Hekmatullah Nazari

Hekmatullah Nazari Only Business Vibes & Growth!

د یو اففان ځوان کیسه!څنګه یې د ایران له مزدورۍ ځان خلاص او  آنلاین فریلانسنګ پیل کړۍ؟ یاد ځوان خپله کیسه داسې پيلوي:زه ل...
28/05/2025

د یو اففان ځوان کیسه!
څنګه یې د ایران له مزدورۍ ځان خلاص او آنلاین فریلانسنګ پیل کړۍ؟

یاد ځوان خپله کیسه داسې پيلوي:

زه له افغانستانه یوازې له یوه پنډوکي او ۵۰۰۰ افغانیو سره راووتلم، نن ورځ انلاین عواید لرم، خپلې کورنۍ ته پیسې استوم او هو دا زما کیسه ده.

زما پلار د یو کمپنۍ سره د کارکوونکي په توګه ۱۵ کاله دنده ترسره کړه او په پایله کې د ذهني ناروغۍ وروسته بېکاره شو، زه د کور یوازینۍ نفقه راوړونکی شوم. موږ هر څه له لاسه ورکړل، خو امید مې لا ژوندی و. په هېواد د ننه له ډیرو هلو ځلو سره سره بیاهم ونه توانیدم چې ځانته دنده پیدا کړم او مجبور شوم له هېواده بهر ایران ته مسافر شم. هلته مې سخت کارونه وکړل – خښتې مې جوړولې، سرکونه مې پاک کړي، او په فابریکو کې مې شپې او ورځې تیرې کړې. خو پوهېدم، دا موقتي ده او روښانه ورځې راتلونکې دي.

یو شپه په انټرنیټ کې له یوې ویډیو سره مخ شوم:

څنګه فریلانسر شئ؟

زه حیران شوم، او پرې مې‌ هېڅ باور نه راتله چې زه به کله هم آنلاین او په دومره آسانۍ سره پیسې ګټم. خو زړه مې وویل: اجمله، شاید همدا د بریا او له دې ستونزو د تېښتې لار وي! ما یو زوړ سامسنګ موبایل درلود، انټرنیټ به مې د کافی‌شاپ نه نیوه، او د یو ایرانی ملګري نه مې لږ انگلیسي هم زده کړې وه.

ما د ګرافیک ډیزاین یو وړیا کورس په YouTube کې پیل کړاو له Canva، Fiverr، او Upwork. سره مې هم ځان بلد کړ او په پایور او ایپورک کې مې خپل پروفایل مې جوړ کړ. ۳ میاشتي وروسته، زما لومړی کار راغی: د یو بهرني کس لپاره د یو ساده لوگو جوړول وو – ۸ ډالر. هغه شپه مې خوب ونه کړ. دا یوازې پیسې نه وې، دا باور وو چې زما اراده یې لا غښتلې کړه چې زه هم کولی شم. وروسته لږ لږ کارونه زیات شول. ځینې وختونه هیڅ نه و، خو نه تسلیمېدم. ما خپل مهارتونه لوړ کړل، Social Media Post Design او CV Writing مې هم زده کړل. نن زه له ایران نه د Fiverr او Upwork له لارې کار کوم.

زما اوسط میاشتنی عواید: ۵۰۰ - ۷۰۰ دالر دی. زه د کور کرایه ورکوم، وروڼه او خویندې مې ښوونځي ته ځي، او مور ته مې هره میاشت پیسې استوم.

زما پیغام تاسو ته:

زما په څېر زرګونه افغان ځوانان شته چې له ګڼو ستونزو سره بیا هم مبارزه کوي. که زه کولی شم، تاسې یې هم کولی شئ.
- مهارت زده کړئ.
- انټرنیټ د هسې بې ځایه او بې ګټې استعمال پرځای د ګټې او عاید جوړولو لپاره وکاروی او د خپل ژوند ډول ته بدلون ورکړئ.
- یوه میاشت په وړیا کورسونو ولګوئ – دا به ستاسو راتلونکی بدل کړي.

که تاسو هم غواړۍ د ژوند ډول ته په مثبت ډول بدلون ورکړئ، او یا غواړئ پیل یې کړئ، نو لاندې په کمنټ کې خپل نظرونه غوښتنې او تجربې راسره شریکې کړئ.

دا پوسټ له خپلو ملګرو سره شریک کړئ چې له نا امېدۍ سره ژوند کوي. شاید دا کیسه ورته نوی ژوند ورکړي.

#کاروبار #افغانستان #نظري #اقتصاد #اړیکې

د پیسو څلور کونجونه – ستاسو د مالي راتلونکي لپاره یو مهم درس!په مالي نړۍ کې د پیسو څلور کونجونه یو مهم بحث دی چې په هکله...
20/05/2025

د پیسو څلور کونجونه – ستاسو د مالي راتلونکي لپاره یو مهم درس!

په مالي نړۍ کې د پیسو څلور کونجونه یو مهم بحث دی چې په هکله یې پوهیدل او له یاد فورمول څخه مناسبه ګټه اخیستنه او د څلور کونجونو د مناسب تناسب برابرول ستاسو د باثباته مالي راتلونکې لپاره خورا اړین دي. . دا هغه څلور سرچینې دي چې له هغه ځایه خلک پیسې ترلاسه کوي. که تاسو غواړئ شتمن شئ او یو باثباته مالي ژوند ولرئ، نو باید له دې څلورو سرچینو سره بلدتیا ولرئ او ګټه ترې واخلئ.

