Pashto.Psychology

Pashto.Psychology “پښتو ارواپوهنه” ته ښهٔ راغلاست. هیله لرم چې تاسو به په دې پاڼه کې ډیر ګټور او مهم معلومات ترلاسه کړئ

Pashto Psychology - pashto.psychology

Follow us on Tiktok
https://www.tiktok.com/pashto.psychology

هغه سړی چې د مرګ هم نه خوښیږي! ایا ته به باور وکړې که درته ووایم چې یو انسان د سترو سترو هلاکونکو پېښو څخه ژوندی وتلی وي...
14/07/2025

هغه سړی چې د مرګ هم نه خوښیږي!

ایا ته به باور وکړې که درته ووایم چې یو انسان د سترو سترو هلاکونکو پېښو څخه ژوندی وتلی وي؟ دا د یو عادي انسان نه، بلکې د تقدیر د لوبې قهرمان فران سېلاک (Frane Selak) کیسه ده — یو بوډا استاد له کرویشیا څخه چې ژوند یې د مرګ پر دروازه درېدلی، خو هر ځل یې بخت د مرګ له منګولو ژغورلی دی.
📆 په ۱۹۶۲ کې فران د رېل ګاډي په سفر روان و، چې اورګاډی ناڅاپه له پټلۍ ووت او سیند ته ولوېد. ۱۷ کسان مړه شول، خو فران د مات شوي لاس سره ژوندی پاتې شو.
✈ یوازې یو کال وروسته، په ۱۹۶۳ کې فران لومړۍ الوتنه لرله. د سفر پر مهال فران د ډېر جنجال وروسته خپله څوکۍ بدله کړه، له بده مرغه هغه څوکۍ له دروازې سره نېږدې او د الوتنې په مهال د الوتکې دروازه ناڅاپه خلاصه شوه. فران د آسمان له منځه راولوېد… خو بخت ورسره و. هغه د پستو واښو په سترو سترو بارو راولوېد او ژوندي پاتې شو، پداسې حال کې چې ۱۹ نور مسافر مړه شول.
🚌 په یوه بله پېښه کې چې ۱۹۶۶ کې ورسره فران مخ شو، فران په بس کې سفر کولو. یو وخت بس په کنګل سړک ورغی، بې قابو شو او کنګل شوي سیند ته ولوېد. څلور کسان مړه شول، خو فران بیا هم ژوندي ووت.
🔥 اوس نو فران وویل چې د عامه ټرانسپورټ بخت نه لري او هوډ یې وکړ چې خپل موټر واخلي. په ۱۹۷۰ کې خوشبخته فران لاړ او نوی موټر یې واخیست خو بېچاره! د موټر سیټونه لا د کمپنۍ پلاستیک کې بند ول چې د پټرول پمپ تخنیکي ستونزې او د فران د بدبختۍ له امله موټر اور واخیست او چاودنه یې وکړه. دا ځل یې د فران د سر وېښتان هم ور وسوزول خو له مرګه وژغورل شو.
دا پېښه فران تصادف وګڼله خو فکر یې وکړ چې نوی موټر ورپسې لاړ نه! نو مستعمل موټر یې واخیست. یو ورځ یې خپل مستعمل موټر کې سفر کاوه چې یو بې قابو بس د فران موټر وواهه او ۱۵۰ متره ژور ګړنګ ته یې وغورځاوه خو خوشبخته فران د یوې ونې په څانګې کې ونښته او ژوندی پاتې شو.
🚶‍♂️ دا ځل فران د ټرانسپورټ له وسایلو توبه وویسته او هر ځای ته به یې پېدل تګ راتګ کولو. خو قسمت وو، په ۱۹۹۵ کې یو ورځ په زاګرب ښار کې پیاده روان و، چې یو بس پرې وخوت. خلکو فکر وکړ چې نور یې د ژوند پای دی، خو فران یوازې لږ ټپونه وګالل او بیا هم ژوند پاتې شو.

🎉 او بیا… بخت پرې موسک شو
په ۲۰۰۳ کال، فران د ۹ لکه یورو لاټري وګټله! کورونه، کښتۍ، خوښي… خو د بخت نازولي انسان بلاخره له دې ټولو لاس واخیست، او پاتې شتمني یې خپلو دوستانو او خپلوانو ته ورکړه. هغه ویل:
“زه یوازې ساده ژوند غواړم. او شکر دی چې ژوندی یم.”

Pashto.Psychology #افغانستان #افغان #کابل #پښتو #پښتون #مننه

Thanks 🙏 Bob!
06/07/2025

Thanks 🙏 Bob!

