Spogmai FM

Spogmai FM A source of local, regional and international news, political, entertainment and social programs.

Spogmai FM is a popular radio station based in Kabul, Afghanistan. Founded in 2008, the station has become a leading source of news, music, and entertainment for its listeners in Afghanistan and the surrounding region. With a team of experienced broadcasters and journalists, Spogmai FM is committed to providing accurate, timely, and engaging programming that reflects the diverse interests and pers

pectives of its audience. Whether covering local news and events or playing the latest hits, Spogmai FM is dedicated to delivering high-quality content that informs, entertains, and inspires its listeners.

19/07/2025

سل ثانیې خبر🎙

د هرات سرپرست والي مولانا اسلام‌جار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی. د باختر اژانس د خبر له مخې اسلام جار به د ...
19/07/2025

د هرات سرپرست والي مولانا اسلام‌جار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی. د باختر اژانس د خبر له مخې اسلام جار به د افغان کډوالو ستونزې وڅېړي او د هرات–خراسان شپږمه اقتصادي ناسته کې به برخه واخلي. نوموړي د خراسان رضوي ولایت له مسوولینو سره د کډوالو د باعزته ستنولو، کمپونو وضعیت او اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له عمومي رییس، فليپو ګراندشی س...
19/07/2025

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له عمومي رییس، فليپو ګراندشی سره کتلي. په دې کتنه کې دواړو لورو د ايران او پاکستان له لوري د جبري راستنېدونکو افغانانو پر ستونزو او د مرستو پر لارو چارو خبرې کړې دي. متقي ویلي، چې د جبري را اېستل کېدونکو کډوالو ته باید په کوربه هېوادونو کې د خپلو حسابونو د تصفيې او د خپلو املاکو د خرڅلاو يا انتقال لپاره فرصت ور کړل شي. نوموړي ویلي، چې حکومت په خپل وس د خلکو مرسته کوي، خو د نړۍوالو ادارو مرستو ته اړتيا شته.
فليپو ګراندي ډاډ ورکړی، چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د افغان کډوالو حالت له نږدې څاري او په خپل ټول توان به ورسره
مرسته کوي.

19/07/2025

مس عینک کان ته غځېدلی سړک، چې ۱۳.۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري، کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوي دي. ددې سړک د جوړېدو په پروژه کې له ۳۰۰ زیاتو هېواد والو ته د کار زمینه برابره شوې ده. نور حال په دې ویډیو کې...

غوره ملګری خپرونه | کتاب: اکسون مهالنۍ، مطالعې ته ځانګړې شوې ګڼه، شپږمه برخه
19/07/2025

غوره ملګری خپرونه | کتاب: اکسون مهالنۍ، مطالعې ته ځانګړې شوې ګڼه، شپږمه برخه

🟩 د افغانستان او نړۍ په اړه وروستیو او پر وخت خبرونو،‌ سياسي او ټولنیزو بحثونو، تفریحي او ورزشي خپرونو لپاره زموږ وېبسايټ او ټولنیزې شبکې و څاری! 🟢 Head to...

په لوګر ولایت کې د فوټسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي پای ته ...
19/07/2025

په لوګر ولایت کې د فوټسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي پای ته ورسېدې.

په لوګر ولایت کې د فوټسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو

غزه کې له نن سهاره راهیسې د اسراییلو د بریدونو له امله تر دې مهاله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. الجزیرې ټلویزیون ...
19/07/2025

غزه کې له نن سهاره راهیسې د اسراییلو د بریدونو له امله تر دې مهاله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. الجزیرې ټلویزیون راپور ورکړی چې په وژل شویو کې ۲۹ مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي. د غزې بشردوستانه مرستو وېش مرکز مخې‌ته هر روز لسګونه کسان د اسراییلو په ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زمردو له پنځو نویو ساحو څخه د استخراج چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کان...
19/07/2025

د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زمردو له پنځو نویو ساحو څخه د استخراج چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس، محمد قاسم امیري ویلي چې تر دې دمه د دوی تخنیکي او تخصصي ټیمونو د پریان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۲۵۰ څخه زیات د زمردو کانونه تثبیت کړي دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړونو په پروګرام کې ویلي، چې په تېر یو کال کې ...
19/07/2025

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړونو په پروګرام کې ویلي، چې په تېر یو کال کې په هېواد کې د ۶۹۵ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت یو زر ۹۱۶ پروژې د کورنیو او بهرنیو موسسو له لوري پلي شوې دي. د نظري په خبره، په دې موده کې ۱۴۰ کورنیو او ۶ بهرنیو موسساتو ته د فعالیت جوازونه ورکول شوي، چې له دې سره په هېواد کې د فعاله غیر دولتي موسسو شمېر دوه زره او ۶۴۰ ته رسېدلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره په ټېلیفوني خبرو کې ویلي چې د سوریې روان کړک...
19/07/2025

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره په ټېلیفوني خبرو کې ویلي چې د سوریې روان کړکېچ باید په سملاسي توګه پای ته ورسېږي. فیدان په دې ټلېفوني اړیکه کې زیاته کړې، ترکیه چمتو ده چې د سوریې کړکېچ د ختمېدو لپاره له امریکا سره همکاري وکړي او د تاوتریخوالي حل ته یوه تلپاتې ومومي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اندېښنه ښودلې چې د اسراییل له‌خوا پر سوریه بریدونه روان وضعیت لا نور خرابولی شي.

فلیپو ګراندي ویلي، چې د سفر موخه یې د سرپرست حکومت له چارواکو او خلکو سره لیدنې او د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونه د...
19/07/2025

فلیپو ګراندي ویلي، چې د سفر موخه یې د سرپرست حکومت له چارواکو او خلکو سره لیدنې او د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونه ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، فلیپو ګراندي، نن سهار کابل ته راورسېد. د کډوالو او

د عامې روغتیا سرپرست وزیر، نور جلال جلالي په کابل کې د برېټانیا د سفارت له چارسمبالي، رابرټ چټرټن ډېکسن، او نوي ټاکل شوي...
19/07/2025

د عامې روغتیا سرپرست وزیر، نور جلال جلالي په کابل کې د برېټانیا د سفارت له چارسمبالي، رابرټ چټرټن ډېکسن، او نوي ټاکل شوي استازي ریچارډ لینزي سره کتلي. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سکټور د لا پیاوړتیا، د وزارت د مهمو لومړیتوبونو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د روږدو، سرطان، او د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې د همکاریو او دوامدار ملاتړ په اړه خبرې شوې دي. د برېټانیا استازو له افغان لوري سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې د روغتیا په برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

Address

Shahr-e Now

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Spogmai FM posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Spogmai FM:

Share

Category

Our Story

څار د سپوږمۍ راډیو اقتصادي چینل دی. له دې ځایه د اقتصاد، تکنالوژۍ، سپورت او پرمختګونو په اړه نوي خبرونه او تازه پرمختګونه ترلاسه کولی شی.