21/09/2026
د آریانا افغان هوايي شرکت یوه ځانګړې B737-300 چارتر کارګو الوتکه نن کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده.
د شرکت د معلوماتو له مخې، دغه الوتکه په یوه سفر کې د شاوخوا ۱۷ ټنه سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت لري او له یوه اماراتي شرکت سره یې د یوه کال لپاره تړون شوی دی.
د آریانا مسوولین وايي، د دغې الوتکې له لارې به د افغان سوداګرو محصولات نړیوالو بازارونو ته په چټکه، خوندي او منظم ډول ولېږدول شي.