Aynak Radio - عینک راډیو

Aynak Radio - عینک راډیو عینک رښتینی غږ - عینک صدای واقعی
Aynak Radio broadcasting via 95.5 FM in Logar - Afghanistan

30/10/2025

سپېنې خبرې
د ملتونو د ژوند کشالې له سیاست تر اقتصاد او ملي اړیکو پورې کره او راڼه بحثونه
هره سه شنبه او پنجشنبه د شپې ۹:۰۰ بجې په ژوندۍ بڼه له عینک راډیو څخه
کوربه: عمر خطاب
تخنیک : جواد تسل
اړیکه: ۰۰۱۸۱۸۸۸۴۷۰۱۰
واټساپ: ۰۰۱۷۴۷۲۵۴۲۳۳۵
وایبر: ۰۰۱۸۱۸۹۱۷۱۵۸۸
عینک ــ رښتینی غږ
۹۵.۵اف ام

30/10/2025

۰۷۰۰عینک خبري ګړۍ
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه او وروستي خبرونه د عینک پر څپو له خبري ګړۍ څخه
ویاند: جواد تسل
تخنیک: محب الله وحدت
عینک ــ رښتینی غږ
۹۵.۵اف ام

د غوري سمنټو په تولید کې لوړوالی راغلید بغلان ولایت د غوري سمنټو فابریکې مسوولینو خبر ورکړی،چې اوس مهال د یادې فابریکې و...
30/10/2025

د غوري سمنټو په تولید کې لوړوالی راغلی

د بغلان ولایت د غوري سمنټو فابریکې مسوولینو خبر ورکړی،چې اوس مهال د یادې فابریکې ورځنی تولید له ۳۰۰ ټنو څخه ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۳۰۵ تنو افغانانانو د را خوشې کېدلو خبر ورکړی دی.دغه...
30/10/2025

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۳۰۵ تنو افغانانانو د را خوشې کېدلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن (پنج شنبه) پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې، یاد افغانان د روانې اوونۍ پر مهال د دغه هیواد له زندانونو څخه ازاد او د کندهار ولایت د سپین بولدک- چمن فرضي کرښې له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

کونړ او لغمان ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.د لغمان ولایت د ټرافیکو مدیر حبیب الله مبار...
30/10/2025

کونړ او لغمان ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لغمان ولایت د ټرافیکو مدیر حبیب الله مبارز خبر ورکړی، چې بېګاه شپه د لغمان اړوند «سرخکانو چوک» ته نږدې د درېیو موټرو د ټکر له کبله د یوې مېرمنې په ګډون ۳ کسه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. نوموړي ویلي، چې ټپیان د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
بل لورته د کونړ ولایت ځایي چارواکي هم وایي، چې په اسمار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۸ کسان ټپیان شوي دي. سرچينې زیاته کړې، چې یاده پېښه په اسمار ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاټسن ډوله موټر سیند ته ولوېد او په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٨ تنه ټپیان شول. سرچینې ویلي، چې د یادې پېښې ټپیان د اسمار ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.

30/10/2025

راډیویي ښوونځی
عامه پوهاوی
ګډونوال: محمدعارف ویسا ، بشیراحمد ساحل او محمد رسول کامران
تخنیک: جواد تسل
عینک ــ ریښتینی غږ
۹۵.۵اف ام

په ترکیه کې د زنداني شویو افغانانو په اړه خبرې شويد زندانونو چارو د سمون ادارې خبر ورکړی، چې عمومي رییس مولوي محمد یوسف ...
30/10/2025

په ترکیه کې د زنداني شویو افغانانو په اړه خبرې شوي

د زندانونو چارو د سمون ادارې خبر ورکړی، چې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري په استانبول کې د زندانونو د تربیت او اصلاح نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ترکیې د زندانونو ادارې له عمومي رییس یاووز ییلدریم سره کتلي دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په ترکیه کې د افغان زندانیانو، افغانستان ته د دوی د لېږد او نورو اړونده مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

30/10/2025

راډیویي ښوونځی
عامه پوعاوی
ښوونکي: بشیراحمدساحل او محب الله وحدت
تخنیک: جواد تسل
عینک ــ ریښتینی غږ
۹۵.۵اف ام

سرچینو رسنیو ته ویلي چې په استانبول کې د پاکستان مرکچي پلاوی چې پاکستان ته روان شوی و بېرته خبرو ته راګرځول شوی دی.د سرچ...
30/10/2025

سرچینو رسنیو ته ویلي چې په استانبول کې د پاکستان مرکچي پلاوی چې پاکستان ته روان شوی و بېرته خبرو ته راګرځول شوی دی.

د سرچینو په حواله، افغان او پاکستاني مرکچیانو د درېمګړو (قطر او ترکیې) په مرسته نظرونه تبادله کړي او په پام کې ده، مذاکرات نن (پنجشنبه) بیا پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې، پاکستاني مرکچیانو له کومې هوکړې پرته استانبول پرېښی دی.

30/10/2025

مکتب رادیویی
آگاهی عامه
استادان: محمدنسیم روان و جواد تسل
تخنیک: جواد تسل
عینک – ریښتینی غږ
۹۵.۵اف ام

29/10/2025

کلیواله شپه
د عینک او ملي پیوند راډیوګانو ګډه ادبي خپرونه
کوربه: سیداجان احمدزی، ځلاند کلیوال، جمیل عیسی خیل او رحیم الله مشال
تخنیک: جواد تسل
اړیکې شمیرې: ۰۷۷۷۹۸۷۹۸۷ – ۰۷۸۸۹۸۷۹۸۷ – ۰۷۴۷۹۵۵۹۵۵
واټساپ شمیره: ۰۷۱۱۹۵۵۹۵۵
یادونه: تاسې د خپرونې درانه څارونکي هم کولای شئ خپل چمتو کړي شعرونه لاندې په کمنټ کې راته پرېږدئ.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د کوزې پښتونخوا د کورمې سیمې په سلطان کلي کې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه پاکستاني پوځیان وژل...
29/10/2025

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د کوزې پښتونخوا د کورمې سیمې په سلطان کلي کې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه پاکستاني پوځیان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

Address

Street 16, District 1 Nayeb Salar Ghawseddin Khan Street
Pol-e `Alam
1403

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Aynak Radio - عینک راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Aynak Radio - عینک راډیو:

Share

Category