Salgai Ghazal

Salgai Ghazal رامې شه په زړه لکه غزل غزل
زه سلګۍ سلګۍ درته ولاړه یم

شاعره"سلګۍ غزل

د زور دې نه یم زورورهد زړه ازار بهٔ درتهٔ ټول عمر کومه #ټپه
12/07/2025

د زور دې نه یم زوروره
د زړه ازار بهٔ درتهٔ ټول عمر کومه

#ټپه

زړګی مې داسې درنه تور شواوس دې چې نوم اورم خبره بدلومه #ټپه
11/07/2025

زړګی مې داسې درنه تور شو
اوس دې چې نوم اورم خبره بدلومه

#ټپه

د زړګې اور مې پی مړ نه شو د پشکال باران ته ډيره ودريدمه💔🥀 #ټپه
11/07/2025

د زړګې اور مې پی مړ نه شو
د پشکال باران ته ډيره ودريدمه💔🥀
#ټپه

د زنده ګۍ ســــــره رشته بدلـــــــوموخته ستا هـــــــــــره فېصــله بدلومله دې شکمن ښاره مــــې وېره کيږياوس چې په لاره...
05/07/2025

د زنده ګۍ ســــــره رشته بدلـــــــوم
وخته ستا هـــــــــــره فېصــله بدلوم

له دې شکمن ښاره مــــې وېره کيږي
اوس چې په لاره ځم کـوڅه بــدلوم

مازيګـــــر نه شمــه نشــه بـــدلــــوم
نوره د ميـنـــــې طــــــــريـقه بـدلوم

دې پېښــور کې په يوکور کې اوسم
سهـــر ځنځير ، ماښام جرنده بـدلوم

که تر اســــــراره پورې ورسېـــــــدې
اتله بيابــه دې نامـــه بـــــــــــــــدلوم

اسرار اتل

غزلیا په کاڼو مړ شي یا د دار وه ول ته ورَسيسخته ده چې دلته دوه مین یو بل ته ورَسيعِشق لکه د غره په تورو کاڼو کې مزل داسې...
05/07/2025

غزل

یا په کاڼو مړ شي یا د دار وه ول ته ورَسي
سخته ده چې دلته دوه مین یو بل ته ورَسي

عِشق لکه د غره په تورو کاڼو کې مزل داسې
څوک ترې بېرته ولوېږي او څوک منزل ته وَرَسي

کړې شبګیرې به په خوبونو باندې وژنمه
سر که مې یو ځلې د اشنا څنګل ته ورَه سي

مینه مې رانغښتې د لفظونو په لاسو کې ده
ښایې چې د کاڼو کاڼو زړونو تل ته ورَسي

یو ځل مې کریمه د پی مخو یاري کړې ده
نه غواړم چې بیا مې دا لمبه ګوګل ته ورَسي

کریم سلطاني

ماته دې نه رایادوي همیمه تیرې کیسېپه ما که لږ زړه هم د خپلې حافظې سوزيهمیم
04/07/2025

ماته دې نه رایادوي همیمه تیرې کیسې
په ما که لږ زړه هم د خپلې حافظې سوزي
همیم

که ځولنې یې راته راوړې لالی مې خپل دی مابه سسته وتړینه #ټپه
03/07/2025

که ځولنې یې راته راوړې
لالی مې خپل دی مابه سسته وتړینه

#ټپه

د پسرلي د مست موسم دا اخیري ماښام دیزما پۀ غيږ کې د صنم دا خیري ماښام دیزما پۀ شونډو د غزل نن اخیري مصرع دهزما پۀ لاس کښ...
02/07/2025

د پسرلي د مست موسم دا اخیري ماښام دی
زما پۀ غيږ کې د صنم دا خیري ماښام دی

زما پۀ شونډو د غزل نن اخیري مصرع ده
زما پۀ لاس کښې د قلم دا اخیري ماښام دی

زۀ هر ماښام زړۀ له بس دغه تسلي ورکؤم
چې د دې درد او د دې غم دا اخیري ماښام دی

زما زړۀ چاودی انتظار به وي تر عمره پورې
ستا د وعدې ستا د قسم دا اخیري ماښام دی

شاهده غم د حسینیانو وي تر لسو ورځو
نن یې پۀ یاد کښې د ماتم دا اخیري ماښام دی

شاهد قماش ✍🏻

ما مې لالې ټپو کښی یاد کړود کلې خلک مې اوس ډمه یادوینه #ټپه
02/07/2025

ما مې لالې ټپو کښی یاد کړو
د کلې خلک مې اوس ډمه یادوینه

#ټپه

عقل مې د مينې غلام کړے دےدا مې څومره ښه انتظام کړے دےښکلو که په سمه که په غره کې یئ راشئ خپل زړګے مې نیلام کړے دےهر ماښا...
01/07/2025

عقل مې د مينې غلام کړے دے
دا مې څومره ښه انتظام کړے دے

ښکلو که په سمه که په غره کې یئ
راشئ خپل زړګے مې نیلام کړے دے

هر ماښام په تمه سهار شوے دے
هر سهار مې تا ته ماښام کړے دے

خداے خبر جواب به یې لا څنګه وي
ما ور ته په خط کې سلام کړے دے

دا جهان او هغه جهان ستاسو شو
مونږه خو ټول عمر ناکام کړے دے

یاره تا په لمسه د پردو خلکو
هسې خپل عزیز دې بدنام کړے دے

عزیز مانېروال

له بې خوبۍ مې سر خوږېږي؛دلالي غم مې ټوله شپه وژړوينه #ټپه
01/07/2025

له بې خوبۍ مې سر خوږېږي؛
دلالي غم مې ټوله شپه وژړوينه

#ټپه

Address

Shahr-e Now

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Salgai Ghazal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share