لا یې اسلام په رسمي ډول نه و اعلان کړی، عمرې ته نه شو تللی.

په ۲۰۰۵ کال کې یې له خپلو ملګرو سعید انور او انضمام الحق سره د عمرې د ادا کولو هیله شریکه کړه. هغه وخت د هغه مېرمن هم اسلام قبول کړی و. ستونزه دا وه چې د هغه په پاسپورټ کې لا هم د مذهب په ځای “غیر مسلم” لیکل شوي وو، او غیر مسلمان ته د حرم سیمې ته د ننوتلو اجازه نه وي.

ویل کېږي، د همدې لپاره یې په رسمي اسنادو کې نوم له یوسف یوهانا څخه محمد یوسف ته واړاوه او د مذهب په برخه کې یې اسلام ثبت کړ.

د عمرې په سفر کې محمد یوسف او مېرمن یې، له انضمام الحق او د هغه له مېرمنې سره یو ځای مکې مکرمې ته ولاړل. د روایت له مخې، انضمام الحق ورته ویلي وو چې د کعبې لومړۍ لیدنه د دعا د قبولیت ځانګړی وخت ګڼل کېږي.

ویل کېږي، کله چې محمد یوسف او مېرمن یې د لومړي ځل لپاره کعبه ولیده، دواړه په ژړا شول او ډېر احساساتي شول. د دې سفر له پای ته رسېدو وروسته، پاکستان ته په راستنېدو یې په رسمي ډول اعلان وکړ چې اسلام یې قبول کړی او له دې وروسته به د محمد یوسف په نوم پېژندل کېږي.

له اسلام راوړلو وروسته، په ۲۰۰۶ کال کې محمد یوسف د ټېسټ کرکټ په یوه کال کې ۱۷۸۸ منډې جوړې کړې او نړیوال ریکارډ یې خپل کړ. هغه دا منډې په ۱۱ ټېسټ لوبو کې د ۹۸ په اوسط او ۹ سنچریو په مټ جوړې کړې، او دا ریکارډ تر اوسه هم نه دی مات شوی.

د راپورونو له مخې، که څه هم د اسلام راوړلو په پیل کې یې مور او پلار ورڅخه خپه وو، خو وروسته یې مور، پلار، ورور او ورېندار هم اسلام قبول کړ.

همدارنګه ویل کېږي چې محمد یوسف پنځه اولادونه لري، چې له هغوی څخه دوه د قرآن کریم حافظان دي.

خبر  د پاکستاني کرکټر عرفات منهاس واده لپاره چمتو شوید پاکستان د ملي لوبډلې تکړه آل راونډر عرفات منهاس به روانه اوونۍ د ...
02/07/2026

خبر د پاکستاني کرکټر عرفات منهاس واده لپاره چمتو شوی

د پاکستان د ملي لوبډلې تکړه آل راونډر عرفات منهاس به روانه اوونۍ د واده په تړاو نوې ګډ ژوند پیل کړي.
• د واده (بارات) مراسم به د جولای په ۳مه په اسلام‌اباد کې ترسره شي.
• د ولیمې مراسم به د جولای په ۵مه په ملتان کې وي.

د سرچینو په وینا، د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ یو شمېر لوبغاړي به هم د ولیمې په مراسمو کې د ګډون لپاره ملتان ته ولاړ شي، او د PCB رئیس محسن نقوي ګډون هم تمه کېږي.

موږ هم عرفات منهاس ته د نوي ژوند د پیل په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایو او ورته نېکې هیلې لرو.

الله تعالی دې یې ګډ ژوند له خوښیو، مینې او برکتونو ډک کړي. 🎉💐

د پاکستان لاس موټر د تل لپاره بند شول، نه یې څوک پرزې په نوم وارد کولی شي او نه سټیکر ورکول کیږي.‏ماليې وزارت ته دنده سپ...
02/07/2026

د پاکستان لاس موټر د تل لپاره بند شول، نه یې څوک پرزې په نوم وارد کولی شي او نه سټیکر ورکول کیږي.
‏ماليې وزارت ته دنده سپارل شوې چې د افغانستان خلاف لاس روغو او کاتو موټرو چې پرزې په نوم محصولېږي تولید بند کړي او د پورته ذکر شويو د موټرو اساسي پرزې چې په ګمرکونو کې موجود دي په یوه میاشت کي دې د افغانستان څخه و ایستل شي.

‏یاده پریکړه جدي ده او حتمن پلې کیږي که چاسره افغانستان خلاف لاس موټر وي خرڅ یې کړئ هسې نه صبا ډیر تاواني شئ.