لومړی : دنده (Employment)
دا هغه پیسې دي چې تاسو یې د کار یا خدمت له لارې ترلاسه کوئ، لکه: معاش، ورځنۍ مزدوري، یا د خدماتو فیس. دا عاید تر ټولو عام دی، خو وخت او انرژي غواړي. که کار ونه کړئ، عاید بندېږي. دا هغه کونج دی چې د نړی ګڼ شمیر فقیر او یا هم د فقر څخه یو قدم لرې وګړي پکې ژوند کوي.

دوهم: پانګونه (Investments)
دا پیسې له پانګونې راځي، لکه :د سهمونو (stocks) ګټه، د بانډونو عواید، په کریپتو کرنسي یا فارکس کې پانګونه، یاهم په املاکو او یا سرو زرو کې پانګونه. دا ډول عاید اکثراً غیر فعاله وي او شتمني ورو ورو زیاتوي. که تاسو دنده لری، نو هڅه وکړئ تر یوې کچې سپما وکړی او بیا سپما شوی پیسې په غوره او داسې پانګونه ولګوی چې په هکله یې پوره مالومات او مهارت لری. په پانګونه کې تر ټولو اړین د خطراتو سنجول او مدیریت کول دی.

دریم : فریلانسنګ (Freelancing)
دا د عاید هغه ډول دی چې تاسو په آزاد ډول د خپلو مهارتونو څخه په ګټه اخیستنې کار کوی او پیسې ګټئ، دلته تاسو اړ نه یاست لکه د دندې د یو آمر تر لاس او واک لاندې کار وکړی بلکې د خپل اختیار درلودونکي‌یاست، چې څنګه چیرته او له چاسره کار وکړۍ، د دې برخې عاید ترلاسه کولو لپاره د نویو او هغو مهارتونو زده کړه چې په مارکیت کې ورته اړتیا ده بیخي‌ ضرور ده. اوس مهال د فریلانسنګ په نړۍ کې د ګرافیک ډیزاین، وبسایت جوړونې، دیجیتال مارکیتینګ، اکونتینګ او همدارنکه د ډیتا یا مالوماتو تحلیل او ارزونه خورا زیاد عاید او کاروبار لري، هڅه وکړۍ له دې مهارتونو یو په سمه توګه زده او بیا ترینه په آنلاین بڼه عاید ترلاسه کړئ.

څلورم: د کاروبار عاید (Business Income)
دا پیسې د خپل کاروبار له لارې ترلاسه کېږي. که تاسو یو دوکان، ښوونځی، یا آنلاین خدمات لرئ، دا به ستاسو د عاید یوه مهمه سرچینه وي. دا عاید کېدای شي فعاله یا غیر فعاله وي، خو ښه مدیریت کول یې مهم دي. ځکه دا عاید ستاسو د مالي‌ بریا لپاره بنسټیز دی او په عامه ژبه تاسو له اوبو ایستلی شي.

څنګه له دې څخه ګټه واخلئ؟
1. یوازې پر یو عاید تکیه مه کوئ – هڅه وکړئ لږ تر لږه 2 یا 3 سرچینې ولرئ.
2. پانګونه زده کړئ – د لږو پیسو سره هم پانګونه پیل کیدای شي.
3. یو کوچنی کاروبار پیل کړئ – که څه هم کوچنی وي، خو وخت سره به پراخ شي.
4. غیر فعاله عاید جوړ کړئ – کور کرایه، یو انلاین کورس، یا یو کتاب لیکل هم د عاید ښه سرچینې دي.
5. خپل مهارتونه لوړ کړئ – ښه مهارتونه تاسو ته لوړه تنخوا یا د خپل کاروبار چانس درکوي.

په یاد ولرئ: شتمني یوازې د سخت کار کولو سره نه، بلکې د هوښیار کار کولو سره رامنځته کېږي.

لیکنه: حکمت الله نظري
#نظري #افغانستان #اقتصاد #کاروبار #اړیکې

ستاسې ځینې مهمې د کاروبار اړوند پوښتنې به دلته ځوابوم، تر څو نورو ملګرو سره هم مرسته وکړي.علیکم سلام ورحمت الله!د کاروبا...
05/05/2025

ستاسې ځینې مهمې د کاروبار اړوند پوښتنې به دلته ځوابوم، تر څو نورو ملګرو سره هم مرسته وکړي.

علیکم سلام ورحمت الله!

