Gam Pa Gam ګام په ګام وطن کې

Gam Pa Gam ګام په ګام وطن کې Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Gam Pa Gam ګام په ګام وطن کې, Newspaper, Shahr-e Now.

مسجد شاه دو شمشیره، کابل_افغانستان.
23/09/2025

مسجد شاه دو شمشیره، کابل_افغانستان.

23/09/2025

‏شېبه وړاندې کابل ښار او شاوخوا سيمې زلزلې ولړزولې.
‏تاسې زلزله په کومو سيمو کې محسوس کړه؟

تورخم لاره نن سهار بېرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه. د ننګرهار د رسنیو دفتر پرون ویلي و، چېدغه لاره په پاکستان ک...
23/09/2025

تورخم لاره نن سهار بېرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه. د ننګرهار د رسنیو دفتر پرون ویلي و، چېدغه لاره په پاکستان کې د انټرنېټي ستونزې له امله تړل شوې وه. پرون د تورخم لاره یوازې د هغو کډوالو لپاره خلاصه وه، چې له پاکستان نه اېستل کېدل او دغه ډول د ټرانزيټ لپاره هم پرانیستې وه. پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغه لارې د تړل کېدو په اړه څه نه‌دي ويلي.
‏⁧‫

23/09/2025

مزار شریف کې پراخه اورلګېدنه رامنځ ته شوې.
دا اورلګېدنه د تیموریان سوداګریز مارکېټ کې رامنځ ته شوې.

د احصائیې ملي ادارې ویلي، چې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د تذکرې بیه له ۲۰۰ ډالرو نه، ۵۰ تر ۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې. دا پر...
23/09/2025

د احصائیې ملي ادارې ویلي، چې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د تذکرې بیه له ۲۰۰ ډالرو نه، ۵۰ تر ۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې. دا پرېکړه د اقامتي اسنادو پر بنسټ شوې او هدف یې د افغانانو لپاره د تذکرې اخیستل اسانه کول دي.

پلازمینه کې د خبریالانو ملي ناستهد افغانستان د خلکو غږ پروګرام په نوښت، نن د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه خبریالان او د رسنی...
23/09/2025

پلازمینه کې د خبریالانو ملي ناسته

د افغانستان د خلکو غږ پروګرام په نوښت، نن د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه خبریالان او د رسنیو مسؤلین په پلازمینه کې راټول شوي وو. ګډونوالو د رښتینی ژورنالیزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه تر عنوان لاندې په یوه علمي سیمینار کې برخه واخیسته.

په دې ناسته کې د حکومت مسؤلینو خبریالانو ته ځانګړې سپارښتنې وکړې او ژورنالیستانو هم خپلې ستونزې د چارواکو تر غوږونو ورسولې.

ګډونوال ټینګار کوي چې د دغسې غونډو دوام کولی شي د رسنیو او حکومت ترمنځ د همغږۍ او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې مهم رول ولوبوي.

یوه ۱۳ کلن افغان هلک د کابل هوایي ډګر څخه په ډېر خطرناک ځای، د الوتکې په څرخونو کې پټ شوی و. هغه غوښتل ایران ته ولاړ شي،...
22/09/2025

یوه ۱۳ کلن افغان هلک د کابل هوایي ډګر څخه په ډېر خطرناک ځای، د الوتکې په څرخونو کې پټ شوی و. هغه غوښتل ایران ته ولاړ شي، خو ناڅاپه د هند پرواز ته وخوت. هلک ویلي چې د مسافرو موټر پسې ایروپورټ ته ننوتی او ځان یې هلته پټ کړی و. په دې ځای کې اکسیجن ډېر کم او هوا ډېره سړه وي، خو دا هلک په معجزه ژوندی پاتې شو. ښايي هغه د څرخونو په تړلي ځای کې و، چې تودوخه او فشار لږ مناسب و. دې پېښې د هوایي ډګر امنیتي کمزورتیاوې هم ښکاره کړې.

قومي شخړه په بامیان کې ۱۰ تنه ټپیان کړلتېره شپه د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ په محمدکیچه کلي کې د قومي شخړې له امله لږ ...
22/09/2025

قومي شخړه په بامیان کې ۱۰ تنه ټپیان کړل

تېره شپه د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ په محمدکیچه کلي کې د قومي شخړې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، ټپیان شوي دي.

د ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، امنیتي ځواکونو په تړاو کې شپږ کسان نیولي دي او څېړنې روانې دي.

لمر ټلوېزیون د افغانستان او بنګله دېش او د افغانستان، پاکستان او سریلنکا تر منځ د دوه اړخیز او درې اړخيزه لوبلړیو د نشر ...
22/09/2025

لمر ټلوېزیون د افغانستان او بنګله دېش او د افغانستان، پاکستان او سریلنکا تر منځ د دوه اړخیز او درې اړخيزه لوبلړیو د نشر حق هم ترلاسه کړ.

د افغانستان او بنګله دېش لوبې د اکتوبر په دويمه نېټه او د افغانستان، پاکستان او سریلنکا تر منځ درې اړخيزه لوبلړۍ بیا د نومبر په اوولسمه نېټه پیلېږي.

شاوخوا ۳ کلونو کې، ۴ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې.د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاس...
22/09/2025

شاوخوا ۳ کلونو کې، ۴ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمیسیون ویلي، چې د دې ادارې له جوړېدو را وروسته یې، شاوخوا څلور میلیونه جریبه ځمکه د دولت ملکیت ګرځولې ده.

دغه ځمکې چې له کلونو راهیسې د زورواکو کسانو او ډلو تر ولکې لاندې وې ډېره برخه یې په کابل، ننګرهار، میدان وردګ، سرپل، کندز او جوزجان ولایتونو کې شتون درلود.

په کندهار کې د افغان ټلیګام د وایفای انټرنټي خدمتونه بېرته پیل شول!
22/09/2025

په کندهار کې د افغان ټلیګام د وایفای انټرنټي خدمتونه بېرته پیل شول!

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې دوه تاریخي ځایونه چې لرغونتوب یې...
22/09/2025

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې دوه تاریخي ځایونه چې لرغونتوب یې تر دوه زره کالو رسېږي؛ کشف شوي دي. سرچینې ویلي، چې دغه ځایونه اخ پلاخ زیارت او کافر کلا نومېږي، چې لرغونتیا یې د کوشاني تمدن پورې اړه لري.

Address

Shahr-e Now

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Gam Pa Gam ګام په ګام وطن کې posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category