Afghan News افغان نیوز ـ

Afghan News افغان نیوز ـ د آبادۍ، بیارغونې، او زراعتي معلوماتو او زراعتی خدماتو او پرمختګ د خبرونو لپاره " افغان نیوز " پاڼه خوښه کړئ.

د  #انګوري  باغ لرونکو د پاملرني وړ!کله چي هوا ګرمه وي لندبل او رطوبت موجود وي فنګسي ناروغۍ حمله کوي لکه سپيرغوږى، په ځي...
15/07/2025

د #انګوري باغ لرونکو د پاملرني وړ!
کله چي هوا ګرمه وي لندبل او رطوبت موجود وي فنګسي ناروغۍ حمله کوي لکه سپيرغوږى، په ځينو سيمو کي ژړى، د واښکي ورستيدل د داني چاودل هغه ناروغۍ دى چي حاصلات د کميت او کيفيت له پلوه کموي.

څه کول پکار دي؟
١.د باغونو منظم نظارت ترسره کړٸ حتمن پورته ستونزي سته.
٢. اضافه پاڼي يا بلګونه ووهٸ.
٣. باغونه له وښو څخه پاک کړٸ.
٤. دوا پاشي مه ځنډوى چي بيا وروسته يي کنټرول اقتصادي نه تماميږي په هغه سيمو کي چي د باران اټکل وي سر له سبا دوا پاشي وکړٸ، د مرضونو د کنټرول لپاره لاندي دواوي استعمال کړٸ.
عکسونه په کمنټ کي.

#نوټ عکسونه د نن ورځي د انګوري باغ دي چي د داني چاودل، شوته ښکښي موجوده وه.

درنښت
انجنېر موحيد

#انګور #باغ #باغداری #انار #زراعت #زراعة #زراعةالاسنان

سږ کال د ځيري حاصلات او نرخونه مناسب ول، زميندار او بزګر بايد په دغسي کښتونو خپل تمرکز زيات کړي هغه کښتونه چيپيسي نه جوړ...
15/07/2025

سږ کال د ځيري حاصلات او نرخونه مناسب ول، زميندار او بزګر بايد په دغسي کښتونو خپل تمرکز زيات کړي هغه کښتونه چي
پيسي نه جوړوي بايد د ضرورت مطابق وکرل سي
مخکي هم موږ يادونه کړې وه هغه زراعتي محصولات چي د ذخيره کيدو وړتيا لري هغه هيڅ وخت تاوان نکوي په دي شرط چي د کښت ښه مديريت وسي او حاصلات زيات واخلي.

درنښت

#ځيره #پياز #هوږه #زراعت #زراعتى #اقتصاد #اقتصادي #کاروبار #افغانستان

14/07/2025

ماشومانو ته ګازي #مشروبات رانيول يعني زهر رانيول دي، دا يو نيم خو د سهار ناشتي پر ځاى ماشوم ته ګازي مشروبات رانيسي😶
ځان، ماشوم او ميلمه ته د زهرو پر ځاى وطني ميوي رانيسٸ!

#ګازي #مشروبات

ډيرى دوستان پوښتنه کوي چي په پنبه کي کوم کود/سره استعمال کړو!په دي اړه ما مخکي هم يادونه کړي وه چي داسي کود يا انبار است...
14/07/2025

ډيرى دوستان پوښتنه کوي چي په پنبه کي کوم کود/سره استعمال کړو!

په دي اړه ما مخکي هم يادونه کړي وه چي داسي کود يا انبار استعمال کړٸ چي هم اقتصادي وي او هم تجربه سوى وي، ميګا کرپ سره پخپل ترکيب ني تور انبار، سپين انبار، پوټاشيم، اوسپنټ، زنک او داسي نور لږ لګښته عناصر په ځان کي لري، #ميګـــــا #کرپ سره لاندي ګټي لري.

1. حاصلات لوړوي
٢. زيات غوزي يا غوټۍ کوي.
٣. پنبه د مرضونو او تندي په وړاندي مقاوم کوي
٤.د ګل رژيدو مخه نيسي

سره په انګور، انار، انځر #پنبه #پياز او نورو
کښتونو کي له څو کلونو راهيسي استعماليږي او تجربه سوي ده

درنښت

#سره #کودک #غذا #تغذيه #نباتات #نباتي #انبار
#پنبه #انار #پياز

که تودوخه محسوسوٸ نو وني وکرٸ 🌳د باران په ارمان ياست وني وکرٸ۔  🌳   که د سايي په لټه کي ياست وني وکرٸ🌳  د مرغانو اوازونه...
13/07/2025