د کاروبار پیل او د کاروباري نظریې ټاکل ستاسو تر صلاحیتونو او مهارتونو پورې محدوده خبر ده،
که چېرې غواړې د خپلې دندې تر څنګ ځانته د عایداتو یوه بله لاره راخلاصه کړې، نو ته اړ یې لومړی له خپل ځان لاندې پوښتنې وپوښتې:

١. زه کوم داسې عام مهارتونه لرم؟
٢. زه کوم داسې خاص مهارتونه او وړتیاوې لرم، چې زه یې له نورو هغو بېل کړی یم؟
٣. زه کومه داسې وړتیا او مهارت لرم چې په کاري مارکیټ کې ورته اړتیا ده او زه یې خرڅولی شم؟
٤. زه کومو نورو داسې مهارتونو ته اړتیا لرم چې کولای شم پرې په آنلاین توګه پیسې وګټم؟
٥. د آنلاین (دیجیتل) دنیا سره څومره بلد یم؟
٦. د کاروبار (بېزنس) پیلول ولې غواړم؟
٧. د کاروبار (بېزنس) پیلولو لپاره څومره متعهد یم؟
٨. د کاروبار (بېزنس) لپاره څومره مالي بودیجې ته اړتیا لرم؟
٩. د کاروبار پیلولو لپاره کومې ستونزې او فرصتونه راته مخ دي؟
١٠. د کاروبار (بېزنس) پیلولو لپاره څومره خطر منلو ته چمتو یم؟

وروسته له دې چې یادې پوښتنې مو ځواب کړې، نو بیا تاسې کولای شئ یو کاروبار پیل کړئ، ځکه تر هر څه د مخه د ځان پېژندل اړین دي.
اوس تاسې کولای شئ د خپل مهارتونو په رڼا کې تصمیم ونیسئ او یو ګټور کاروبار پیل کړئ.
که چېرې تاسې دنده نشئ پرېښودای؛ نو د دندې تر څنګ تر هغه وخته چې د خپل شخصي کاروبار په ګټه نه یاست مطمین شوې، کولای شئ په فارغ وخت کې له کوره د انټرنټ او ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې ځیني آنلاین کارونه ترسره کړئ.

د بېلګې په توګه:
که ته کوم خاص مهارت لکه ګرافیک ډیزاین، وب سایټ جوړونه، دیجیتل مارکیټینګ، محاسبې (اکونټینګ)، بلاګینګ لرئ، نو کولای شئ د آزاد کاروبار په توګه هغه په آنلاین ډول په خلکو وپلورئ، ددې لپاره ځيني اپلیکشنونه لکه (Fiever, upwork,freelanc.com) او داسې نور شته چې کولای شي تاسې سره مرسته وکړي تر څو د عاید یوه بله لار پرانیزئ.

که په کريپټو کرنسۍ، سټاک مارکیټ، آمازون، افلیت مارکیټینګ، نیټورک مارکیټینګ او یا هم بلاګینګ کې مسلکي یاست؛ نو کېدلای شي په یادو برخو کې کار وکړئ او پیسې وګټئ.

خو که چيرې داسې کس یاست چې پورته یوه برخه کې هم مهارت نلرئ؛ نو لومړی هڅه وکړئ یاد مهارتونه زده کړئ، ځکه تر ټولو غوره پانګونه په ځان پانګونه ده؛ اوس که چېرې داسې کس یاست چې زده کړې نلرئ او یا هم نشئ کولای نوی مسلک یا مهارت زده کړئ؛ نو غوره ده تاسې ځینې کوچني ساده کاروبارونه پیل کړئ، د بېلګې په توګه:
په یو مناسب موقیعت کې داسې یو تولید په نښه کړئ چې خلک ورته صرورت لري او د خلکو ستونزې پرې حل کیږي، همدا تولید له بلې ساحې څخه په ټيټه بیه واخلې او په مناسبې ګټې سره یې په خپله نښه شوې ساحه کې وپلورئ.
په یو وړوکي دوکان، درملتون، رستورانت یا هم مارکيټ کې له یو ډاډمن او مومن کاروباري شریک سره په ګډه کاروبار پیل کړئ.

په پاي کې بیاهم وایم، ښايي د کاروبار پیل درته ناشونی ښکاره شي؛ خو که چېرې دې پیل کړ نو نه تنها چې د مالي پلوه به دې خپل ځان ډاډمن کړئ وي، بلکې ټولنې او هېواد ته به دې هم خیر ورسیږي.

آیا تاسو زما دا کتاب لوستئ؟ هر هغه څوک چې په افغانستان د ننه د کاروبار پیل کولو هوډ لري، لپاره یوه غوره لارښود دی.د کارو...
03/05/2025

آیا تاسو زما دا کتاب لوستئ؟ هر هغه څوک چې په افغانستان د ننه د کاروبار پیل کولو هوډ لري، لپاره یوه غوره لارښود دی.

د کاروبار پیل کتاب له یوې څنډې!

