Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي

Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai    پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي اسلاميت,افغانيت,انسانيت او د ولس خدمت مو اوليت دي
MBBS. MD. MS. MPH .FIBC.FMAS .DMAS .PHD
MS General & GI Surgery (INDIA)
FMAS.

DMAS (Surgeons WALS)
FIBC Bariatric surgery (Duke University USA)
DrNB HPB Liver Transplant & Surgical Oncology(INDIA).

په افغانستان کی د قانون او عدالت نه شتنوننېټه: ۲۰۲۵ کال، د جولای ۲۰مهسرلیک: د نجونو د ثانوي ښوونځیو بندیدو ۱۴۰۰ ورځې؛ د ...
20/07/2025

په افغانستان کی د قانون او عدالت نه شتنون

نېټه: ۲۰۲۵ کال، د جولای ۲۰مه
سرلیک: د نجونو د ثانوي ښوونځیو بندیدو ۱۴۰۰ ورځې؛ د تیارو دوام، او د امیدونو زوال

نن د ۱۴۰۰ ورځو پوره کېدو سره، د افغانستان په تاریخ کې د ظلم یو دوامداره فصل لا هم پر ځای پاتې دی هغه ورځ چې
د (ط ال ب ان و )له لوري د نجونو پر مخ د ثانوي ښوونځیو دروازې وتړل شوې. دا پرېکړه، چې د “نصاب، شرعي محیط او اسلامي چوکاټ” تر پلمې لاندې توجیه کېږي، د میلیونونو افغان نجونو د راتلونکي، زده کړو او بشري کرامت ښکاره تېر ایستنه ده.

له ښوونځیو وروسته پوهنتونونه، او ورپسې د کار بازار هم پر افغان ښځو بند شو. دا لړۍ یوازې د تعلیم بندښت نه، بلکې د انساني، دیني او قانوني حقونو څرګند نقض دی.

زه د یو افغان په توګه دا حالت نه یوازې د (ط ال ب ان و ) د تندلارو کړنو نتیجه ګڼم، بلکې د نړیوالې ټولنې د بې‌پامي، چوپتیا او غیرمشروط تعامل محصول هم بولم.

موږ د قانون، بشري کرامت او برابر فرصت غوښتونکي یو.

زموږ مشخصې غوښتنې دا دي:

۱. د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو سمدستي بیا پرانیستل؛
۲. د کار، ګډون او تصمیم نیولو حق بېرته ورکول؛
۳. د نړیوالو مرستو او تعامل مشروطول د ښځو، تعلیم او بشري حقونو درناوي سره؛
۴. د کورنیو هڅو، مدني خوځښتونو او رسنیو ملاتړ، ترڅو د افغان ښځو غږ د نړۍ غوږونو ته ورسېږي؛
۵. د اسلامي نړۍ سکوت ماتول، ځکه دا سرغړونې د اسلامي ارزښتونو سره هېڅ همغږي نه لري.

زه، ډاکټر مصطفی کمال سالارزۍ، د خپلو وطنوالو سره ژمن یم چې د افغان نجونو، میندو او خویندو د تعلیم، عزت او انساني کرامت لپاره به دی مبارزی ته دوام ورکړو. زموږ ملت ته داسې نسلونه پکار دي چې پوه، باسواده او مشارکتي وي نه داسې نسل چې په تیارو کې وساتل شي.

مونږه با انصافه قانون او عدالت غواړو او تل به دا غږ ژوندی ساتو. دا مبارزه به تر هغه ادامه لري، چې د افغان نجونو سترګې بیا د علم، امید او راتلونکي پر لور روښانه شي.

په درنښت،
پروفیسور ډاکټر مصطفی کمال سالارزۍ
د افغان نجونو د حقونو او تعلیم لپاره د با انصافه قانون او عدالت غوښتونکی

Title: 1400 Days of Darkness The Closure of Girls’ Secondary Schools in Afghanistan, and the Fall of Hope

Date: July 20, 2025

Today marks 1,400 days since the doors of secondary schools were shut to Afghan girls a dark milestone in the ongoing history of injustice in Afghanistan. On that fateful day, the Taliban banned girls from attending secondary school under the pretense of needing a “proper curriculum, Islamic environment, and religious framework.” In reality, this decision has been a blatant denial of the future, education, and human dignity of millions of Afghan girls.

What began with the closure of schools quickly extended to universities and, eventually, to the job market a systematic erasure of Afghan women from public life. This is not merely a blockade of education, but a gross violation of fundamental human, religious, and legal rights.

As an Afghan, I hold the Taliban directly responsible for this oppression, but I also place blame on the international community for its silence, inaction, and for continuing to engage with the regime unconditionally.

We demand justice, dignity, and equal opportunity under the law.

Our Specific Demands:
1. Immediate reopening of girls’ schools and universities.
2. Restoration of women’s right to work, participate, and make decisions.
3. Conditional international aid based on respect for women’s rights, education, and human dignity.
4. Support for grassroots initiatives, civil movements, and media efforts to amplify Afghan women’s voices worldwide.
5. A call to the Islamic world to break its silence these violations contradict the core values of Islam.

I, Professor Dr. Mustafa Kamal Salarzai, stand in solidarity with my fellow citizens and vow to continue this fight for the education, dignity, and rights of Afghan girls, mothers, and sisters. Our nation needs a generation that is educated, empowered, and engaged not one kept in the dark.

We demand a just law and true justice, and we will keep this voice alive until the eyes of Afghan girls once again shine with knowledge, hope, and a future.

Sincerely,
Professor Dr. Mustafa Kamal Salarzai
Analyst for the Rights and Education of Afghan Girls

09/07/2025

د ملت غږ

کله چې یو ولس وږی شي، کله چې یو ملت بې‌تعلیمه پاتې شي، نو له زړونو نه د درد فریادونه پورته کېږي؛ دا فریادونه د بدلون، عدالت او رڼا غوښتنه کوي.”

