ملي پیوند راډیو - Melli Paiwand Radio

ملي پیوند راډیو - Melli Paiwand Radio هره شېبه، دقت، سرعت او کيفيت د ملي پيوند راډيو په هر اړخيز خپراوي کې.
۹۸.۷ اف ام

09/11/2025

۰۶:۰۰ خبري ټولګه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه او پر وخت خبر
ویاند: محمد نسیم روان
تخنیک: رامین عباسي
ملي پیوند راډیو – رسانه دیروز، امروز و فردا
۹۸.۷اف ام

د پنجشېر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۷ س...
09/11/2025

د پنجشېر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۷ سلنه زیات شوي دي.

#پیوندنیوز

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر به روانه اونۍ اسلام...
09/11/2025

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر به روانه اونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

اردوغان ویلي، چې د ترکي پلاوي د سفر موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې دایمي تړون ته د رسېدو هڅه ده.

#پیوندنیوز

09/11/2025

اسلامي زده کړې
د ملي پیوند راډیو اسلامي او ښوونیزه خپرونه (تجوید یولسمه او فقه نمه برخه)
له شنبې تر پنجشنبې مازدیګر۴ بجې په ژوندۍ بڼه او بیاځلي بڼه یې سهار ۱۰ بجې د ملي پیوند راډیو پر څپو اورېدلی شئ.
ښوونکي: قاري نعمت الله نعماني
تخنیک: رامین عباسي
ملي پیوند راډیو – رسانه دیروز، امروز و فردا
۹۸.۷اف ام

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۳۰۰ بې وزلو کورنیو سره د ۳۰ ټنو په اندازه د خوراکي...
09/11/2025

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۳۰۰ بې وزلو کورنیو سره د ۳۰ ټنو په اندازه د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د افغاني سرې میاشتې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مرسته کې وریژې، اوړه، غوړي، نخود او نور خوراکي‌ توکي شامل دي.

#پیوندنیوز

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۱۲ زره ۴۵۵ افغان کډوال په اجباري ډول هېو...
09/11/2025

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۱۲ زره ۴۵۵ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کمېسیون ویلي، چې پرون له ایران او پاکستانه ۲۰۹۸ افغان کورنۍ چې ۱۲۴۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد کډوال د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، سپین‌بولدک، د هلمند د بهرام‌چې او د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

#پیوندنیوز

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې نوی ډیلي هڅه کوي له افغانستان سره خپلې سفارتي اړیکې پیاوړې او لوړ...
09/11/2025

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې نوی ډیلي هڅه کوي له افغانستان سره خپلې سفارتي اړیکې پیاوړې او لوړې کچې ته ورسوي.

هغه ویلي، د ارزونې له بشپړېدو وروسته به د هند سفارت په کابل کې خپلې چارې په عادي ډول پرمخ یوسي.

#پیوندنیوز

08/11/2025

کلیواله شپه
د ملي پیوند او عینک راډیوګانو ګډه ادبي خپرونه
کوربه: سیداجان احمدزي او جواد تسل
تخنیک: رامین عباسي
اړیکې شمیرې: ۰۷۷۷۹۸۷۹۸۷ – ۰۷۸۸۹۸۷۹۸۷ – ۰۷۴۷۹۵۵۹۵۵
واټساپ شمیره: ۰۷۱۱۹۵۵۹۵۵
یادونه: تاسې د خپرونې درانه څارونکي هم کولای شئ خپل چمتو کړي شعرونه لاندې په کمنټ کې راته پرېږدئ.

08/11/2025

خبرها
خبرهای مهم و به وقت افغانستان، منطقه و جهان
گوینده: رامین عباسي
تخنیک: مصطفی صدیقی

افغانستان کې د جاپان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د وروستیو زلزله ځپلو لپاره د دغه هېواد مرسته کابل نړیوال هوايي ډګر ته ...
08/11/2025

افغانستان کې د جاپان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د وروستیو زلزله ځپلو لپاره د دغه هېواد مرسته کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه مرستې به د شمالي ولایتونو اغېزمن شویو زلزله ځپلو ته ولېږدول شي.

#پیوندنیوز

مالیې وزارت ویلي، چې د اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د ۲۴ میلیونه ډالرو ارزښت د زړه ناروغیو د درملنې ۱۰۰ بستریز معیار...
08/11/2025

مالیې وزارت ویلي، چې د اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د ۲۴ میلیونه ډالرو ارزښت د زړه ناروغیو د درملنې ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړوي.

دغه وزارت ویلي، دا د ا.ا له واکمنېدو راهیسې د روغتیا په برخه کې لومړنۍ ستره پروژه ده.

د یاد روغتون د سروې، نقشې او ډیزاین چارې پیل شوې او تمه ده چې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

#پیوندنیوز

Address

Street 16, District 1, Nayeb Salar Ghawseddin Khan Street
Pol-e `Alam
1401

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ملي پیوند راډیو - Melli Paiwand Radio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category