څنګه کولای شو یو نامتو سوداګر شو؟

ښایي تاسو هم خپل ژوند کې ډېری شمیر نامتو او بریالي کسان لیدلي او یا هم په اړه يې اوریدلي وي. ښایي ځینې کسان تاسو لپاره خورا بریالي او آیډیال کسان ګرځیدلي وي. دا کسان ښايي په ځینو خاصو برخو کې بریالي اوپه هماغه خاصه برخه کې یې ځان د بریالي او نامتو کس تر بریده رسولای وي. همدارنګه په کاروباري نړۍ کې هم ګن شمیر بریالي او نامتو سوداګر شته؛ چې په ټولنه او نړۍ کې یې خپل نوم د خلکو تر ژبو رسولای دي.
په معمول ډول بریا هغه وخت ترلاسه کېږي؛ کله چې په پوره مانا سمبال او هر اړخیزه آزادي او واک شتون ولري. د خوند خبره خو دا ده؛ چې شخصي کاروبار تاسو ته د آزادۍ او ځواکمنتیا حس او واک درکوي، په دې سره کولای شئ چې خپل د خوښې کاروبار پیل او د پرمختګ ننداره یې وکړئ. بریالي کاروباريان د خپلو فکرونو، هیلو او کاروباري انګیزو لپاره کولای شي آزادانه تصمیم نیونه وکړي او خپل خوبونه په ریښتیا بدل کړی.
بریالي کسان هېڅکله هم له بریا، پوهې، تدبر او شهرت سره نه دي زیږیدلي؛ بلکې د بریا او شهرت لپاره يې دوامداره مبارزه او نه ستړې کېدونکې هڅې ترسره کړې او د همدغو هڅو په پایله کې نن بریالي کسان او د نورو کسانو لپاره آیډیال دي.
که چیرې تاسو هم غواړئ یو بریالی او نامتو سوداګر شئ او د خپل ځان ورهاخوا د خپلې کورنۍ، ټولنې او نړۍ لپاره نامتو او آیډیال کس وګرځئ؛ نو دا ناشونې نه ده. دا چې تاسو د دې لیکنې په لوستلو پیل وکړ او دا چې (څنګه کولای شو یو نامتو سوداګر شو؟) پوښتنې جذب کړئ، دا په دې مانا چې تاسو د دې هوډ او وړتیا لری ترڅو یو نامتو سوداګر او په خپل ژوند کې د نړۍ لپاره یو بریالی او آیډیال کس شی، او دا په ریښتیا هم ستاسو لپاره غوره پیل دی.
دا چې هر څه یو خاص سیستم، اساساتو او اصولو ته اړتیا لري؛ همدارنګه اړیو د غوره سوداګر جوړیدو لپاره لاندې ټکې، اصول او اساسات په ځان کې تر روزلو وروسته عملا پلي کړو:

 د قوي ارادې درلودل
د سوداګرۍ او کاروبار نړۍ ته ننوتل او پکې مخ پر وړاندې تلل له ګڼ شمیر ستونزو او خنډونو سره مل مزل دی. که چیرې غواړۍ سوداګرۍ نړۍ ته د ننه شئ؛ نو اړیاست خپل ټول ځواک راټول او د ستونزو پر وړاندې ترې ګټه پورته کړئ. یو بریالی سوداګر تل د قوي ارادې درلودونکی وي. قوي اراده یعنې کله چې ټوله نړۍ ستاسو پر وړاندې خنډ شي او تاسو ته د ماتې او تسلیمېدلو خبرې کوي؛ خو تاسو خپل مزل او ګامونه له پخوا هم ځواکمن او ګړندي کړئ.

 د پراخې حوصلې درلودل
د یو بریالي سوداګر جوړیدو لپاره اړیاست د ټنبلۍ او آرام ژوند څخه لاس واخلئ. اړیاست د خپلو کاروباري موخو ترلاسه کولو په موخه هره ورځ په ساعتونو، ساعتونو کار وکړئ. اړیاست د ګڼ شمیر ننګونو لپاره پوره چمتووالی ولرئ او د خپلې بریا او کاروبار لپاره مو اوسنۍ آرامتیا او سهولتونه قرباني کړئ.

 خطرونه ومنئ
د معمول سره سم هر څوک کوښښ کوي له ستونزو او خطرونو لري واوسي. خو د یو بریالي سوداګر جوړیدو لپاره اړیاست ګڼ شمیر خطرونو ته غاړه کېږدئ. په یاد ولرئ خطرونه او ستونزې تل نوي فرصتونه زیږوي. د علمي اړخه هم د اقتصاد په علم کې یو اصل دا بیانوي؛ چې ډېر خطر منل، ډېره ګټه هم راوړي خو تر ټولو اړینه دا چې؛ هڅه وکړئ پر دې ځان پوه او مطمئن کړئ کوم کار ته چې تاسو د خطر منلو هوډ کړئ، آیا دا په ريښتیا هم تاسو لپاره او ستاسو بریا لپاره خورا اړین دی او که نه؟.

 په ځان د باور درلودل
که چیرې تاسو خپله په خپل ځان باور نه لری؛ نو له بل چا به څه تمه لری. د یو بریالي سوداګر جوړیدو لپاره اړیاست ځان په دې پوه او مطمئن کړئ چې تاسو د غوره کارونو کولو تر ټولو ښه وړتیا لری او دا چې کولای شئ هرڅه تر بل هر چا ښه مدیریت، کنټرول او ترسره کړئ. ستاسو باور پر خپل ځان ستاسو د غوره والي او ځواکمنتیا ریښتینې هېنداره ده او ستاسو بریا تضمیني کوي. په یاد ولری؛ خلک تل د هغو رهبرانو پلوي کوي؛ کوم چې تل پر خپل ځان باوري او غښتلي ښکاري.

 وېره مو ورکه کړئ
وېره د ګڼ شمیر فعالیتونو د دریدلو او ختمولو پیلامه ده. یو بریالی سوداګر تل په اړینو او جدي تصمیم نیولو کې د چټکې تصمیم نیونې ځواکمنتیا لري او نه غواړې د خپلې وېرې له مخې فرصتونه له لاسه ورکړي.

