Mushfiq Media/ مشفق میډیا

  • Home
  • Mushfiq Media/ مشفق میډیا

Mushfiq Media/ مشفق میډیا غواړم په دې پاڼه کې لیکنې، ښکلي غږ لرونکو قاریانو تلاوتونه او لنډ اسلامي کلپونه نشر کړم؛ تاسې هم راسره پدې پاڼه کې ملګري شﺉ.

08/07/2024

د بهر مېشتو افغانانو لپاره زېری!
ټول هغه هېوادوال چې د هېواد څخه بهر ژوند کوي او نه شي کولی چې خپلو اولادونو باندې په حضوري توګه د قران کريم زده کړه وکړي؛ نو دا زمينه ورته; مسلم د قران کريم انلاين زده کړو مرکز برابر وي؛ تر څو ستاسې اولادونه په اسلامي روحه ورزل شي. ان شاءالله

28/06/2024
🗒️ د جُمعې ورځې سنت عملونه➊ د سورت کهف لوستل➋ غسل کول➌ مسواک وهل➍ خوشبو لګول➎ مسجد ته وختي تلل, له لمر ختلو وروسته وختی ...
28/06/2024

🗒️ د جُمعې ورځې سنت عملونه

➊ د سورت کهف لوستل
➋ غسل کول
➌ مسواک وهل
➍ خوشبو لګول
➎ مسجد ته وختي تلل, له لمر ختلو وروسته وختی تلل.
➏ باید ښکلې جامې واغوندي که نوې نه وي نو پاکې باید وي.
➐ د دعاء د قبلېدو د ساعت انتظار او لټه دې وکړي، ځکه پر دې ورځ یو داسې ساعت دی که یو مسلمان بنده په دغه وخت کې لمونځ کوي او له تعالی څه غواړي نو الله تعالی یې خامخا ورکوي.
➑ پر رسول الله ﷺ زیات درود ویل.

📓 لقاء الباب المفتوح صـ١٠٥

03/06/2024

مفتي صاحب!
د جاهلیت په زمانه کې به چې د عربو په کومه مسئله کې اختلاف پیداشو،
عامر بن الظرب العدواني (مشرک) ته به د فیصلې لپاره ورتلل، یو وخت ورته د یوې قبیلې وګړي راغلل ورته یې وویل: زمونږ یو شخص (دنارینه او ښځينه) دوه تناسلي آلې لري میراث ورته د سړي ورکړو که د ښځې؟
مشرک مفتي ورته ځواب نه درلود د سم ځواب موندنې په لټه څلویښت ورځې تېرې شوې، راغلی ډله پر نوموړي میلمنه وه، وینځه چې د نوموړي ګډې بزې به یې څرولې سخیله نومېده ورته راغله؛ ویې ویل: عامره! ګډې بزې دې په خلاصېدو دي آخر ولې دا میلمانه دومره حصار دي، څه ستونزه ده؟
عامر وویل: خپل کار کوه، ستونزه لویه ده سر مې پرې نه خلاصېږي!
آخر یې سخیله په ستونزه خبر کړه ، سخیله وویل: (اتبع المال المبال) مال او میراث د کوچنیو بولو له امله ورکړه، ( یعنې که بول د سړیو په تناسلي آلې کوي د نارینه میراث ، او که په ښځینه تناسلي آلې کوي ښځینه میراث ورکړه!)
عامر وویل: سخیله مننه چې له ستونزې دې خلاص کړم.
______________
امام اوزاعي د کېسې په تړاو لیکلي: عامر مشرک و د جنت او جهنم په کیسه کې نه و، لکن د سم جواب موندنې لپاره یې څلویښت ورځې لټون وکړ، ولې هغه څوک چې د جنت هوس لري له جهنم ویریږي بې علمه فتوی ورکوي.
البداية والنهاية ابن كثير.
ژباړه: NOOR.IHSAS

20/04/2024

1:- یوه ورځ امیر المؤمنین عمربن الخطاب رضی الله عنه د خطبې پرمهال وویل:
ای خلکو! زما خبره واورئ او عمل پرې وکړئ!
په ناستو خلکوی کې سلمان فارسي وویل:
پر الله قسم نه دې خبره اورو او نه یې منو!
امیرالمؤمنین وویل: سلمانه ولې؟
سلمان: تا له دوه څادرو کالي (جامې) اغوستلي او موږ ته دې یوه (ټوټه) جامې راکړي!
امیرالمؤمنین خپل زوی عبدالله بن عمر ته وویل: سلمان ته جواب ورکړه!
عبدالله بن عمر: زما پلار له تنې او بدن څخه لوړ دی، ما مې خپله برخه ټوټه پلار ته ورکړې، دواړه ټوټې یې یو کړي او کالي یې ورڅخه ګنډلي.
سلمان: اوس نو خبرو ته دوام ورکړه موږ ورته غوږ یو او عمل ورباندې کوو.

2:- یوه ورځ امیرالمؤمنین وویل:
په الله قسم که د دجلې د نهر په غاړه اس یا قچر و خویږي او پښه یې ماته شي، له ما څخه به الله پوښتنه کوي چې ولې دې د اسونو او قچرو لیار نه وه جوړه کړی.

