Islamic Studio

Islamic Studio يوازي اسلامي معلومات دلته موندلی شى.

04/06/2026
04/06/2026

انسان د مرګ څخه مخکې څه ویني؟
مخکې لدېنه چې انسان وفات شي ځینې داسې شیان ویني چې عادي انسان هغه نشي لیدلای، د بیلګې په توګه پریښتي ویني او هغه ورته د خیر زیری ورکوي او دا ورته ښکاره کوي چې دی نور وفات کېږي، الله تعالی پدې هکله داسې فرمايلي: «فکشفنا عنك غطاءك فبصرك اليوم حديد» سوره ق، آیت ۲۲
ژباړه: موږ هغه پرده لیري کړه چې ستا په مخکي پرته وه، او نن ستا نظر ښه تیز دی.
معاصر علم چې راغی نو دا یې ثابته کړه چې د انسان په سترګو پرده اچول شویده نو په محدوده اندازه کې شیان ویني، د دغي پردي وظیفه دا ده چې انسان لدېنه منع کوي چې پیریان یا پريښتي وویني، مګر کله چې د مرګ وخت را ورسید دغه پرده پورته کېږي او انسان پریښتي ویني د دې څخه وروسته يې په دماغ کې د دغې لدینه له کبله ګډوډي او تشویش پیدا کېږي چې د دې توان نلري چې هغو کسانو ته څه خبره وکوي چې شاوخوا يې ناست وي، د دې سره په زړه کې ټیټوالی رامنځته شي او د روح یستلو کار پیل شي چې دا له پښو څخه شروع کېږي دا لدې کبله چې انسان د روح یستلو د درد له کبله منډه ونه کوي، الله تعالی فرمايي: «والتفت الساق بالساق» القیامه، ۲۹.
ژباړه: او یوه پندۍ په بلي پنډۍ پورې ونښلي.
علماو د روح یستلو درد د دری زرو تورو د وهلو سره برابر ګڼلی دی.
یا الله ته زمونږ خاتمه ښایسته کړه او روح مو د شهادت کلمي «لا إله إلا الله محمد رسول الله» په ویلو سره قبض کړه.

03/06/2026

د بندو لارو د خلاصون علاج :

الله تعالی فرمايي:

﴿فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ﴾ نو هغه (موسی علیه السلام) د دواړو ښځو لپاره اوبه ورکړې، بیا سیوري ته لاړ او ویې ویل: اې زما ربه! بېشکه زه هر هغه خیر ته چې ته یې ماته راوليږې، سخت محتاج یم.

ډاکټر علي شاهین وايي:

کله چې پر تا سخت حالات راسي، یا لارې درباندې بندې سي او ځان بې وسه احساس کړې، نو د کمزورو او اړمنو خلکو اړتیاوو ته پام وکړه او د هغوی مرسته وکړه، بیا خپل لاسونه د دعا لپاره پورته کړه او له خپل رب څخه یې وغواړه.

که د اسلام له بنسټیزو عبادتونو ارکانو تير سو، نو هغه عبادتونه چې نورو خلکو ته ګټه رسوي، د هغو عبادتونو په پرتله ډير اجر لري چې ګټه یې یوازې انسان خپل ځان ته رسوي.
نو د مسلمانانو د خیر او ګټې لپاره هڅه وکړئ، د هغوی اړتیاوې پوره کړئ؛ ځکه تر هغه چې بنده د خپل ورور په مرسته بوخت وي، الله تعالی هم د هغه په مرسته کې وي.

اللهم إنا نسألك فعل الخيرات، وترك المنكرات، وحب المساكين، وأن تغفر لنا وترحمنا، وإذا أردت بعبادك فتنة فاقبضنا إليك غير مفتونين.

اې الله! موږ له تا څخه د نېکو کارونو کولو، د بدیو پريښودلو او د مسکینانو د محبت غوښتنه کوو. موږ ته بښنه وکړه او پر موږ رحم وکړه، او کله چې ته پر خپلو بندګانو کومه فتنه راوليږې، نو موږ له دې نړۍ څخه په داسې حال کې خپل حضور ته یوسه چې په فتنه کې نه یو اخته سوي. آمین..!

31/05/2026

څوک چې ډير ګناهونه لري او غواړي چې الله جل جلاله یې له کومې سختۍ او ستړیا پرته ورته وبښي.
نو له لمانځه وروسته دې د خپل لمانځه په ځای (مصله) باندې کیناستل دي غنیمت وګڼي، ترڅو د ملائکو له دعاګانو او د هغوی له خوا د ځان لپاره له استغفار څخه ډيره ګټه پورته کړي.

رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
او ملائکې ستاسو له ډلې د هر هغه چا لپاره دعا کوي تر هغه وخته چې هغه په خپل دغه ځای کې ناست وي چیرته چې یې لمونځ کړی وي، دوی (ملائکې) وایي: اې الله! ده ته بښنه وکړه، اې الله! پر ده رحم وکړه، اې الله! د ده توبه قبوله کړه، تر هغه وخته چې په دغه ځای کې چا ته زیان ونه رسوي (یا بدې خبرې ونکړي) او یا یې اودس مات نسي...!

Address

Parwan

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Islamic Studio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Islamic Studio:

Share

Category