 د غوره کاروباري شریکانو ټاکل
بریالی سوداګر هېڅکله هم په یوازې نه دی بریالی شوی؛ بلکې د بریالي سوداګر تر شا تل یو بریالی کاروباري ټیم شته. هڅه وکړئ د کاري ټیم غړي مو داسې کسان وي چې ستاسو لپاره د قدر وړ او تاسو سره د ګڼ شمیر مشترکو موخو، خاصیتونو او عادتونو درلودونکي وي. د یوې علمي او څېړنیزې سروې له مخې هغه سوداګر چې حد اقل د یو کاروباري شریک درلودونکی وي؛ د هغه سوداګر په پرتله چې په یوازې یې کاروبار پیل کړئ ۲۷.۵ سلنه بریالي دی.

 عملاً لاس په کار شئ
په دوبۍ کې میشت ځوان امریکایي بیلیونر سوداګر د (څنګه کولای شو بریالی سوداګر شو؟) پوښتنې ته په ځواب کې داسې وویل: عملاً لاس په کارشئ، عملاً لاس په کار شئ او بس یوازې عملا لاس په کار شئ. د راتلونکې تخمینې بریا او ماتې په هکله پلان جوړونه، د مالي بودیجې په هکله فکر کول او اوږدمهاله کاروباري لیدنې کول څه ستونزمنه خبر نده، هغه څه چې اړین دي یوازې او یوازې عملا لاس په کار کیدل او د پلان د لومړنۍ مرحلې پلي کول دي.

 اړیکې، اړیکې، اړیکې
اړیکې د انسان په ژوند کې تر ټولو اړینې دې. ښه ملګري درلودل تل ستاسو د بریالۍ او روښانه راتلونکې وړاندوینه کوي. د یوبریالي سوداګر جوړیدو لپاره اړیاست تل اړیکې جوړې، کنټرول او وپالئ. بریالي کاروباريان تل تر هر څه زیات اړیکو ته ارزښت ورکوي. د سوداګرو، پېرودونکو، پلورونکو او ګڼ شمیر نورو مسلکې او غیر مسلکې کسانو سره اړیکې درلودل او جوړول د کاروبار په پراختیا کې بنسټيز رول لوبوي او د یو بریالي سوداګر جوړیدلو لپاره لار هواره وي.

 ورزش کول
کله چې د خپل ځان خیال نه شئ ساتی؛ نو څنګه شونې ده دومره لوی کاروبار کنټرول او وچلوئ؟. بریالی سوداګر تل د کاروباري ژوند ترڅنګ خپل ځان او صحت ته ارزښت ورکوي. هڅه وکړئ د کاروباري او مسلکي ژوند او بوختیاوو تر څنګ ورزش کول، د ملګرو سره وخت تیرول، ټلویزیونې ډرامې کتل او خپلې کورنۍ ته وخت ورکول مو د ورځنیو چارو برخه وګرځوئ

 زده کړې وکړئ
دا چې کاروبار کول او بریالی سوداګر جوړیدل تر ډېره بریده په کومې خاصي رشتې پورې تړاو نه لري، او دا چې ډېری کسان د پوهنتون نه لوستلو او د بیزنس اړوند زده کړو د نه شتون سره- سره بیا هم بریالی کاروبار لري؛ خو د مسلکي او بېزنس اړوند زده کړو شتون ستاسو بریا چټکه، تضمیني او په کاروبار کې مو د ماتې بیلانس را ټیټوي؛ نو په دې توګه که چېرې غواړئ یو غوره او مسلکي سوداګر شئ؛ ښه به دا وي تر څو د بېزنس اړوند زده کړې ترلاسه کړئ.
- د BBA, MBA او یا هم بیزنس اړوند پوهنځیو لوستل.
- د بېزنس اړوند علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون کول.
- د بېزنس اړوند ګڼ شمیر کتابونو او لیکنو لوستل.
- په لنډ مهاله او یا هم اوږدمهاله کاري زده کړو (Internships) کې ګډون کول.
- د یو مسلکې او په کارپوه لارښود درلودل.
دې او دې ته ورته نورې داسې کړنې چې وکولای شي ستاسو کاروباري پوهه لوړه کړي ستاسو په بریا کې مرکزي رول لري.

 د پیسو سپمول
دا چې اوس مو د کاروبار پیلولو او بریالي سوداګر جوړیدلو هوډ کړئ، اړیاست د کاروباري پلانونو او سټراتيژیانو ورهاخوا د پیسو د سپما او مدیریت په هکله هم سوچ وکړئ؛ ترڅو د کاروبار پیل کولو پر مهال د مالي پلوه ونه ګواښل شئ.

 د شخصي مهارتونو لوړول:
بریالی سوداګر تل د نویو څیزونو د زده کړې په هکله فکر کوي. هڅه وکړئ د اړیکو ټینګولو، خلکو ته د خبرو کولو، لیکلو، نوې ژبې زده کولو، نوې ټکنالوژئ کارولو، رهبریت او مدیریت فن زده کولو او نورو ګڼ شمیر مهارتونو ترلاسه کولو، ودې او لا ښه والي هڅې مو دوامداره وساتئ.