نن موږ د یوې داسې واقعیت سره مخ یو چې سترګې ورته پټول د وجدان وژنه ده.
موږ ګورو چې د واک او ځواک خاوندان، هغه کسان چې باید د ولس خدمت وکړي، د ولس پر زخمونو مالګې شیندي.
نجونې له تعلیم نه محرومې شوې، مکتبونه تړل شوي، او د یو نسل راتلونکی له تیارو سره تړل شوی دی.
دا د یوې ټولې ټولنې د ړنګېدو پیل دی، ځکه چې تعلیم د یوې ټولنې روح او د پرمختګ بنسټ دی.

له بله اړخه، ولس د فقر، لوږې، بې‌کارۍ او ذلت سره مخ دی.
ماشومان ډوډۍ نه لري، میندې د اولادونو د درملو وس نه لري، او پلاران د روزۍ لپاره سرونه ښکته کړي دي.
خو د قدرت خاوندان لا هم د شتمنیو په انبارونو کې ماړه ناست دي، د ولس له حالت نه بې‌خبره، د ملت له درد نه بې‌احساسه.

خو ولس ژوندي دی. ولس که وږی هم وي، بې‌وسه هم وي، خو وجدان لري، احساس لري، غږ لري.
همدا غږونه به د راتلونکي د بدلون زېری وي، همدا فریادونه به د علم دروازې بېرته پرانیزي، همدا ژړا به یو وخت د خوښیو سندرې شي.

موږ د یو عادل، تعلیم‌یافته، او بیدار افغانستان خوب وینو یو داسې افغانستان چې هلته تعلیم جرم نه وي، فقر تقدیر نه وي، او قدرت امانت وي، نه شخصي شتمني.

راځئ چې دا غږ پورته وساتو. راځئ چې د عدالت، تعلیم او حق لپاره یو شو.
په درناوی
پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزی
د افغان ملت خادم

The Voice of the Nation

“When a nation goes hungry, when its people are deprived of education, cries of pain rise from the depths of their hearts cries that call for change, for justice, and for light.

Today, we face a reality so stark that closing our eyes to it would be the death of conscience.
We witness those in power the very ones meant to serve the people instead rubbing salt into the wounds of the nation.

Girls have been denied the right to education. Schools are shut down. The future of an entire generation is locked in darkness.
This marks the beginning of societal collapse, for education is the soul of a nation and the foundation of progress.

On the other hand, our people are drowning in poverty, hunger, unemployment, and humiliation.
Children go to sleep without food, mothers cannot afford medicine for their children, and fathers hang their heads in despair as they search for bread.
Yet, the powerful remain full and content amid their piles of wealth indifferent to the people’s suffering, disconnected from the pain of the nation.

But the people are alive. Even in hunger and helplessness, they still have conscience. They still feel. They still have a voice.
These voices will be the heralds of change.
These cries will reopen the gates of knowledge.
These tears will one day turn into songs of joy.

We dream of a just, educated, and awakened Afghanistan. An Afghanistan where education is not a crime, poverty is not destiny, and power is a sacred trust not personal wealth.

Let us raise this voice together. Let us unite for justice, education, and truth.

With respect,
Prof. Dr. Mustafa Kamal Salarzai
Servant of the Afghan Nation

د شکر ناروغۍ له سختې بڼې (type 1 diabetes) څخه خلک د نوې درملنې په کوچنۍ څېړنه کې روغ شولپه یوې کوچنۍ طبي څېړنه کې، ۱۲ ت...
28/06/2025

د شکر ناروغۍ له سختې بڼې (type 1 diabetes) څخه خلک د نوې درملنې په کوچنۍ څېړنه کې روغ شول

په یوې کوچنۍ طبي څېړنه کې، ۱۲ تنه ناروغان چې د شکر ناروغۍ تر ټولو سخت ډول (type 1 diabetes) یې درلود، د یوې نوې درملنې په مرسته له انسولین څخه بې‌نیازه شوي او نور به انسولینو ته اړتیا نلري. دغه درملنه چی په پورته ۱۲ ناروغانو کی د تحقیقاتی ډول ترسره شوی وه له دې درملنې یو کال وروسته، د یادو ناروغانو له ډلی ۱۰ تنو یی نور انسولین ته اړتیا نه لرله، او پاتې دوه ناروغانو ته د انسولین اړتیا ډېره کمه شوې وه.

یاده تجریبي درملنه چې زیمیسلېسل (zimislecel) نومېږي، د ورټکس فامیسیوټیکل (Vertex Pharmaceuticals) شرکت له‌خوا چې په بوستن کې موقعیت لري، ترسره سوی وه. دا درملنه د بنیادي حجرو (stem cells) پر بنسټ جوړه شوی ده. ساینس‌پوهانو هغه د همدی درملنی پرمټ هغه حجرې وهڅولې کومی چی د پانقراس د جزیرې حجرې (islet cells) جوړوې، کوم چې د وینې د شکر کچی په تنظیمولو کی ونډه اخلی.

دا نوي islet حجرې د ناروغانو بدن ته ور پیچکاری شوې تر څو د ناروغانو ځګر ته د ورسېدو سره ، هلته یې ځای ونیوه او خپل فعالیت یې پیل کړ.

یاده څېړنه د امریکايي د شکر ناروغۍ ټولنې کلنۍ غونډې کې د جمعې په ماښام وړاندې شوه، او د نیو انگلینډ ژورنال اف میډیسن لخوا انلاین خپره شوې هم ده.

ډاکټر مارک اندرسن، چې د سان فرانسیسکو د کالیفورنیا پوهنتون د شکر ناروغۍ د مرکز مشر او پروفیسور دی، وویل:

“دا د شکری د درملنې په برخه کې یوه تاریخي او نوښت‌کوونکې لاسته‌راوړنه ده.”

د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه میلیونه امریکایان د type 1 diabetes ناروغي لري، کوم چې د بدن معافیتي سیستم د پانقراس islet حجرې له منځه وړي.

