26/07/2025
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان افغانستان ته د سفر لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. پزشکیان نن د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي، چې د ایران د بهرني سیاست لومړیتوب باید د ګاونډیو هیوادونو لکه ترکیې، افغانستان، پاکستان، عراق، اذربایجان، ترکمنستان او د فارس خلیج هېوادونو سره د اړیکو پراخول دي. هغه زیاته کړې " چمتو یم چې افغانستان ته سفر وکړم ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزم."
#اتحاد راډیو