#کاروبار #اقتصاد #افغانستان #افغانی

څنګه خپلې پیسې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د کمېدو له منفي اغیزو خوندي وساتو؟په افغانستان کې افغانۍ (AFN) اکثره ...
01/05/2025

څنګه خپلې پیسې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د کمېدو له منفي اغیزو خوندي وساتو؟

په افغانستان کې افغانۍ (AFN) اکثره وخت د ډالر (USD) پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي. یعني دا چې که نن تا سره ۱۰،۰۰۰ افغانۍ وي، ممکن دا سبا د هماغه سامان د اخیستلو لپاره کافي نه وي.
نو ځکه خو باید پوه شې چې څنګه خپل پیسې د کرنسیو د ارزښت د بدلون په وړاندي خوندي‌ وساتې، تر څو ارزښت یې کم نه شي.

۱. خپلې سپماوې په باثباته اسعارو (لکه ډالر) کې وساتئ:
- که ممکن وي، هره میاشت یو څه برخه سپما (Savings) ډالرو ته واړوه. ځکه ډالر په نړیوال بازار کې ارزښت لري او نسبتاً باثباته دی. خو د صرافۍ چارجونه هم په پام کې ونیسه، او له باوري صراف سره کار کوه.

۲. په اجناسو کې پانګونه وکړه:
که ته پیسې په نغدو کې وساتې، هغه هره ورځ ارزښت له لاسه ورکوي. نو ځکه خو ښه ده چې پانګونه وکړې لکه:
سره زر (طلاء، دکان یا سوداګري، د اړتیا وړ توکي (وچې میوې، خوراکي توکي، لباس).

۳. انلاین یا نړیوال عایدات ولرې:
هڅه وکړه چې د فریلانسنګ یا انلاین کار له لارې ډالر ترلاسه کړې. مثلاً Upwork، Fiverr، یا ترجمه، ډیزاین، یا لیکنه. که ستا عاید ډالرو کې وي، د افغانۍ د کمېدو پر وخت به ته تاوان نه وینې.

۴. ضروري لګښتونه مخکې له مخکې ترسره کړه:
که ته پوهېږې چې سبا یا بله میاشت به یو څه اخلې ، دا نن یې واخله. مثال: که د کرایې، درملو، یا تعلیم لپاره پیسې ساتې، ممکن سبا ورته زیاته اندازه پکار شي.

#کاروبار #افغانستان #پیسې #اقتصاد #افغانی #نظري

نن به درته لس د انلاین عاید ترلاسه کولو عملی طریقې چې له افغانستان څخه د ترسره کېدلو وړ دي، په لنډه توګه بیان کړم.دا چې ...
29/04/2025

نن به درته لس د انلاین عاید ترلاسه کولو عملی طریقې چې له افغانستان څخه د ترسره کېدلو وړ دي، په لنډه توګه بیان کړم.
دا چې افغانستان کې ورځ تر بلې کاري‌ محیط د ضعف لور ته روان دی او ګڼ شمېر خلک دندې له لاسه ورکوي‌، اړتیا ده چې د عایداتي‌ سرچینو په بدیلو لور غور وشي. او له هغو یو هم دا چې تاسې کولای شی په آنلاین بڼه کار پیل کړۍ، دا بلکل طبیعي‌ ده چې په پیل کې به درته ناشوني‌ هر پړاو ستونزمن ښکاري، خو که چېرته حوصله ونه بایلې او په منظم ډول دوام ورکړې، لېرې نه ده چې وبه شي‌ کولای له خپل کور په آنلاین ډول پیسې وګتې؛ خو دا چې څنګه راځئ په دې لیکنه کې یې راسره ولولئ.

۱. فریلانس کار (Freelancing):
- څه کوې؟ د مهارتونو لکه لیکل، ژباړه، ډیزاین، ویډیو ایډیټ، یا پروګرامنګ له لارې د نړيوالو مشتریانو لپاره کار کوې.
-چیرته؟ Fiverr, Upwork, Freelancer.com, PeoplePerHour.
-عاید: د کار له ډول او کیفیت سره سم، له $5 څخه تر سلګونو ډالرو پورې په پروژه.

2. آنلاین تدریس (Online Teaching):
- څه کوې؟ انګلیسي، ریاضي، ساینس یا د قرآن تدریس له لارې زده‌کوونکو ته کورسونه ورکوې.
- وسایل: Zoom، Skype، یا Google Meet.
- چیرته؟ Websites لکه Preply, Cambly, یا خپل فیسبوک/Telegram چینل.
- عاید: له $3 – $25 فی ساعت پورې، د تجربې پر بنسټ.

3. یوټیوب چینل (YouTube Channel):
- څه کوې؟ تعلیمي، تفریحي، یا معلوماتي ویډیوګانې جوړول.
- څنګه؟ یو چینل خلاص کړه، منظم ویډیوګانې پوسټ کړه، او د YouTube Partner Program له لارې عاید ترلاسه کړه.
- عاید: د ویډیو لیدنو او اعلانونو له لارې، CPM معمولاً $1 – $4 دی.