په درناوی
پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزی
د جراحی عمومی او هضمی ماستر او متخصص
د جراحی انکولوژی او دجګر پیوند فوق متخصص
د دوکتورا سکالر

27/06/2025

عاجله غوښتنه د وینې لپاره! 🩸

یو ناروغ په لغمان ولایتي روغتون کې عاجلې وینې ته اړتیا لري.
د وینې ګروپ: +A
اړینه اندازه: 500cc
اړتیا: ډېره عاجله ده

که تاسو د وینی دغه ګروپ لرونکی یاست، نو مهرباني وکړئ د انسانیت له پاره لاندې شمېرې سره ژر تر ژره اړیکه ونیسئ:

📞 تماس: 0788544620

وینه ورکړئ – ژوند وژغورئ!
ستاسې مرسته یو ژوند ژغورلی شي

مننه
پروفیسور داکترمصطفی کمال سالارزی

د سرطان د تشخیص لپاره د تشومتیازو (ادرار) نوې غیر تهاجمي ازموینه:د لبلبو یا پانقراص او پروسټیټ سرطان پیژندنه په ۹۹٪ فیصد...
23/06/2025

د سرطان د تشخیص لپاره د تشومتیازو (ادرار) نوې غیر تهاجمي ازموینه:
د لبلبو یا پانقراص او پروسټیټ سرطان پیژندنه په ۹۹٪ فیصده په دقیقه توګه

پروفېسور ډاکټر مصطفی کمال سالارزی
د ځيګر پیوند او سرجیکل انکولوژۍ متخصص او پروفیسور

لنډیز (Abstract):

دا څېړنه د ادرار یا تشومتیازو له لارې د پانقراص (Pancreatic) او پروسټیټ (Prostate) سرطان د دقیق تشخیص یوه نوې طریقه وړاندې کوي. د SERS (Surface-Enhanced Raman Scattering) تخنیک پر بنسټ، نوی سینسر جوړ شوی چې د سرطان مالیکولي نښې تشخیصوي. د ټېسټ پایلې ۹۹٪ دقیقه تشخیص ښيي، چې دا یو ژور بدلون په غیر تهاجمي سرطان پیژندنه کې ګڼل کېږي.

سریزه (Introduction):

سرطانونه، په ځانګړي ډول د لبلبو او پروسټیټ سرطانونه، معمولاً د وختي تشخیص له نشتوالي سره انسان وژنه رامینځته کوي. اوسني تشخیصي میتودونه یا ډېر تهاجمي دي، یا وخت، لګښت او تخصص ته اړتیا لري. پیشاب د یو بدیل، اسانه او غیر تهاجمي بایوفلوئید په توګه مهم ظرفیت لري، ځکه چې ډېری میتابولیک ترکیبات د ادرار له لارې خارجېږي.

مواد او طریقه (Materials and Methods):

څېړونکو یو نوښتګر SERS سینسر جوړ کړ، چې د پیشاب مالیکولي “hot spots” ثبت او تقویه کوي. بیا یو ټېسټ سټریپ او لاس وړ ماشین جوړ شو، تر څو دا ټېسټ عملي او ګرځنده شي.

د تجربې ګډونوال:
• ۱۹ تنه د لبلبو سرطان ناروغان
• ۳۹ تنه د پروسټیټ سرطان ناروغان
• ۴۰ تنه صحتمند نارینه
• ۲۰ تنه صحتمند ښځې

د پیشاب نمونې د نوی ټېسټ په وسیله معاینه شوې، او پایلې د موجوده تشخیص میتودونو سره پرتله شوې.

پایلې (Results):

د نوې طریقي تشخیص کچه نږدې ۹۹٪ وه. دا طریقه کولای شي د سرطان مالیکولي biomarker بایومارکرونه له عادي پیشابه توپیر کړي، پرته له دې چې د ناروغ له بدن څخه بایوپسي یا نور تهاجمي میتودونه وکارول شي.

بحث (Discussion):

د SERS پر بنسټ سینسرونو څخه کار اخیستل، دا امکان برابر کړی چې د سرطان نښې په دقیق او حساس ډول تشخیص شي. دا طریقه نه یوازې وخت ژغوري، بلکې د تشخیص لپاره د لوړو تجهیزاتو اړتیا هم له منځه وړي. دا کشف کولای شي د سرطان د وختي پیژندنې، سکرینینګ پروګرامونو، او حتی د درملنې د مؤثریت څار لپاره نوي افقونه پرانیزي.

پایله (Conclusion):

د پیشاب پر بنسټ جوړ شوی نوی SERS ټېسټ د لبلبو او پروسټیټ سرطان د تشخیص لپاره یو انقلابي پرمختګ دی، چې د ۹۹٪ دقیقه تشخیص ظرفیت لري. دا تخنیک د راتلونکو طبي سکرینینګ پروتوکولونو لپاره ارزښتناک رول لوبولی شي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې پرمختللې طبي وسایل نه لري.

په درناوی
داکتر سالارزی

Scientists Develop New Urine Test to Detect Pancreatic and Prostate Cancer With Nearly 99% Accuracy

Urine is emerging as a highly promising biofluid for disease diagnosis, as most metabolic components in the human body are excreted through the urinary tract.

In a significant scientific breakthrough, researchers have developed a new urine test capable of detecting pancreatic and prostate cancers with nearly 99% accuracy. This innovation is grounded in the knowledge that the metabolite composition of urine differs between healthy individuals and those with cancer. However, prior detection methods for these compounds were limited by complex and time-consuming processes.

To overcome these limitations, the researchers engineered an enhanced Surface-Enhanced Raman Scattering (SERS) sensor. This sensor identifies and amplifies specific molecular “hot spots” within urine samples that are indicative of cancer.

Using this advancement, they developed a urine test strip and a portable handheld diagnostic device. These were used to analyze samples from:
• 19 patients with pancreatic cancer
• 39 patients with prostate cancer
• 40 cancer-free male volunteers
• 20 cancer-free female volunteers

The test demonstrated an overall cancer detection accuracy of 99%, marking a significant leap forward in non-invasive cancer diagnostics.

This novel testing method holds immense potential for early detection, rapid screening, and wider accessibility, especially in low-resource settings where traditional diagnostics may be unavailable or too expensive.