سيلاب خوستي په خپل فيسبوک پاڼه ليکلي!دا هندي کمره مېن د هندوستان د ممبۍ ښار اوسیدونکی دی چې خوست ته د شپږیزې کریکټ لیګ د...
02/07/2026

سيلاب خوستي په خپل فيسبوک پاڼه ليکلي!

دا هندي کمره مېن د هندوستان د ممبۍ ښار اوسیدونکی دی چې خوست ته د شپږیزې کریکټ لیګ د لوبو کاورکولو لپاره راغلی دی لږې ډېرې خبرې مو ورسره وشوې افغانان او د افغانستان کلتور یې ډېر خوښیدل
د افغانستان کریکټ لوبغاړو په اړه یې راته وویل چې راشد خان او نور احمد لکڼوال مې خوښیږي
ما د دې کمرې په اړه پوښتنه ترې وکړه چې دا کمره څومره قیمت لري ویلې د دې کمرې لېنز فقط اویا زره ډالر قیمت لري ویل یې د هندوستان او افغانستان ډېرې لوبې مې عکاسي کړي دي د هندوستان iPL لیګ کې پر دغه ډول 40 کمرو عکاسي کیږي
په شپږیزه لیګ کې د عکاسۍ لپاره دا ډول څلور کمرې لګول شوي دي.

بل خبر راسره واوري😊😊🥴🥴😜د افغانستان د کرکټ بورډ او راشد خان ترمنځ د اختلافاتو په اړه بېلابېل راپورونه او ادعاوې خپرې شوې ...
02/07/2026

بل خبر راسره واوري
😊😊🥴🥴😜
د افغانستان د کرکټ بورډ او راشد خان ترمنځ د اختلافاتو په اړه بېلابېل راپورونه او ادعاوې خپرې شوې دي.

د ځینو ادعاوو له مخې، راشد خان غوښتل د افغانستان د کرکټ بورډ په اړه په بهر کې یو بدیل جوړښت رامنځته کړي. همدارنګه ویل کېږي چې هغه ته په غیر مستقیم ډول خبرداری ورکړل شوی و چې که داسې اقدام وکړي، ښايي له قانوني ستونزو سره مخ شي.

په همدې ادعاوو کې دا هم ویل کېږي چې یو شمېر نور لوبغاړي، چې د راشد خان له دریځ سره یې خواخوږي لرله، ورته خبرداری ترلاسه کړی و.

ځینې کسان باور لري چې د راشد خان شپږیزې لیګ ته نه ګډون د امنیتي تضمین د نه ترلاسه کېدو له امله و. خو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه د راشد خان یا د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري رسمي او مستند تأیید نه دی شوی.

تاسو د دې موضوع په اړه څه فکر کوئ؟

50 افغانۍ ايزي لوډ  جایزه!په دې عکسونو کې د کوم مشهور نړیوال بالر د بال غورځولو ځانګړی ایکشن او سټایل دی؟ چا چې لومړی سم...
02/07/2026

50 افغانۍ ايزي لوډ جایزه!
په دې عکسونو کې د کوم مشهور نړیوال بالر د بال غورځولو ځانګړی ایکشن او سټایل دی؟ چا چې لومړی سم ځواب ورکړ، ۵۰ افغانۍ ايزي لوډ جایزه د هغه شوه! 💸🎯
خپل ځوابونه همدا اوس په کمنټ کې ولیکئ!
سيالۍ 24 ساعته وخت لري له هغه وروسته به ګټوونکی اعلانېږي

د خپلو ملګرو له‌خوا ناهیلي شول. 💔فرید ستارک او ظهیر کوټک خپله ټوله هڅه وکړه چې لوبه د خپلې لوبډلې په ګټه تمامه کړي، خو د...
02/07/2026

د خپلو ملګرو له‌خوا ناهیلي شول. 💔

فرید ستارک او ظهیر کوټک خپله ټوله هڅه وکړه چې لوبه د خپلې لوبډلې په ګټه تمامه کړي، خو د دوی د نورو ملګرو کمزورې لوبې دا فرصت له لاسه ورکړ. 😢

بدبخته هلکان! 💕 فرید ستارک او ظهیر کوټک.

اکرم تر دې دمه یوه په زړه پورې او حیرانوونکې پاڼۍ لوبولې ده! 🔥هغه خپله نیمه سلیزه یوازې په ۲۱ توپونو بشپړه کړه. 👏🏏
02/07/2026

اکرم تر دې دمه یوه په زړه پورې او حیرانوونکې پاڼۍ لوبولې ده! 🔥

هغه خپله نیمه سلیزه یوازې په ۲۱ توپونو بشپړه کړه. 👏🏏

Address

447 Broadway 2nd Floor
Parwan
10013

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Abid Afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share