4. افیلییټ مارکېټنګ (Affiliate Marketing):
- څه کوې؟ د نورو شرکتونو محصولات تبلیغ کوې او د هر پلور پر اساس کمېشن ترلاسه کوې.
- چیرته؟: Amazon Associates، Digistore24، ClickBank.
- وسایل: بلاګ، یوټیوب، یا فیسبوک پاڼه.
- عاید د محصول او کمېشن فیصدۍ پر اساس.

5. فیسبوک یا انسټاګرام کې کاروبار:
- څه کوې؟ محلي یا نړیوال توکي (لکه جامې، موبایل لوازم) آنلاین خرڅوې.
- چیرته؟ فیسبوک Marketplace، انسټا، یا واټس‌اپ ګروپونه.
- عاید: په مکمل ډول ستا په تلاش او نرخونو پورې اړه لري.

6. بلاګ لیکنه (Blogging):
- څه کوې؟ یو ویب ‌سایټ جوړ کړه او منظمې لیکنې خپروه (لکه د روغتیا، تعلیم، پیسو مدیریت).
- عاید: د Google AdSense، Sponsored posts، یا Affiliate links له لارې.
- وسایل: WordPress، Blogger، Medium.

7. دیجیټل محصولات پلورل:
- څه کوې؟ PDF کورسونه، الکترونیک کتابونه، ډیزاین ټیمپلېټونه، یا Excel ټیبلونه جوړول.
- چیرته؟ Etsy، Gumroad، یا خپل فیسبوک ګروپ/ویب‌سایټ.
- عاید: هر پلور $2 – $100+ پورې.

8. کریپټو یا فارکس تجارت:
- څه کوې؟ د اسعارو یا کریپټو بیې تحلیل کوې او تجارت کول.
- احتیاط: دا طریقه خطر لري، زده کړه ضروري ده.
- چیرته؟ Binance، Bybit، یا MetaTrader.
- عاید: د بازار د حرکت پر بنسټ؛ زیان هم ممکن دی.

9. وایس‌اوور خدمتونه:
- څه کوې؟ د ویډیو یا اعلاناتو لپاره خپل غږ ثبت کوې.
- چیرته؟ Fiverr، Voices.com.
- عاید: له $10 – $200 فی پروژه، د تجربې سره سم.

10. اپلیکیشن یا ویب‌ سایټ جوړونه:
- څه کوې؟ د شرکتونو، دوکاندارانو یا شخصي اشخاصو لپاره ویب ‌سایټونه یا موبایل اپلیکیشنونه جوړول.
- مهارت: HTML, CSS, JavaScript, WordPress, Flutter یا React Native.
- عاید: هر پروژه له $50 – $1000 پورې.
که غواړې زه درته یو پلان جوړ کړم چې له دغو طریقو کومه یو له افغانستان څخه ستا لپاره تر ټولو مناسبه ده، او په تفصیلي ډول پرې بحث وکړم، نو په کمنټ کې یې راته ولیکه. که تاسو له پورتنیو لارو کوم یوه تجربه کړې وي؛ نو خپله تجربه له مونږ سره شریکه کړئ.

که مو لیکنه خوښه شوه، نو له ملګرو سره یې هم شریکه کړۍ، څو نور هېوادوال هم ترې ګټه پورته کړي.

په افغانستان کې د لویو او کوچنیو کاروبارونو د ماتې یو لامل د نورو محیطي عواملو ترڅنګ د تخنیکي پلوه نه مسلکیتوب، د نوښت ا...
27/04/2025

په افغانستان کې د لویو او کوچنیو کاروبارونو د ماتې یو لامل د نورو محیطي عواملو ترڅنګ د تخنیکي پلوه نه مسلکیتوب، د نوښت او ټکنالوژۍ څخه د موثرې استفادې نه شتون دی.
په اوسنۍ نړۍ کې چې ټکنالوژي او ماډرنیزم د کاروباري پرمختګ لپاره د بحث اساسي ټکي دي، او تر هرڅه ورته زیاته توجو کېږي؛ خو متاسفانه چې زموږ په هېواد کې کاروباریان یاد موارد له پامه غورځولي. په نوره نړۍ کې د کمپنیو او کاروبارونو مشران د خپلو کارکوونکو ارزونه د هغې د نوښت د قوې د څرنګوالي له مخې کوي، او ګوري چې یاد کارکوونکی په خپل کار کې څومره له نوښت او موثریت څخه ګټه اخیستي؛ خو زموږ په هېواد کې د کاروباري مشرانو ټوله هڅه دا وي چې څنګه یو کارکوونکۍ په ٨ ساعته کارکولو سره ستومانه کړي او دهغې د نوښت او تخیل قوه تضعیف کړي.
زه فکر کوم ښه دا ده چې کاروباري مشران د کارونو د ترسره کېدو په ځاي دې ته ډېره توجو وکړي چې یاد ګار څنګه ترسره شوی.
#نظري

څنګه کولای شو په راتلونکو ٣ کلونو کې بډایه (سرمایه دار) شو؟١. په مالي برخه کې لازمې زده کړې ترلاسه کړه.٢. د مالي چارو مد...
26/04/2025