Prof. Dr. Mustafa Kamal Salarzai
Consultant, Liver Transplant & Surgical Oncologist

زما د لاس د ګوتو او ژبی سیاسي او ټولنیز دریځ لیکپه پښتو ، دری او انګلیسی ژبو لیکلی متند ناپوهۍ، جنسیتي نابرابرۍ او اقتصا...
15/06/2025

زما د لاس د ګوتو او ژبی سیاسي او ټولنیز دریځ لیک
په پښتو ، دری او انګلیسی ژبو لیکلی متن

د ناپوهۍ، جنسیتي نابرابرۍ او اقتصادي ځوړتیا پر وړاندې د افغان ملت ویښ غږ

لیکوال: پروفیسور ډاکتر مصطفی کمال سالارزی

درنو هېوادوالو، نړیوالو همکارانو، او د بشري حقونو ملاتړو!

په داسې حال کې چې نړیوال بحثونه د ستراتیژیکو سیاسي مسائلو لکه د ایران او اسراییلو ترمنځ جنجالونو ته متوجه دي، مګر زموږ د خپل هېواد وضعیت له سترګو پټ پاتې شوی دی وضعیت چې تر هر بحرانه خطرناک دی، ځکه دا د ملت د موجودیت بنسټونه تر پوښتنې لاندې راولي.

نن ورځ افغانستان د یو ستر بشري، تعلیمي او ټولنیز بحران سره مخ دی:

1. د ناپوهۍ بنسټیز ګواښ:

تقریباً نیم ملت له تعلیمه بې‌برخې دی. دا یوازې یو تعلیمي بحران نه، بلکې یو سیاسي – ټولنیز تهدید دی، چې د ملت د پرمختګ، ثبات او ملي حاکمیت اساس کمزوری کوي.
علم د ملتونو اساسي سرمایه ده، او ناپوهي د یو ملت د سقوط اصلي لامل.

2. د ښځو او نجونو د حقوقو په برخه بی توجهی ستر بحران رامینځته کوی:

نن ورځ د افغانو مېرمنو او نجونو پراخ اکثریت له تعلیم، کار، مدني ونډې او خپل بنسټیزو حقونو څخه محروم پاتې دی. دا نه یوازې د بشري حقونو خلاف عمل دی، بلکې دا د اقتصادي ودې، ټولنیز انکشاف، او د سولې د دوامدار جوړښت خلاف عمل هم دی.
3. د اینده نسلونو تیاره راتلونکی:

که اوس سمه پالیسي، عامه پوهاوی، او اصلاحات ونه‌شي، زموږ ماشومان به په هماغه دور باطل کې ژوند وکړی کوم چی په بې‌سوادی، بې‌کاری، او په بی برخلیکه راتلونکي ولاړ وی. دا زموږ اخلاقي، ملي او تاریخي مسؤلیت دی، چې د دوی لپاره روڼ سبا تضمین کړو.

4. اقتصاد، ټکنالوژي او عصري دولتدارۍ ته اړتیـا:

نړۍ د علم، ټکنالوژۍ او اقتصاد په بنسټونو کې پانګونه کوي، مګر موږ لا هم د وسلو، جنګ او پخوانیو مفکورو تر سیورې لاندې پاتې یو.
د وطن ساتنه، د عصري پوهې، ابتکار، معلوماتي ځواک او هوښیارې ادارې له لارې تر سره کېږي – نه د بارودو له لارې.

5. د بدلون او ملي ویښتیا لپاره غږ:

موږ باید خپل تمرکز له بهرنیو تضادونو نه، خپل کورني بحران ته واړوو. دا وخت دی چې ملت، مدني ټولنې، سیاستوال، او نړیوال ملګري د افغانستان لپاره تعلیم‌محوره، ټول‌شموله او عدالت‌محوره تګ‌لاره جوړه کړي.

زموږ غوښتنه:
• د تعلیم لپاره بې‌قید او بې‌ځنډه لاسرسی.
• د ښځو حقوقو اعاده او خوندي تضمین.
• د اقتصادي بنسټونو احیاء د نوې ټکنالوژۍ پر مټ.
• د ملت ویښول د عامه پوهاوي له لارې.
• د نړیوالو همکارانو فعال ملاتړ، د بشري ارزښتونو او دایمي سولې لپاره.

ملتونه هغه وخت مري، چې علم یې مړ شي،
او هغه وخت بېرته راژوندي شي، چې عدالت او پوهه پکې بیداره شي.

راځئ، خپل تاریخ له سره ولیکو – نه د تاوتریخوالي، بلکې د پوهې، عدالت، او ویښتیا له لارې.

په درنښت،
پروفیسور ډاکتر مصطفی کمال سالارزی
د تعلیم او بشري حقونو مدافع

صدای بیدار ملت افغان در برابر نادانی، نابرابری جنسیتی و رکود اقتصادی
نویسنده: پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزی

به مردم شریف افغانستان، همکاران بین‌المللی، و مدافعان حقوق بشر!

در حالی‌که توجه جهان معطوف به تنش‌های ژئوپولیتیکی، چون منازعه میان ایران و اسرائیل است، وضعیت کشور ما در سکوت و بی‌خبری باقی مانده است وضعیتی که از بسیاری بحران‌های جهانی خطرناک‌تر است، چرا که بنیادهای موجودیت یک ملت را تهدید می‌کند.

امروز افغانستان با یک بحران بزرگ انسانی، آموزشی و اجتماعی مواجه است:

۱. تهدید بنیادی نادانی:

تقریباً نیمی از ملت از آموزش محروم اند. این نه تنها یک بحران آموزشی، بلکه یک تهدید سیاسی و اجتماعی است که پایه‌های توسعه، ثبات و حاکمیت ملی را سست می‌سازد.
دانش، سرمایه اساسی ملت‌ها است و نادانی، عامل اصلی زوال ملت‌ها.

۲. بی‌توجهی به حقوق زنان و دختران، یک بحران بزرگ دیگر:

امروز اکثریت زنان و دختران افغان از حق آموزش، کار، مشارکت مدنی و دیگر حقوق اساسی خود محروم اند. این نه تنها نقض صریح حقوق بشر است، بلکه مانع رشد اقتصادی، توسعه اجتماعی و ساختار صلح پایدار نیز می‌باشد.

