Cheenar Radio - چنار راډيو

Cheenar Radio - چنار راډيو چنار راډيو د ژورنالیزم آرونو ته ژمنه ده.

18/07/2025

چنار انلاین
د مسافرو لپاره د چنار راډیو ځانګړې خپرونه
کوربه: احمد پیغام

د اړیکو شمېرې�
WhatsApp: +93797898898
Mobile: +93797 898 898/+93777 898 898

د اپلېکېشن لېنک�
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.visiontechaf.chr

چنار انلاینپه دې خپرونه کې له هېواده بهر مسافر د وټس اپ،ایمو او موبایل له لارې برخه اخلي او د خپلې مسافرۍ حال شریکوي.چنا...
18/07/2025

چنار انلاین
په دې خپرونه کې له هېواده بهر مسافر د وټس اپ،ایمو او موبایل له لارې برخه اخلي او د خپلې مسافرۍ حال شریکوي.
چنار انلاین نن شپه ۹:۰۰ بجې د چنار پر څپو، فېسبوک پاڼه او د چنار راډیو پر ځانګړي اپلېکېشن اوریدلی شئ.
کوربه: احمد پیغام

WhatsApp: +93797898898
Mobile: +93797 898 898/+93777 898 898

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر محمد اسحاق ډار به نن پنج‌شنبه د (چنګا...
17/07/2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر محمد اسحاق ډار به نن پنج‌شنبه د (چنګاښ ۲۶مه) کابل ته سفر وکړي.

د خبرپاڼې له مخې ډار به د سرپرست حکومت د چارواکو څنګ له ازبک چارواکو سره د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ ګډې پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه یو ورځني سفر کې به له ډار سره د پاکستان د رېل پټلۍ وزیر، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی محمد صادق او یو شمېر نور چارواکي هم ملیتا وکړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې د یادې هوکړې د لاسلیک موخه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ جوړېدو او پرې د سوداګریزو اړیکو رامنځته کول دي.

#چنارراډیو

17/07/2025

سل ثانیې خبرونه

د سوریې د بشرحقونو څار بنسټ وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو له امله تر دې مهاله ۲۵۰ کسان وژل شوي د...
17/07/2025

د سوریې د بشرحقونو څار بنسټ وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو له امله تر دې مهاله ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، اسراییلو پرون چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه، دوه ځلې د سوریې دفاع وزارت باندې برید وکړ. د یاد بنسټ د معلوماتو پر اساس، په دې بریدونو کې د یاد وزارت ۱۵ کارکوونکي وژل شوي دي.

اسراییلو له دې وړاندې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د سوریې حکومتي ځواکونو پر ټانکونو بریدونه وکړل او له هغسې دغه بریدونه روان دي.

اسراییلو ټينګار کړی چې د یاد هېواد په سوېل کې به امنیتي ځواکونو ته د ځای پر ځای کېدو اجازه ورنکړي او په وینا یې، د دمشق پروړاندې به د دروز ټولنې څخه ساتنه وکړي.

دروزي ټولنه چې سوریه او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې مېشت دي چې ډېره برخه یې، د سوریې په السویدا ولایت کې دي.

د سوریې پوځ روانه اوونۍ السویدا ولایت ته د دروز او نورو سني قبایلو ترمنځ د رامنځته شوې نښتې د کنټرول لپاره ورغلي و چې دروز لږکیو سره پر جکړه اوښتې دي.
#چنارراډیو

د دروز ټولنې مشر شیخ یوسف جربو د اسراییلو له لوري د سوریې پر پلازمېنې دمشق بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د دغه «هېواد پ...
17/07/2025

د دروز ټولنې مشر شیخ یوسف جربو د اسراییلو له لوري د سوریې پر پلازمېنې دمشق بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د دغه «هېواد پر حکومت برید، پر دروز ټولنې برید دی.»

اسراییلو بیا اعلان کړی چې دغه بریدونه یې، سوریه کې د دروز وګړو څخه د ساتنې او د خپلو پولو نږدې ته د سوریې حکومتي ځواکونو د مخکې تګ د مخنیوي لپاره کړې دي.

د دروز ټولنې مشر شیخ یوسف جربو د الجزیرې عربي څانګې ته ویلي: «د سوریې پر حکومت هر ډول برید، پر دروز ټولنې برید دی.»

بل‌خوا د یادونو بریدونو په لړ کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون چهارشنبه، جولای ۱۶مه ویلي چې د اسراییلو په ګډون ټولو اړخونو پر اوربند هوکړه کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دې هوکړه کې د سوریې لوېدیځ سویدا ښار چې اکثریت دروز ټولنې وګړي په‌کې مېشت، له پراخ ملاتړ برخمن دي.

د راپورونو له مخې پر سوریې د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو کې شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې تمه ده نن (پنجشنبې) په ورځ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په وخت د مازیګر ۴بجې یو شمېر فرمانونه لا...
17/07/2025

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې تمه ده نن (پنجشنبې) په ورځ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په وخت د مازیګر ۴بجې یو شمېر فرمانونه لاسلیک کړي.

سپینې ماڼۍ د دغو فرمانونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو له وړاندې ټرمپ د کډوالو د اخراج په ګډون ډیر شمیر جنجالي اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړي دي.

رویټرز په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې ترکیې د اسراییلو له‌خوا د سوریې پر پلازمېنه تر بریدونو وروسته، خپل پیغام د خپل...
17/07/2025

رویټرز په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې ترکیې د اسراییلو له‌خوا د سوریې پر پلازمېنه تر بریدونو وروسته، خپل پیغام د خپلې استخباراتي ادارې له لارې اسراییلي چارواکو ته رسولی دی.

په راپور کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، له قوله ویل شوي، چې ترکیې له اسراییلو سره خپلې ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي او خپل سفیر یې هم له تل‌ابیبه ور غوښتی دی.
#چنارراډیو

فېسبوک پاڼهد فېسبوک پاڼې خپرونې لپاره مو خپل کمېنټونه دلته راته پرېږدئ.په کمېنټ کې راته لنډۍ بیتونه او نور ادبي صنعتونه ...
17/07/2025

فېسبوک پاڼه
د فېسبوک پاڼې خپرونې لپاره مو خپل کمېنټونه دلته راته پرېږدئ.
په کمېنټ کې راته لنډۍ بیتونه او نور ادبي صنعتونه ولیکئ
دغه خپرونه نن غرمه ۱۱:۰۰ یوولس بجې

د افغانستان کرکټ بورډ، چنار پروډکشن او موبي ګروپ ترمنځ درې اړخیزه هوکړه لیک، لاسلیک شو.افغانستان کرکټ بورډ د لسم پړاو ات...
16/07/2025

د افغانستان کرکټ بورډ، چنار پروډکشن او موبي ګروپ ترمنځ درې اړخیزه هوکړه لیک، لاسلیک شو.

افغانستان کرکټ بورډ د لسم پړاو اتصالات جام شپږیزې کرکټ لیګ ایکس بُول سیالیو لپاره د لوبې د پروډکشن یا تولیداتو لپاره د چنار له میډیا پروډکشن او د ژوندي بهیر خپرولو په موخه د موبي ګروپ له (لمر) سره هوکړه لیکونه، لاسلیک کړل.

د یاد هوکړه لیک له مخې به دغه لوبې د چنار میډيا پروډکشن پر مټ د لمر تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

#چنارراډیو

Address

Shahr-e Now

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Cheenar Radio - چنار راډيو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Cheenar Radio - چنار راډيو:

Share