څنګه کولای شو په راتلونکو ٣ کلونو کې بډایه (سرمایه دار) شو؟
١. په مالي برخه کې لازمې زده کړې ترلاسه کړه.
٢. د مالي چارو مدیریت یو مسلکي لارښود را پیدا کړه.
٣. د خپلو عوایدو او مصارفو بیلانس مو را پیدا کړه.
٤. د مصارفو د کنټرول په ځای د عوایدو په زیاتوالي فکر وکړه.
٥. د پانګونې (investment) په موخه سپما (saving) وکړه.
٦. د بریالۍ او کاروباري کسانو سره ګټور کاروباري روابط جوړ کړه.
٧. د عوایدو څو لارې پیدا کړه.
٨. لازم مهارتونه زده کړه.
٩. هڅه وکړه سپما شوې پیسې مو د ګټورو کاروبارونو په جوړولو کې په کار واچوې.
١٠. که دنده لرې، نو د آزاد کاروبار جوړولو هڅه وکړه، که آزاذ کاروبار کوې، نو پانګونې کې هم برخه واخله او په پای کې د لویو کاروبارونو څښتن شه.

په یاد ولره وخت هیچا ته په تمه نه کښیني، نن فکر وکړه ، همدا نن کاروبار پیل کړه او تر هغې دې چې بریالی کدئ نه دی مه تسلیمېږه، او د یو بریالي انسان په توګه ژوند وکړه.
په یاد ولره دنیا د ضعیفو خلکو ځای نه دی، که ضعیف شې خلک به دې د پښو لاندې کړي؛ نو تل قوي اوسه.

خدای پاک به ناڅاپه درته داسې دروازه پرانیزي چې تر اوسه به دې ټکولې هم نه وي؛ نو پر حکمت یې ایمان ولره.
25/04/2025

خدای پاک به ناڅاپه درته داسې دروازه پرانیزي چې تر اوسه به دې ټکولې هم نه وي؛ نو پر حکمت یې ایمان ولره.

لس هغه مهارتونه چې یو بریالي کاروباري ته اړین دي!۱. نوښت ( یو بریالي کاروباري باید د نوښت او نو آورۍ وړتیا ولري).۲. د سو...
24/04/2025

لس هغه مهارتونه چې یو بریالي کاروباري ته اړین دي!

۱. نوښت ( یو بریالي کاروباري باید د نوښت او نو آورۍ وړتیا ولري).
۲. د سوداګرۍ یا کاروبار اړین مهارتونه ولري. (حد اقل وکولای شي یو کاروباري پلان جوړ کړي.
۳. د خطرونو د مدیریت وړتیا ولري.
۴. د ټیم مدیریت او رهبریت په برخه کې قوي وړتیا ولري.
۵. د غوره کاروباري اړیکو جوړولو او ساتلو هنر ولري.
۶. په مالي برخه کې لازمې زده کړې ولري.
۷. په تکنالوژۍ پوه وي ( حداقل وکولای شي په ګرافیک برخه کې، آنلاین بازارموندنې، او وبسایټ جوړونه کې ابتدایي کارونه ترسره کړي، تر څو په لومړیو کې د کارکونکي نیولو ته اړتیا پیښه نشي.
۸. د ستونزو د حل وړتیا ولري.
۹. د تصمیم نیونې هنر ولري.
۱۰. د زغم او حوصلې هنر ولري.

- حکمت الله نظري-

23/04/2025

کله چې انسان هدف ونه لري، فرصتونه هم نه شي لیدلی.

لومړی تر هر څه د خپلو آندونو (فکرونو) مثبته روزنه په کار ده، لومړی په خپل ځان باور په کار ده، لومړی له خپل ځان د ټولو هغو بریاوو لپاره چې ترلاسه کړې مو دي مننه کول په کار ده، لومړی ځان ته مینه ورکول او احترام کول په کار ده، لومړی د ځان دقیقه پېژندل په کار ده.

کله مو چې دا وکړل؛ نو بیا ته نه ماتېدونکی یې، ته نه تسلېمېدونکی یې، ته بیا هر ناممکن ته ممکن وایې او همدا ته بیا ګټونکی یې.

په یاد ولره هر ناممکن، ممکن دی، هره ستونزه فرصت دی، او هره ماته بریا ده، یوازې هغه څه چې اړین دي تر خپلې موخې (هدف) پورې د سفر دوام ورکول دي.

زه تاسې ټولو ته په ډاډ وایم څومره چې ستونزې زیاتې وي، هومره به فرصتونه هم ډېر وي، ته ځان تکړه کړه، ستونزه وپېژنه، ورته یوه بریالۍ حل لاره راپیدا کړه؛ نو همدا ته به بریالی وې.

که زما له خبرو سره فکري یووالی لری؛ نو پوسټ له ملګرو سره شریک (شییر) کړه.

ورسره د‌اوبو له څپو او شور هم خوند واخلئ!

- نظري -

له دې عکس سره لیکل شوي وو: ته به ډېر لوړ ارزښت لرې؛ خو چې په غلط ځای کې قرار ولرې بې ارزښته به یې!
26/05/2023

له دې عکس سره لیکل شوي وو:

ته به ډېر لوړ ارزښت لرې؛ خو چې په غلط ځای کې قرار ولرې بې ارزښته به یې!

Address

Shahr-e Now

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hekmatullah Nazari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hekmatullah Nazari:

Share