۳. آینده‌ی تاریک نسل‌های فردا:

اگر امروز سیاست‌گذاری سالم، آگاهی‌دهی عمومی و اصلاحات بنیادین صورت نگیرد، کودکان ما در همان دایره باطل بی‌سوادی، بیکاری و آینده‌ی مبهم گیر خواهند ماند.
این مسئولیت اخلاقی، ملی و تاریخی ماست که فردای روشن برای آنان تضمین کنیم.

۴. نیاز به اقتصاد، تکنالوژی و اداره‌ی مدرن:

در حالی‌که جهان بر بنیادهای دانش، تکنالوژی و اقتصاد سرمایه‌گذاری می‌کند، ما هنوز زیر سایه‌ی تفنگ، جنگ و افکار پوسیده گذشته قرار داریم.
حفظ وطن از طریق دانش مدرن، نوآوری، توان اطلاعاتی و مدیریت هوشمند ممکن است نه از راه باروت.

۵. فراخوان برای بیداری ملی و تغییر:

ما باید تمرکز خود را از منازعات خارجی به بحران‌های داخلی معطوف کنیم.
اکنون زمان آن رسیده است که ملت، جامعه مدنی، سیاست‌مداران و شرکای جهانی، برای افغانستان یک نقشه راه آموزش‌محور، عدالت‌محور و فراگیر ترسیم نمایند.

درخواست ما:
• دسترسی آزاد و فوری به آموزش برای همه.
• اعاده و تضمین مصون حقوق زنان.
• احیای بنیادهای اقتصادی از راه تکنالوژی نوین.
• بیدارسازی ملت از طریق آگاهی عمومی.
• حمایت فعال جامعه جهانی برای ارزش‌های انسانی و صلح پایدار.

ملت‌ها زمانی می‌میرند که دانش در آن‌ها بمیرد،
و دوباره زنده می‌شوند، آنگاه که عدالت و دانایی در آن‌ها بیدار گردد.

بیایید تاریخ خود را از نو بنویسیم نه با خشونت، بلکه از طریق دانش، عدالت و بیداری.

با حرمت،
پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزی
مدافع آموزش و حقوق بشر

The Awakening Voice of the Afghan Nation Against Ignorance, Gender Inequality, and Economic Decline
Author: Professor Dr. Mustafa Kamal Salarzai

To the honorable people of Afghanistan, international partners, and defenders of human rights,

At a time when global attention is largely focused on strategic geopolitical tensions—such as the escalating conflict between Iran and Israel—the dire situation in our own country has been pushed to the margins of international discourse. And yet, the crisis facing Afghanistan today is no less grave; indeed, it is more existential in nature, for it threatens the very foundations of our national identity and survival.

Afghanistan is currently facing a profound humanitarian, educational, and societal crisis:

1. The Foundational Threat of Ignorance

Nearly half of our population remains deprived of education. This is not merely an educational emergency—it is a political and social threat that undermines national progress, stability, and sovereignty.
Knowledge is the essential wealth of any nation, and ignorance is the primary cause of its collapse.

2. Systemic Neglect of Women’s and Girls’ Rights: A Deepening Crisis

Today, the vast majority of Afghan women and girls are denied access to education, employment, civic participation, and their most fundamental human rights.
This is not only a flagrant violation of universal human rights but also an obstacle to economic development, social progress, and the creation of a sustainable peace.

3. A Dark Future for the Next Generation

If we fail to enact sound policies, raise public awareness, and implement genuine reforms, our children will inherit the same vicious cycle of illiteracy, unemployment, and hopelessness.
It is our moral, national, and historical duty to secure a brighter and more dignified future for them.

4. The Urgent Need for Economic Recovery, Technology, and Modern Governance

While the world invests in knowledge, innovation, and economic infrastructure, we remain trapped beneath the shadow of outdated ideologies, violence, and militarization.
The defense of a nation is achieved not through gunpowder, but through modern knowledge, innovation, information power, and intelligent governance.

5. A Call for National Awakening and Constructive Change

We must shift our focus away from external conflicts and toward resolving our internal crises. The time has come for the nation, civil society, political leaders, and international allies to come together to design an inclusive, education-driven, and justice-oriented roadmap for Afghanistan’s recovery.

Our Demands:
• Unrestricted and immediate access to education for all.
• The full restoration and guaranteed protection of women’s rights.
• Revival of the economic foundations through the application of modern technology.
• A nationwide public awareness campaign to awaken and empower the people.
• Active support from the international community in the pursuit of human dignity and lasting peace.

Nations die when knowledge dies within them.
And they are reborn only when justice and wisdom are awakened.

Let us rewrite the story of our country—not through violence, but through knowledge, justice, and collective awakening.

With respect,
Professor Dr. Mustafa Kamal Salarzai
Analyst for Education and Human Rights

انګلستان په رسمي ډول د سرطان د درملنې داسې injection پیل کړې دي چې ښایي د سرطان ۱۵ بېلابېلو ډولونو ته د درملنې نوی امید ...
14/06/2025

انګلستان په رسمي ډول د سرطان د درملنې داسې injection پیل کړې دي چې ښایي د سرطان ۱۵ بېلابېلو ډولونو ته د درملنې نوی امید ورکړي، چې دا د طب په برخه کې یو تاریخي پرمختګ ګڼل کېږي.

دا یو حیرانوونکی پرمختګ دی چې د طبي علومو په ډګر کې رامنځته شوی: انګلستان یوه نوې درمل معرفي کړې دی چې هغه ددی توان لري چی د سرطان ۱۵ مختلف ډولونه درملنه وکړي. دا انقلابي درملنه د سرطان دتداوی پر وړاندې په مبارزه کې یو لوی پرمختګ ګڼل کېږي او د نړۍ میلیونونه ناروغانو ته یې د ژوند نوی امید ورکړی دی.

یاد درمل داسې جوړ شوې دي چې پر بېلابېلو ډولونو د سرطان اغېز وکړي، او د نوې ټکنالوژۍ له لارې د سرطان حجرې وپېژني او له منځه‌یې ویسی. پر یوه ځانګړي ډول دسرطان تمرکز کولو پر ځای، دا درمل د مختلفو تومورونو پر وړاندې کار کوي، چې دا یې د هغو ناروغانو لپاره یو مهم بدلون ګرځیدی چې له څو ډولونو سرطانونو سره مخ دي.