حضرت مالک بن دینار رحمه الله فرمایي چې پر ګناه باندې ژړل ګناهونه داسې رژوي لکه هوا چې وچې پاڼې رژوي.  #استغفرالله
30/06/2025

حضرت مالک بن دینار رحمه الله فرمایي چې پر ګناه باندې ژړل ګناهونه داسې رژوي لکه هوا چې وچې پاڼې رژوي.

#استغفرالله

د میراث په ویش کې بیا د خور حق نه وي! 🥺
30/06/2025

د میراث په ویش کې بیا د خور حق نه وي! 🥺

د هیلی کاپټر په هوا باندې لاهور کې د کرکټ ګراونډ وچولی شي خو ۱۸ کسیزه کورنۍ د سیلاب له څپو نه ژغوري! 😭 د پاکستان له هلیک...
28/06/2025

د هیلی کاپټر په هوا باندې لاهور کې د کرکټ ګراونډ وچولی شي خو ۱۸ کسیزه کورنۍ د سیلاب له څپو نه ژغوري! 😭
د پاکستان له هلیکپترو نیولې تر اوړو او بجلي پورې… ټول د پنجابي په خدمت کې دي. ګل خان به دې ته هم پرتوګ ګنډلی وي.

سرائیل د ایران په پرتله!
23/06/2025

سرائیل د ایران په پرتله!

دوه انځورونه دوه سرلیکه! د چا دوکان او ملکیت ته اور مه اچوئ، تشدد مه کوئ، - بس خوراک یې بند کړئ.     #افغانستان  #افغان ...
22/06/2025

دوه انځورونه دوه سرلیکه!
د چا دوکان او ملکیت ته اور مه اچوئ، تشدد مه کوئ، - بس خوراک یې بند کړئ.

#افغانستان #افغان #غزه #فسطین #

هغه چې د تهران خلکو ته یې له ښاره د تېښتې او وتلو مشوره ورکوله، نن یې خپله خپل ښار پرېښی. دا تل-ابیب دی، د اسرائیل تر ټو...
21/06/2025

هغه چې د تهران خلکو ته یې له ښاره د تېښتې او وتلو مشوره ورکوله، نن یې خپله خپل ښار پرېښی. دا تل-ابیب دی، د اسرائیل تر ټولو له ګڼه ګوڼې ډک ښار چې نن یې ښاریان له وېرې تښتېدلي دي.

د ایران د ننۍ ورځې د برید پایلې:د ایران له خوا د نن سهار په بیئر السبع (Beer Al-Saba) بمبارد ډېر مهم او ډېر حساس پیغامون...
20/06/2025

د ایران د ننۍ ورځې د برید پایلې:

د ایران له خوا د نن سهار په بیئر السبع (Beer Al-Saba) بمبارد ډېر مهم او ډېر حساس پیغامونه لري.

وایو چې دا یو جګړه-ایز پیغام و؛ لومړی دا چې بیئر السبع د اشغال شوي سویل پلازمېنه ده، د نقب (Naqab) تر ټولو ستر ښار دی، او د دقیقو ټیکنالوژیو، سایبري بریدونو، او نظامي-استخباراتي پروژو، څېړنو، او تولید اصلي مرکز دی.

دا د صهیونیستي رژیم اقتصادي پلازمېنه ګڼل کېږي، او د دوی تر ټولو مهم ستراتیژیک پروژې هلته متمرکزې دي، چې د “دیمونا” اتومي بټۍ هم پکې شامله ده، همداراز هلته د دوی تر ټولو سترې نظامي او هوايي اډې شتون لري لکه “حَتساریم” او “نیفاطیم” (Nevatim)، چې په منځني ختیځ کې تر ټولو لویې جاسوسي اډې پکې دي.

د اسراییلي پوځ جنوبي قوماندانۍ مرکز هم په بیئر السبع کې دی، او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هلته د امریکا یوه نظامي اډه هم شتون لري چې د امریکايي پوځ له مهمو وسایلو او تأسیساتو سمباله ده، او په ځانګړې توګه “۵۱۲ نمبر رادار” پکې موقعیت لري، چې دا مرکز د اسراییلو پر فضا د راکټي بریدونو د څار لپاره ځانګړی شوی دی.

This is being recorded & will never be forgotten!
19/06/2025

This is being recorded & will never be forgotten!

د وچکالۍ څپې او د اوبو د سطحې د ټېټېدو ستونزه ټوکې نه دي. د بي بي سي دا راپور زموږ لپاره یو پیغام دی! هیله ده چې د اوبو ...
19/06/2025

د وچکالۍ څپې او د اوبو د سطحې د ټېټېدو ستونزه ټوکې نه دي. د بي بي سي دا راپور زموږ لپاره یو پیغام دی! هیله ده چې د اوبو له استعمال سره پام وکړئ او د شته نعمتونو منندوی اوسئ.

Address

Shahr-e Now

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto.Psychology posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Pashto.Psychology:

Share