که تودوخه محسوسوٸ نو وني وکرٸ 🌳
د باران په ارمان ياست وني وکرٸ۔ 🌳
که د سايي په لټه کي ياست وني وکرٸ🌳
د مرغانو اوازونه اوريدل غواړٸ وني وکرٸ 🌳

#وني #درختي

ميلي بګز د انګورو  يو عام افت دى  چي تاک او د ميوي کيفيت ته زيات زيان اړوي، نوموړي حشره کوچنۍ نرم او شفاف رنګ لري چي د ن...
13/07/2025

ميلي بګز د انګورو يو عام افت دى چي تاک او د ميوي کيفيت ته زيات زيان اړوي،
نوموړي حشره کوچنۍ نرم او شفاف رنګ لري چي د نبات له شيري څخه استفاده کوي او وروسته لزجي مواد راباسي، چي دا مواد د ضيايي ترکيب مخه نيسي او انګور د نه خرڅيدو باعث کيږي دغه افت ځيني وختونه د وايروس د انتقال سبب هم کيږي.

مخنيوى
موږ تل بزګر ته دا سپارښتنه کو چي ځيني داسي کړني دي چي
هغه هيڅ د پيسو مصرف ته اړتيا نلري خو زموږ بزګر .....

1. منظمه تاکبيري کول، د اضافه بلګونو وهل په باغ کي د هوا جريان پيدا کول د يادي حشري د اوسيدو مخنيوى کوي.

2. د ميږيانو مخنيوى کول
ميږيان او ياده حشره يو د بل سره ګډ ژوند لري ميږي ياده حشره د طبيعي ښکاريانو څخه ساتي او له دوى سره په خپريدو کي مرسته کوي نو د ميږي کنټرول د يادي حشري د کنټرول لامل کيږي.

3. باغ پاک ساتل
له باغ څخه ککړ وسايل ليري کول، باغونه پاک ساتل د دي حشري مخه ډب کوي.

4.کيمياوي درمل هغه وخت مٶثره تماميږي چي دى له يوه حالت څخه بل حالت ته اوړي

5. د باغ نظارت کول
منظم نظارت کول له تاسو سره دا مرسته کوي چي د نوموړي حشري مخه ډب کړي.

د کيمياوي کنټرول لپاره
سايپيـــــکس او کلــــير استعمال کړٸ

درنښت
انجنېر موحيد

واټسپ 0708516207

#انګور #انار #مرضونه #مرض #افت #زراعت #زراعتي

دا په پکتيکا کي له ږلۍ وروسته  ميوه جاتو او سبزيجاتو ته اوښتى زيان دى.اقليمي بدلون لکه بي وخته باران، ژلۍ، وچکالي ډير اف...
12/07/2025

دا په پکتيکا کي له ږلۍ وروسته ميوه جاتو او سبزيجاتو ته اوښتى زيان دى.
اقليمي بدلون لکه بي وخته باران، ژلۍ، وچکالي ډير افغانان اوس هم صرف نظر ګرځوي خو په افغانستان کي دا بدلون جدي اغيزي لري د اقليمي بدلون اغيزي په افغانستان په لاندي ډول دي.

🌍 1. وچکالي زیاتېدل
- د بارانونو کمښت او نامنظم موسمونه د کرنیزو حاصلاتو کموالی راولي.
- د څښاک او کرنیزو اوبو کمښت یې جدي پایله ده.

🌡️ 2. د تودوخې لوړوالی
- د اوسط حرارت زیاتوالی (1.5 – 2°C) د حاصلاتو وخت لنډوي او د نباتاتو لپاره ستونزې پېدا کوي.
- ژمی ګرم سوی او اوړي سخت سو دى

🌾 3. د کرنې اغېزمن کېدل
- د غنمو، جوارو، انګورو، او پنبي تولید کم شوی.
- نباتي ناروغۍ او افتونه زیات شوي.

💧 4. د اوبو منابعو کمښت
- د یخچالونو ژر وېلې کېدل او د سیندونو وچېدل د سیندیزو کروندو لپاره خطر دی.
-د ځمکې لاندې اوبه کښته سوي دي.

🌪️ 5. طبیعي پېښې ډېرې سوې
- سېلابونه، دوړې، توپانونه، یخ وهل او ناورینونه زیات سوي دي.
- د ژوند، کرنې او زیربناوو ویجاړۍ کوي.

👨‍👩‍👧‍👦 6. ټولنیز او اقتصادي اغېز
- کډوالي، بې‌وزلي، بیکارۍ او د خوراکي توکو کمښت.
- د بزګرانو ژوند اغېزمن سوی.

✅ حل لارې:
- د اوبو ذخیره کول، د وچکالۍ مقاوم تخمونه، د اقلیم سره برابر کرنه.
- د ونو کرنه، د انرژۍ مؤثرې سرچینې، او عامه پوهاوی زیاتول.