دا نوې درملنه د کلونو کلينيکي ازموینو او پراخې څېړنې پایله ده. دا طریقه پرمختللې معافیتي درملنه (immunotherapy) ده تر څو د بدن معافیتي سیستم ته توان ورکړي چې سرطانی حجرې وپېژني او پر ضد یې مبارزه وکړي. له دودیزو درملنو سره چې زیات جانبي عوارض لري، توپير یې دا دی چې دا درملنه هڅه کوي یوازې د سرطان حجرې له منځه یوسي او نورې سالمې حجرې خوندي پاتې کړي.

د هغو ناروغانو لپاره چې د درملنې محدود امکانات لري، دا درمل یو نوی امید دی. دا چې یو درمل یا یوه پیچکاری وکولای شي څو ډوله سرطانونه تداوی کړی، همدا درمل کولی شي د سرطان د درملنې طریقه په بشپړه ډول بدله کړي – دا طریقه به هم اغېزمنه وي او هم لږ جانبي عوارض به ولري.

په دې پرمختګ سره، انګلستان دطب په برخه کی د نړۍ لپاره یو نوې لاره پرانستې ده او ښيي چې د سرطان د ماتولو او تداوی په لاره کې انسانیت څومره پرمختګ کړی دی. دا یو له هغو پرمختګونو څخه دی چې راتلونکی به د سرطان د درملنې لپاره روښانه کړي

په درناوی
پروفیسور ډاکټر مصطفی کمال سالارزی
د ځیګر د پیوند او جراحي انکولوژۍ (سرطان پیژندنې) پروفیسور

انگلستان به طور رسمی تزریق جدیدی برای درمان سرطان آغاز کرده است که ممکن است امید تازه‌ای برای درمان ۱۵ نوع مختلف سرطان فراهم کند؛ این یک پیشرفت تاریخی در عرصهٔ طبابت محسوب می‌شود.

این یک پیشرفت شگفت‌انگیز در عرصهٔ علوم طبی است: انگلستان داروی جدیدی را معرفی کرده است که توانایی درمان ۱۵ نوع مختلف از سرطان را دارد. این درمان انقلابی، گام بزرگی در مبارزه با سرطان به شمار می‌رود و به میلیون‌ها بیمار در سراسر جهان امید تازه‌ای برای زندگی داده است.

این دارو به گونه‌ای طراحی شده که بر انواع مختلف سرطان تأثیر بگذارد و از طریق تکنولوژی پیشرفته، سلول‌های سرطانی را شناسایی کرده و از بین ببرد. به جای تمرکز بر یک نوع خاص سرطان، این دارو در برابر انواع مختلف تومورها مؤثر است و این برای بیمارانی که همزمان با چندین نوع سرطان مواجه هستند، یک تغییر مهم و امیدبخش به شمار می‌رود.

این درمان نتیجهٔ سال‌ها تحقیق و آزمایش‌های کلینیکی گسترده است. این شیوه، نوعی پیشرفته از ایمن‌درمانی (Immunotherapy) است که سیستم ایمنی بدن را قادر می‌سازد تا سلول‌های سرطانی را تشخیص داده و با آن‌ها مبارزه کند. تفاوت این روش با درمان‌های سنتی که اغلب عوارض جانبی شدید دارند در این است که این دارو تلاش می‌کند فقط سلول‌های سرطانی را هدف قرار دهد و سلول‌های سالم را حفظ نماید.

برای بیمارانی که گزینه‌های درمانی محدودی دارند، این دارو امیدی نوین است. اینکه یک دارو یا تزریق بتواند انواع مختلف سرطان را درمان کند، ممکن است شیوهٔ درمان سرطان را به طور کامل متحول سازد – این روش هم مؤثر خواهد بود و هم دارای عوارض جانبی کمتر.

با این پیشرفت، انگلستان راه تازه‌ای را در عرصهٔ طبابت برای جهان گشوده است و نشان می‌دهد که بشریت تا چه اندازه در مسیر شکست و درمان سرطان پیش رفته است. این از جمله پیشرفت‌هایی است که آینده‌ای روشن برای درمان سرطان رقم خواهد زد.

با احترام،

پروفسور داکتر مصطفی کمال سالارزی
پروفسور پیوند جگر و انکولوژی جراحی

The United Kingdom has officially introduced a groundbreaking cancer treatment injection that may offer new hope for treating 15 different types of cancer — a historic advancement in the field of medicine.

This is a remarkable breakthrough in the realm of medical science: the UK has introduced a new drug capable of treating 15 distinct types of cancer. This revolutionary treatment marks a significant step forward in the fight against cancer and has given renewed hope to millions of patients around the world.

The drug is designed to target various forms of cancer and uses advanced technology to identify and eliminate cancerous cells. Instead of focusing on just one type of cancer, this treatment works against multiple tumors, making it a crucial innovation for patients battling multiple forms of cancer at once.

This new therapy is the result of years of clinical trials and extensive research. It is an advanced form of immunotherapy that empowers the body’s immune system to recognize and combat cancer cells. Unlike traditional treatments, which often come with severe side effects, this approach aims to specifically target cancer cells while preserving healthy ones.

For patients with limited treatment options, this drug represents a new beacon of hope. The ability of a single injection or therapy to treat multiple cancer types could entirely transform how cancer is managed—offering an approach that is both highly effective and significantly less harmful.

With this achievement, the United Kingdom has opened a new path in global medical science, demonstrating how far humanity has come in its efforts to defeat cancer. This is one of the groundbreaking advancements that may shape a brighter future for cancer treatment.

