Salam Watandar Pashto

Salam Watandar Pashto Salam Watandar Pashto News Official Page

غزه کې روغتیايي سرچینې وايي چې د اسراییلو له لوري د بریدونو له امله د نن ورځې له پیل راهیسې، ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه و...
18/07/2025

غزه کې روغتیايي سرچینې وايي چې د اسراییلو له لوري د بریدونو له امله د نن ورځې له پیل راهیسې، ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن جمعه، جولای ۱۸مه په یوه راپور کې ویلي چې په وژل شویو کې اووه مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې د قربانیانو منځ کې دوه کسان د رفح شمال لوېدیځ الشکوش په سیمه کې وژل شوي دي.

په قربانیانو کې هغه درې کسان هم شامل دي چې د غزې ښار د ختیځې برخې په طوفه ګاونډ کې د اسراییلو په برید کې وژل شوي وو.

په غزه کې د اسراییلو له لوري د روانو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۵۸زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بریدونو پرمهال شاوخوا ۱۴۰زره کسان ټپیان شوي او زرګونه کورنۍ د روانې جګړې له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

#سلام‌وطندار

کابل – جمعه، د چنګاښ ۲۷مه: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د المان له حکومت سره له خبرو وروسته، ۸۱ افغا...
18/07/2025

کابل – جمعه، د چنګاښ ۲۷مه: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د المان له حکومت سره له خبرو وروسته، ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي له دغه هېواده اخراج شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د المان له حکومت سره له خبرو وروسته، ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي له دغه هېواده اخراج شوي دي. بلخي نن سهار (جمعه) پر خپله ا....

د اسراییل په مرکزي برخه کې د وسلو د لټون پرمهال د چاودنې له امله دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.د اسراییل ټایمز ورځ‌پاڼې ...
18/07/2025

د اسراییل په مرکزي برخه کې د وسلو د لټون پرمهال د چاودنې له امله دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د اسراییل ټایمز ورځ‌پاڼې د راپور له مخې، نن «جمعه، جولای ۱۸مه» د اسراییل په مرکزي جلجولیا ښار کې د وسلو د لټون پرمهال په چاودنه کې دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په دې چاودنه کې د چاودېدونکو توکو د لټون لپاره ګومارل شوی سپی وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، دواړه افسران په منځني ډول ټپیان شوي دي. د چاودنې څرنګوالی تراوسه نه‌دی روښانه شوی.

#سلام‌وطندار

په داسې حال کې چې پرمختللو هېوادونو کې سونوګرافي د اومېندوارۍ پرمهال یوازې څلور ځلې او د یوه ځانګړي طبي موخې لپاره توصیه...
18/07/2025

په داسې حال کې چې پرمختللو هېوادونو کې سونوګرافي د اومېندوارۍ پرمهال یوازې څلور ځلې او د یوه ځانګړي طبي موخې لپاره توصیه کېږي، د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې افغانستان کې له دې ډېر، مېرمنې د اومېندوارۍ پرمهال «تلوېزیوني معاینه» یا سونوګرافي کوي.

په داسې حال کې چې پرمختللو هېوادونو کې سونوګرافي د اومېندوارۍ پرمهال یوازې څلور ځلې او د یوه ځانګړي طبي موخې لپاره توصیه کېږي، د سلام‌وطندار ته موندنې ښيي چې افغانس....

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «حاجي منګل احمدزي» خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په خروار ولسوالي کې پر شاوخوا ۴۰۰ ب...
18/07/2025

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «حاجي منګل احمدزي» خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په خروار ولسوالي کې پر شاوخوا ۴۰۰ بې‌وزله زده‌کوونکو درسي توکي ووېشل شول.

د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د خپلو نورو ورځنیو ستونزو ترڅنګ، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ منفي ا...
17/07/2025

د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د خپلو نورو ورځنیو ستونزو ترڅنګ، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ منفي اغېزې هم زغمي.

د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د خپلو نورو ورځنیو ستونزو ترڅنګ، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ منفي اغېزې هم زغمي. د غزني اوسېدونکي هم له څو کلونو ....

د سوریې د بشرحقونو څار بنسټ وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو له امله تر دې مهاله ۲۵۰ کسان وژل شوي د...
17/07/2025

د سوریې د بشرحقونو څار بنسټ وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو له امله تر دې مهاله ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشرحقونو څار بنسټ وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو له امله تر دې مهاله ۲۵۰ کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، اسراییلو پرون چهارشنبه، چ....

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځیو ته د درسي توکو د وېش لړۍ پیل ش...
17/07/2025

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځیو ته د درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځیو ته د درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د پکتیکا ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپا....

Address

Shahr-e Now

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Salam Watandar Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Salam Watandar Pashto:

Share