درنښت
انجنير موحيد

#اقليم #اقليمي #موسمى

مارکيټ ته چي کم  #خټکي راځي هغه له دغه پاليزونو څخه راځي، مخکي پوسټ کي چي کم خټکي ول هغه د خټکيو نوي ۔   ورايټي وه، د دي...
11/07/2025

مارکيټ ته چي کم #خټکي راځي هغه له دغه پاليزونو څخه راځي، مخکي پوسټ کي چي کم خټکي ول هغه د خټکيو نوي ۔ ورايټي وه، د دي خټکيو نوم #کشميري خټکي دي چي ډير خواږه او پاسته دي او په افغانستان کي دغه خټکي ښه بازار لري کچيري بزګر
دغه خټکي پر وخت وکري نو ښه پيسي ور جوړوي
عکس کي چي کم پاليز وينٸ د هغه زيار کښ کروندګر دي چي موږ ورسره همکاري کو له خپل کښت څخه خوشحاله دى ښه پيسي ور جوړوي.
د خټکيو دغه #ورايټي په اصل کي دکندهار ده او د #کندهار ځيني سيمى د خټکيو لپاره ډيري مناسبي دي پخوا به زموږ خټکي له کندهار څخه د پاکستان مختلفو سيمو لکه #کراچي،
پيښور او پنجاب ته تلل هغوى ډير خوښول.
خو اوس د لارو د خرابيدو له وجي يوازي تر افغانستان محدود دي کچيري زموږ ميوه جاتو او سبزيجاتو ته ذمينه برابره سي نو ډيرى هيوادونو به زړه ورته ښه کړي.

خوږاه وطني خټکي د کشميري په نوم ياديږي له کښت کرلو څخه مخکي د کښت يا پاليز په خصوصياتو، ستونزو ځان پوه .کول د کاميابي سبب ګرځي

درنښت
انجنېر موحيد

#خټکي #هندوانه #افغانستان #زراعت #زراعتی #معلومات

تاسي ورته پخپله ژبه کي څه واياست ؟ بوى يې ښکلى دى. #هندوانه  #خټکى
10/07/2025

تاسي ورته پخپله ژبه کي څه واياست ؟ بوى يې ښکلى دى.

#هندوانه #خټکى

خالص شيدي، مستي، د چرګي هګۍ، د غوا غوړي او داسي نور شيان دي چي نن سبا يې تقاضاء زياته ده او هر ښاري کس کوښښ کوي چي کورني...
10/07/2025

خالص شيدي، مستي، د چرګي هګۍ، د غوا غوړي او داسي نور شيان دي چي نن سبا يې تقاضاء زياته ده او هر ښاري کس کوښښ کوي چي کورني لبنيات تر لاسه کړي خو بازار ټول پاوډرو نيولى دى، دا په دې معنى نه ده چي خلګ خالص لبنياتو ته ارزښت نه ورکوي ،ستونزه دا ده چي په هيڅ ښار کي د باور وړ داسي ادرس نسته چي خالص لبنيات دي ولري.

نو د ولسواليو هغه ځوانان يا کورنۍ چي له بيکاري او غربت سره لاس وګريوان دي دا يو بهترين مصروفيت او د عايد يو ښه سرچينه ده همدا شان د ښار ځوانان کولى سي چي په دي کوچني کاروبار ځانونه مصروفه کړي او ښه عايد ولري.

مالداري د زراعت يوه مهمه برخه ده کاميابه زمينداران او بزګران هغه دي چي له زراعت سره په مالداري هم بوخت وي.

درنښت

#زراعت #زراعتى #مالدارى #اقتصاد #اقتصادي #اقتصادية #افغانستان #کاریابی

له خټکي سره څنګه يې خټکيه😉نړيوال  زموږ په شان له هغه پخوانيو تخمونو څخه استفاده نکوي بلکي لګيا دي کال په کال د تخمونو نو...
09/07/2025

له خټکي سره څنګه يې خټکيه😉
نړيوال زموږ په شان له هغه پخوانيو تخمونو څخه استفاده نکوي بلکي لګيا دي کال په کال د تخمونو نوي ورايټياني رامنځته کوي د خټکي دغه ورايټي نوې ورايټي ده په رنګ ښکلى، د حاصل ورکولو موده يې کمه ده، د چاودلو په مقابل کي مقاوم دى اصلاح سوي تخمونه د زراعت د پرمختګ سبب ګرځي.

#خټکى #هندوانه #رومى #تخم #تخمه

Address

Shahr-e Now

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan News افغان نیوز ـ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share