With respect,
Professor Dr. Mustafa Kamal Salarzai
Professor of Liver Transplant & Surgical Oncology

د بدخشان د ښځینه استادانو اخراج د علم د وژنې یوه سړه کودتاپه پښتو او دری ژبو چمتو شوی متن:پروفسور ډاکتر مصطفی کمال سلارز...
14/06/2025

د بدخشان د ښځینه استادانو اخراج د علم د وژنې یوه سړه کودتا

په پښتو او دری ژبو چمتو شوی متن:
پروفسور ډاکتر مصطفی کمال سلارزی
(د افغان ښځو د تعلیم، عدالت او بشر حقونو پیاوړی مدافع)

نېټه: ۱۴ جون ۲۰۲۵

۱. پېښه: د ښځینه استادانو ناڅاپی اخراج

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت، بدخشان، کې د ښځینه استادانو یو شمېر له خپلو دندو څخه اخراج شول. دا پریکړه، چې پرته له هر ډول قانوني وضاحت، عدلي اصولو یا مسلکي ارزونې ترسره شوې، د هغو ښځینه استادانو په وړاندې یو واضح سیستماتیک تبعیض دی، چې له کلونو راهیسې‌یې د لوړو زده‌کړو، علمي څېړنو او ټولنیز خدمت په ډګر کې رښتینې مبارزه کړې ده.

۲. د ژوند مبارزه یوه شېبه کې ړنګه شوه

یوه ۲۹ کلنه استاده چې په بدخشان پوهنتون کې‌یې تدریس کاوه، داسې وایي:

کله چې راته وویل ستا نوم هم په لیست کې دی، اول مې فکر وکړ ټوکه ده. خو چې لیست‌یې راولیږه، سلګونه فکري انځورونه زما په ذهن کې راوګرځېدل،د کلونو زحمت، د علم لپاره مینه، او د ټولنې لپاره هیله ټول یو ځل له منځه لاړل.

دغه خبرې، یوازې د یوې مېرمنې نه دي، بلکې د زرګونو هغو افغانو ښځو کیسه ده چې د علم او عدالت لپاره‌یې مبارزه کړې ده، او اوس د یو استبدادي نظام ددغه ډول پالیسو قربانیانې دي.

۳. د دې کړنې سیاسي او انساني تحلیل

د بدخشان ښځینه استادانو اخراج، په ظاهر کې یو “اداري” عمل ښکاري، خو په حقیقت کې دا یو ژور سیاسي، فرهنګي او انساني برید دی:
• سیاسي لحاظ: دا یو هدفمند حرکت دی، چې موخه‌یې د ښځو له ټولنیز، تعلیمي او فکري مشارکته ایستل دي.
• انساني لحاظ: دا د بشر اساسي حقونو، د بیان، تعلیم، او کار حق ښکاره نقض دی.
• فرهنګي لحاظ: دا د افغان ټولنې د علم‌دوست تاریخ او ارزښتونو سره یو ستر خیانت دی.

۴. عواقب: د ملت د فکري وژنې دوام

د ښځینه استادانو اخراج به لنډمهاله سياسي ثبات نه، بلکې اوږدمهاله فکري او جنګی افکار به وزېږوي. دا اقدامات:
• د نجونو د تعلیم مخه نیسي.
• د پوهنتونونو علمي معیارونه له منځه وړي.
• د ملت نیم نفوس (ښځې) د ټولنیز انزوا خوا ته وړي.
• نړیوال اعتماد نور هم له افغانستانه اخلي.

که دا بهیر همداسې دوام ومومي، افغانستان به د علم له نړیوال بهیر څخه ویستل شی، او د ناپوهۍ کندې ته به یی سم کړی.

۵. غوښتنه: ژر تر ژره دی دغه پرېکړې لغوه، او عدالت دی تامین شی

زه، پروفسور ډاکټر مصطفی کمال سلارزی، د افغانستان د ښځو، تعلیم او بشر حقونو یو مدافع، له ملي او نړیوالو بنسټونو، د افغانستان له کورنیو واکمنو، اسلامي او انساني ضمیرونو نه دا غوښتنه کوم:
• د بدخشان ښځینه استادانو اخراج دې ژر تر ژره لغوه شي.
• د ټولو مستعدو ښځو ته دې بېرته خپل حق ورکړل شي.
• تعلیم دې د جنس پر اساس نه بلکې د استعداد پر اساس سنجول کېږي.
• نړیوال بنسټونه دې خپل فشارونه د دې ډول ظالمانه پالیسو د بندېدو لپاره زیات کړي.

د علم وژنه، د ملت وژنه ده

افغانستان د علم په تنده ژوندی پاتې شوی. که د دغه ملت د ښځو قلم مات شي، د ټول ولس اروا به زخمي وي. دا هېواد باید د تیارو له سیوري نه، د روڼ سبا پر لور لاړ شي. علم، ښځه او عدالت د یوه ملت درې پښې دي؛ که یوه پرې شي، ملت ړنګېږي.

په درناوی
پروفسور ډاکټر مصطفی کمال سلارزی
(بشري، تعلیمي او ټولنیز فعال)

کودتای خاموش برای حذف زنان از علم
اخراج استادان زن در بدخشان، یک حمله سیستماتیک علیه دانش

تهیه‌کننده:
پروفسور داکتر مصطفی کمال سلارزی
(مدافع برجسته حقوق زنان، عدالت و آموزش در افغانستان)

تاریخ: ۱۴ جون ۲۰۲۵

۱. رویداد: اخراج ناگهانی استادان زن

در روزهای اخیر، شماری از استادان زن از دانشگاه بدخشان در شمال‌شرق افغانستان بدون هیچ‌گونه توضیح قانونی، ارزیابی مسلکی یا رعایت اصول اداری از وظایف‌شان برکنار شدند. این تصمیم، یک تبعیض سیستماتیک و آشکار علیه زنانی است که سال‌ها در عرصهٔ تحصیلات عالی، تحقیق علمی و خدمت اجتماعی با صداقت تلاش کرده‌اند.

۲. فروپاشی یک عمر مبارزه در یک لحظه

یکی از استادان زن که ۲۹ سال سن دارد و در دانشگاه بدخشان تدریس می‌کرد، چنین می‌گوید:

«وقتی به من گفتند که نامت در لیست است، ابتدا فکر کردم شوخی می‌کنند. اما وقتی لیست را دیدم، صدها تصویر ذهنی از سال‌های تلاش، عشق به دانش و امید به آیندهٔ جامعه از ذهنم گذشتند. همه‌چیز در یک لحظه نابود شد.»

