ZAWIA News

ZAWIA News Uncensored news from Afghanistan. Banned by the Taliban, but not silenced.
Channel: http://bit.ly/2OL02PF‬⁩
(11)

11/07/2025

د کابل دولسمې ناحيې احمدشاه بابا مېنې څخه دغه ويډيو زاويه نیوز ته رسېدلې ده.
عيني شاهدان وايي، يوه ډله کسانو د مدرسې او جومات جوړولو په نوم د چاندې په ټولولو کاروبار پيل کړی دی.

دوی سره يو ليک وي «نمونه يې ويډيو کې شته» او خلکو ته يې ښيي، چې د يتيمانو، مدرسو او جوماتونو په نومونو ورسره مرسته وکړي.

11/07/2025

د جمعې ورځې مازيګر د مزار شريف ښار نهمې حوزې په علم خان سړک ساحه کې يو تن سپټيک څاه ته د کوزېدو له امله مړ شوی دی.

يوې سرچينې زاويه نيوز ته وويل، هغه سپټيک څاه ته د غورځېدلي «وري» د ژغورلو لپاره کوز شوی و.

پکتيکا کې د شديدې ږلۍ او باران له وجې د ميوو باغونو او د سبزيجاتو کروندو ته زيان اوښتی دی.
11/07/2025

پکتيکا کې د شديدې ږلۍ او باران له وجې د ميوو باغونو او د سبزيجاتو کروندو ته زيان اوښتی دی.

د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې په کوټوالو کلي کې د اطفائيې موټر د کوچیانو د پسونو په يوې رمې برابر شوی او په دې حادثه کې ۱۸ ...
11/07/2025

د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې په کوټوالو کلي کې د اطفائيې موټر د کوچیانو د پسونو په يوې رمې برابر شوی او په دې حادثه کې ۱۸ پسونه تلف شويدي.

ځايي اوسېدونکو زاويه نيوز ته د زيانمن شپونکي له قوله وويل، رمه يې د سړک پر غاړه روانه وه، چې د اطفائيې موټر پرې برابر شوی او دی د زيان د جبران غوښتنه کوي.

د جمهوري دولت د کورنيو چارو وزير حيات الله حیات شهيد مولانا خانزېب د مظلومانو رسا غږ او د سوله ییزو هڅو سمبول بللی دی. ن...
11/07/2025

د جمهوري دولت د کورنيو چارو وزير حيات الله حیات شهيد مولانا خانزېب د مظلومانو رسا غږ او د سوله ییزو هڅو سمبول بللی دی.

نوموړي ليکلي، مولانا خانزېب د هغو مظلومو پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړ، چې د وخت واکداران يې پخپل کور، کلي او خاوره کې ژوند ته نه پرېږدي: «هغوی چې په زور او ظلم پښتانه خپل سوله ییز ژوند ته نه پرېږدي او هڅه کوي د هغوی د سر سړیو په وژلو سره دا رښتینی غږ چوپ کړي باید وپوهیږي چې دا د حق غوښتنې غږ هېڅکله هم د خاموشه کېدو نه دی.»

نوموړي د مولانا خانزېب د شهادت له امله د هغه کورنۍ، همفکرو او پلويانو ته تسليت ويلی دی.

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې دوه کاله او څلور مياشتې وړاندې د موټرسايکل لپاره د شمس الله په نوم د تښتول شوي ځوان جسد...
11/07/2025

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې دوه کاله او څلور مياشتې وړاندې د موټرسايکل لپاره د شمس الله په نوم د تښتول شوي ځوان جسد په کجکي ولسوالۍ کې وموندل شو.

د نوموړي د کورنۍ يو غړي زاويه نيوز سره د دغو عکسونو د شريکولو تر څنګ وويل، هغه نن مازيګر خاورو ته وسپارل شو: «نوموړي خپل موټرسايکل د خرڅ لپاره بیولی و، کوم چا خپل کور ته بوتللی چې همالته به د موټرسايکل پيسې درکړم او وژلی يې دی. اوس يې جسد وموندل شو.»

د خېبر باړه کې د پاکستان پوځي عملياتو خلاف نن زرګونه کسان راوتلي وو.
11/07/2025

د خېبر باړه کې د پاکستان پوځي عملياتو خلاف نن زرګونه کسان راوتلي وو.

11/07/2025

د کونړ په اسعداباد او يو شمېر نورو ولسوالیو کې د باران له وجې سېلابونه راوتلي دي، چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

يو موټر چلوونکي دغه پارچې له زاويه نيوز سره شريکې کړې دي او وايي، په يوه ورځ جلال اباد ښار ته د دننه کېدو او بېرته په هم...
11/07/2025

يو موټر چلوونکي دغه پارچې له زاويه نيوز سره شريکې کړې دي او وايي، په يوه ورځ جلال اباد ښار ته د دننه کېدو او بېرته په همدې ورځ له جلال اباد ښار څخه د وتلو پر مهال ترې په جلا ډول د ټول پلازا په نوم د ټاير پر سر ۲۰ افغانۍ اخيستل شوې دي.

موټر چلوونکي شکايت کوي، چې د ټول پلازا په نوم ترې د ورځې ميليونونه افغانۍ ټولېږي، خو په مقياس يې د سړک جوړونې کارونه درک نه لګیږي: «له شخصي او مسافر وړونکو ټولو موټرو څخه اخيستل کېږي. په اساس کې دغه پیسې د هر ولايت د لويې لارې لپاره د يو مستري، امبولانس او ډاکټر د لګښتونو برابرولو په موخه اخيستل کېږي، چې د حادثاتو پر مهال له اړمنو سره مرسته وکړي، خو د سړک جوړولو په نوم يې اخلي، چې تر اوسه هيچا دغه سړک په سترګو ونه ليد.»

11/07/2025

د چمن پرلت کوونکو يو مشر دغلته له مسافرينو سره د پاکستان نيمه پوځي ملېشو او طالب جنګياليو له ناسم چلند څخه شکايت کوي او وايي، دا د هرې ورځې کيسې دي.

11/07/2025

خېبر امن جرګه؛ د جمعې په ورځ زرګونه راټولو شويو کسانو د پاکستان د پوځي عملياتو خلاف اعتراض وکړ.

عوامي نېشنل ګوند وايي، د پاکستاني رياست پر ضد د خپل غړي مولانا خانزېب د وژنې قضيه درج کوي.  باجوړ کې د ياد ګوند د منشي م...
11/07/2025

عوامي نېشنل ګوند وايي، د پاکستاني رياست پر ضد د خپل غړي مولانا خانزېب د وژنې قضيه درج کوي.

باجوړ کې د ياد ګوند د منشي مرستیال سید صدیق اکبر مشال راډیو ته ويلي، د پاکستان دولت د هغه په ساتنه کې پاتې راغلی او دوی به يې پر ضد مقدمه کې پوښتنه کوي.

دغه ګوند داسې مهال د پاکستاني رياست پر ضد د مقدمې ثبتولو خبره کوي، چې مشر يې د همدې رياست د سياسي ائتلاف يو غړی دی.

Address

Shahr-e Now

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ZAWIA News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

60-second news| 5:00 ۶۰ ثانيې خبر ۵:۰۰

www.zawia.af