Pashto islamic information PII

Pashto islamic information PII یوازی اسلامي معلومات دلته موندلی شي

06/06/2025
05/06/2025

قال رسول الله ﷺ:

"خَيرُ الدُّعاءِ دعاءُ يومِ عرفةَ، وخَيرُ ما قُلتُ أنا والنبيُّونَ من قبلي: لا إلهَ إلَّا اللَّهُ وحدَهُ لا شَريكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ ولَهُ الحمدُ، وَهوَ علَى كلِّ شيءٍ قديرٌ".
رواه الترمذي – حدیث حسن

📌 ژباړه:
رسول الله ﷺ وفرمایل:
د ټولو دعاوو څخه غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده، او تر ټولو غوره کلمه چې ما له ما څخه وړاندې نورو انبیاوو ویلې، دا ده:

> «لا إلهَ إلَّا اللَّهُ وحدَهُ لا شَريكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ ولَهُ الحمدُ، وَهوَ علَى كلِّ شيءٍ قديرٌ»

04/06/2025

نن د ذې الحجې اتمه ده، دې ورځې ته یوم الترویة وایي.

ضیوف الرحمن به اوس منی کې وي او هلته به د عرفې سهار تر لمر را ختلو پورې پاتې کیږي.

او نن به میلیونونه انسانان تلبیه، دعاء، اذکار، لمونځونه او تلاوتونه کوي. رب دې د دوي دعاګانو کې زمونږ برخه هم وکړي. امین

او د ذي الحجې تکبیرات هم مه هېروئ!

الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلا الله
الله أكبر، الله أكبر، ولله الحمد

دا تکبیرات د ذي الحجې له لومړۍ نېټې څخه پیل تر د ایام التشریق وروستۍ ورځې غروب پورې دوام لري.

04/06/2025

*۔ ورځنی حديث شريف 23*
*رسول الله ﷺ وفرمایل*
*اې اباذره*
*که چیري ته پداسي حالت کي سهار کړې، چي د کتاب الله یو ایت زده کړې، دا به ستا لپاره تر سلو رکعتو نفلو بهتره او خیر وي*
*او که چیري پداسي حالت کی ته سهار کړې،چي د علم یو باب زده کړې که په هغه عمل وکړې او کنه دا بهتره دی تر زرو رکعتو نفلو کولو*
*سنن ابن ماجة 219*

02/06/2025

د عرفې په ورځ (چې د ذوالحجې ۹مه ده)، تر ټولو مهم عبادتونه دا دي:

۱. دعاء او استغفار

۲. روژه نیول

که څوک حج ته نه وي تللی، د عرفې د ورځې روژه نیول ډېر ثواب لري. رسول الله ﷺ

۳. د الله یاد – ذکر

په دې ورځ باید زیات "تکبیر"، "تحمید"، "تهلیل"، او "تسبیح" ووییل شي:

الله اکبر، الله اکبر، لا إله إلا الله، والله أكبر، الله أكبر، ولله الحمد.

۴. د حج مهم رکن (د حاجیانو لپاره): وقوف بعرفه

حاجیان په همدې ورځ د عرفې په میدان کې درېږي، دعا کوي، او دا د حج تر ټولو مهم رکن دی. رسول الله ﷺ

لنډیز:

د دعا او استغفار ورځ ده.

Address

Parwan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto islamic information PII posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Pashto islamic information PII:

Share

Category