این سخنان، تنها روایت یک زن نیست، بلکه داستان هزاران زن افغان است که برای علم و عدالت مبارزه کرده‌اند، و اکنون قربانی سیاست‌های سرکوبگرانه و تبعیض‌آمیز یک نظام مستبد شده‌اند.

۳. تحلیل سیاسی و انسانی این اقدام

اخراج استادان زن در بدخشان، در ظاهر یک اقدام اداری است، اما در حقیقت یک حملهٔ عمیق سیاسی، فرهنگی و انسانی محسوب می‌شود:
• از دید سیاسی: این اقدام یک حرکت هدفمند برای حذف زنان از مشارکت فکری، اجتماعی و آموزشی است.
• از دید انسانی: این نقض آشکار حقوق بنیادین بشر، از جمله حق آموزش، آزادی بیان و حق کار است.
• از دید فرهنگی: این خیانت بزرگی به تاریخ و ارزش‌های علم‌دوست جامعهٔ افغانستان است.

۴. پیامدها: تداوم قتل فکری ملت

اخراج استادان زن نه‌تنها به ثبات سیاسی کوتاه‌مدت نمی‌انجامد، بلکه پیامدهای فکری و افراط‌گرایانه در درازمدت تولید می‌کند. این‌گونه اقدامات:
• مانع آموزش دختران می‌شود؛
• معیارهای علمی دانشگاه‌ها را پایین می‌آورد؛
• نیمی از جمعیت (زنان) را به انزوا سوق می‌دهد؛
• اعتماد جهانی را نسبت به افغانستان بیشتر تضعیف می‌کند.

اگر این روند ادامه یابد، افغانستان از مسیر جهانی دانش کنار زده خواهد شد و به سوی تاریکی جهل کشانیده خواهد شد.

۵. درخواست: لغو فوری این تصمیم و تأمین عدالت

من، پروفسور داکتر مصطفی کمال سلارزی، به‌عنوان یک مدافع آموزش، عدالت و حقوق بشر زنان افغانستان، از نهادهای داخلی و بین‌المللی، از حاکمان کشور، و از وجدان‌های اسلامی و انسانی تقاضا دارم که:
• حکم اخراج استادان زن بدخشان فوراً لغو گردد؛
• حقوق همه زنان شایسته و مستعد بازگردانده شود؛
• سنجش علمی بر اساس استعداد، نه جنسیت، انجام شود؛
• نهادهای بین‌المللی فشارهای‌شان را برای توقف این‌گونه سیاست‌های ظالمانه افزایش دهند.

قتل دانش، قتل ملت است

افغانستان با تشنگی علم زنده مانده است. اگر قلم زنان این ملت شکسته شود، روان تمام ملت زخمی خواهد شد. این کشور باید از سایهٔ تاریکی به سوی فردای روشن گام بردارد. دانش، زن و عدالت سه ستون اصلی یک ملت‌اند؛ اگر یکی فرو ریزد، تمام ملت از هم خواهد پاشید.

با احترام،
پروفسور داکتر مصطفی کمال سلارزی
(فعال حقوق بشر، آموزش و جامعه)
بنیان‌گذار آموزش آنلاین برای دختران افغان

A Silent Coup Against Knowledge:
The Dismissal of Female Professors in Badakhshan

Prepared by:
Professor Dr. Mustafa Kamal Salarzai
(Prominent analyst for Afghan Women’s Education, Justice, and Human Rights)

Date: June 14, 2025

1. The Incident: Sudden Dismissal of Female Professors

In recent days, several female professors in Badakhshan province in northeastern Afghanistan were abruptly dismissed from their positions. This decision, made without any legal explanation, due process, or professional evaluation, is a clear act of systemic discrimination against women who have dedicated years to higher education, academic research, and social service.

2. A Lifetime of Struggle Destroyed in a Moment

A 29-year-old female professor who taught at Badakhshan University shared her experience:

“When I was told my name is on the list, I thought it was a joke. But when they sent me the list, hundreds of images rushed through my mind — years of hard work, love for knowledge, and hope for the future of our society. All of it vanished in a moment.”

These are not the words of just one woman, but the collective voice of thousands of Afghan women who have fought for education and justice — and who are now victims of an authoritarian regime’s oppressive policies.

3. Political and Human Analysis of the Action

The dismissal of female professors in Badakhshan might appear to be an “administrative” act, but in reality, it is a deep political, cultural, and humanitarian assault:
• Political Perspective: This is a targeted move to exclude women from intellectual, educational, and social participation.
• Human Rights Perspective: It is a blatant violation of fundamental human rights — including the rights to education, freedom of expression, and employment.
• Cultural Perspective: It is a betrayal of Afghanistan’s historical and cultural values that cherish knowledge and learning.

4. Consequences: Continuation of Intellectual Suppression

Such dismissals will not bring short-term political stability but will lead to long-term intellectual decline and potentially breed extremist ideologies. These actions:
• Obstruct girls’ access to education
• Undermine academic standards in universities
• Push half the nation (women) into social isolation
• Further erode international trust in Afghanistan

If this trend continues, Afghanistan risks being isolated from the global academic community and dragged deeper into the darkness of ignorance.

5. Demand: Immediate Reversal of the Decision and Restoration of Justice

I, Professor Dr. Mustafa Kamal Salarzai, a dedicated analyst for Afghan women, education, and human rights, call upon national and international institutions, Afghan authorities, and all Islamic and human consciences:
• Immediately revoke the dismissal of the female professors in Badakhshan
• Reinstate all qualified and deserving women to their rightful positions
• Ensure educational merit is based on ability, not gender
• Increase international pressure to halt such oppressive policies

The Killing of Knowledge is the Killing of a Nation

Afghanistan has survived through its thirst for knowledge. If the pens of its women are broken, the spirit of the nation will be wounded. This country must emerge from the shadows of darkness toward a brighter tomorrow. Knowledge, women, and justice are the three pillars of a nation — if one falls, the entire nation collapses.

With respect,
Professor Dr. Mustafa Kamal Salarzai
(Humanitarian, Educational, and Social Activist)
Founder of Online Education for Afghan Girls

Address

Kabul

Telephone

+93700062208

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي:

Share