Abid paktiawal/عابد پکتیاوال

Abid paktiawal/عابد پکتیاوال Gulahmad abid

01/04/2024

یو ورځ عبدالله بن عمر رض پر لار روان وو😍

چې، ګوري یو غلام ناست دی..!
او غلام ته نږدې یو سپی هم پروت دی،
غلام د خورما سره ګوله خولې ته کړه،
بیرته یې راوویستله او سپي ته یې وروغورځله.
عمر ورته وویل دا سپی ستا دی،
حبشي ځواب ورکړ چې، نه زما نه دی.
ده ورته وویل؛
نو بیا دې ولې له خپلې خولې څخه ګوله راوویستله او سپي ته دې ورکړه؟
حبشي غلام ځواب ورکړ چې،
د سپي له غبرګو سترګو څخه حیا راته دریږي چې،
زه یې خورم او سپی راته ګوري.
عمر بن عبیدالله ورته وویل چې،
ته ازاد یې او که غلام؟
حبشي ورته وویل چې،
زه د بني غاضرة غلام یم.
عمر هغوۍ ته ورغی او سوال یې وکړ چې،
دا غلام د چا دی؟
د غلام خاوند ورته وویل چې،
دا زما دی.
عمر ورته وویل چې،
دا پر ما خرڅ کړه!
هغه ورته وویل چې،
بس ستا شو.
عمر ځواب ورکړ چې،
نه په خدای مې دې قسم وي چې،
یا به یې پیسې اخلې او یا به غلام بیرته ستا کیږي.
بیا ېې غلام په پیسو واخیست.
او ویې ویل چې،
تاسې شاهدان ګرځوم چې،
دی د الله"ج" د رضا لپاره ازادوم.
عمر غلام ته ورغی او زیری یې ورکړ چې، مبارک شه الله"ج" ازادي در نصیب کړه او دا باغچه هم ستا په ملکیت شوه!
حبشي غلام ډیر خوشحاله شو او ویې ویل چې،
بس نو ددې باغچې ټوله میوه دې د مدینې فقیرانو لپاره خیرات ګرځووم
عمر ډیر حیران شو او غلام ته یې وویل چې، درته حیران یم، ټول دې خیرات کړه،
سره له دې چې ته پخپله هم فقیر او ورته محتاج یې.
غلام په ډیر قوي ایمان سره ځواب ورکړ چې، له الله"ج" څخه شرمیږم چې،
هغه پر ما سخا کوي او زه بیا په هغه کې بخل کوم♦



Everyone

موجود کابل
16/08/2023

موجود کابل

موجود کابل 0777795165
16/08/2023

موجود کابل
0777795165

15/08/2023
د ځان غټ ګڼلو او تکبر کولو ګناه:ـــــــــــژباړه: عبدالله بن عمر رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم ...
02/08/2023

د ځان غټ ګڼلو او تکبر کولو ګناه:
ـــــــــــ
ژباړه: عبدالله بن عمر رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: هر څوک چي ځان غټ وګڼي او په تګ کي تکبر وکړي نو د الله سره به پداسي حالت کي ملاقات وکړي چي هغه به ورته په خښم وي.
يعني څوک چي ځان تر نورو خلګو لوړ او غټ ګڼي او پدې باور وي چي تر نورو خلګو بايد زما تعظيم ډېر وسي او يا د خپل تعظيم لپاره تکلف او کوښښ کوي همداسي په رفتار او د نورو خلګو سره په چلند کي تکبر کوي دغه انسان به د قيامت په ورځ د الله تعالی سره پداسي حالت کي ملاقات وکړي چي هغه به ورته ډېر په خښم وي.
دغه انسان ته د الله تعالی خښم په دوه سببه دی يو دا چي ځان تر نورو خلګو لوړ ګڼي او په تکلف باندي ځان ته د تعظيم هڅه کوي، دويم دا چي تکبر کوي او په بل حديث کي راغلي دي: د کوم بنده چي په زړه کي يوه زره تکبر وي هغه به جنت ته داخل نسي.
عن ابن عمر يقول: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: من تعظم في نفسه، واختال في مشيته، لقي الله وهو عليه غضبان.[مساوئ الأخلاق 547]

Address

Shahr-e Now

Telephone

+93777795165

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Abid paktiawal/عابد پکتیاوال posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Abid paktiawal/عابد پکتیاوال:

Share

Category