3:- یوه ورځ امیر المؤمنین د خپلو بچیانو په لاسونو کې خواږه(حلوا) ولیده له خپلې میرمنې څخه یې وپوښتل: دا مو له کومه کړی؟
میرمن: امیرالمؤمنینه! د هغو وړو څخه چې له بیت الماله مو کور ته د خوړو لپاره راځي یو څه مې له ډېره وخته سپما کړي و، بچو ته مې پرې حلوا واخیسته.
امیرالمؤمنین: ته د خوراک له وړو څخه سپما کوې او زما رعیت (د واک لاندې) خلکو کې داسې خلک شته چې وړه ورته نه رسېږي.
4:- یوه ورځ یې د لوږې په کال د وینا پر مهال خېټې قړار(اواز) وکړ، په خېټه یې لاس کش کړ او ویې ویل: که اوزونه کوې او که یې نه کوې تر هغې به دې مړه نه کړم ترڅو د مسلمانانو ماشومان ماړه نه شي.
5:- یوه شپه یې په یوه دشته کې یو خیمه کې د یوې کونډې بچیان د لوږې له امله په ژړا ولیدل، بیت المال ته ولاړ د خوراک لپاره یې په خپله شا ورته وړه او غوړي راوړل....... کونډې وویل: ته له امیرالمؤمنین څخه هم غوره یې.
6:- د مصر یو یهودي ورته د مصر د والي زوی محمد بن عمرو بن العاص څخه شکایت وکړ چې د اسونو په ځغاسته کې ترینه مخکې شوم ویې وهلم.
امیرالمؤمنین د عمرو بن العاص زوی محمد راوغوښت پر ځمکه یې څملوو، ویې وهلو او بیا یې وویل: تاسو ولی د خلکو په اړه د غلامانو فکر کوئ، حال داچې میندو ازاد زېږولي.!
7:- د روم د پاچا هرقل استازی امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب ته راغی، امیرالمؤمنین د ونې سيوري ته په پوزه کي ویده و،
استازي وویل: د رعیت ترمنځ دې انصاف کړی، له دې امله دې امنیت تامین کړی، ویده شوی یمنورې

8:- د لوږې په کال یې د مدینې منورې نږدې خیمې ودرولې د لرو پرتو سیمو او بانډو له اوسیدونکو یې وغوښتل چې مدینې ته راشي! او ویې ویل: یا به یوځای ژوند کوو او یا به یوځای مړه کېږو.
9:- یوه ورځ ورته چا وویل: له ځانه وروسته خپل زوی عبدالله بن عمر خلیفه کړه ځکه ډېر غوره انسان دی، ورته یې وویل: دروغجنه دروغ دې وویل، الله ګواه کوم چې ته دروغجن یې، زما له زوی څخه ډېر غوره مسلمانان شته.

10:- کله چې په خنجر ووهل شو، زوی ته یې وویل: سر مې په خاورو کېږده شاید الله راباندې رحم وکړي.
رضی الله عنه.
ژباړه: Noor Ihsas

چا چه علماءو پسې بد رد ويلی ، سپک يي ورته کتلي دي پخپله سپک شوی دی.كافي
01/04/2024

چا چه علماءو پسې بد رد ويلی ، سپک يي ورته کتلي دي
پخپله سپک شوی دی.
كافي

15/03/2024

رمضان مباركه مياشت ده ، دعاګانې قبليږي ، خپل والدين درنه په دعاګانو کی هير نشي ، مړه وي که ژوندي
او مړه خو ډير زيات محتاج دي
ټول مړه مسلمانان او ټول اسلامي امت په دعاګانو کی ياد لرئ.
عتيق الله صافى

08/03/2024

د رمضان المبارک اهمیت!
دا چې هر مسلمان د روژې د اهمیت او ارزښت څخه خبر دی، دا میاشت په حقیقت کې پر مومنانو باندې د الله تعالی یو ستر انعام دی ، ځکه چې دا د مسلمانانو د مغفرت او بې حسابه ثوبونو او اجرونو حاصلولو لپاره یو قیمتي چانس دی؛ الله تعالی هیڅکله نه غواړي چې بنده ګان یې جهنم ته لاړ شي، نو همدا وجه ده چې الله تعالی جنت ته د داخلېدو لپاره خپلو بنده ګانو ته غوره عبادات په غوره وختونو کې ټاکلي دي، چې یو د رمضان میاشت ده؛ چې دا میاشت په نورو میاشتو ډېر فضیلت لري، چې د دې میاشتې په اخري برخه کې د لیلة القدر شپه شتون لري، چې عبادت پکې د زرو میاشتو له عبادت څخه هم غوره دی.
نو ګرانو ورونو او خوېندو!
هر کله چې دا دومره له ثوابونو او اجرونو ډکه میاشت ده، نو پکار ده چې مونږ او تاسې پکې غافله پاتې نشو او دا مهمه میاشت د خوبونو او یا خوراکونو میاشت ونه ګڼوــــ بلکې دا میاشت د الله تعالی د بنده ګۍ او مسلمانانو ته د خېر رسولو یو ښه فرصت وګڼو.
#مشفق

07/03/2024

*عشره مبشره څوک دي؟*

*عشره مبشره يعني هغه لس نفره چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طرفه څخه په جنت سره زېرى ورکول شوى دى دغه کسان دي:*

اول: ابو بکر الصديق.
دوهم: عمر بن الخطاب.
دریم: عثمان بن عفان.
څلورم: علـي بن ابي طالب.
پنځم: طلحه بن عبيدالله .
شپږم: زبير بن العوام.
اووم: عبدالرحمان بن عوف.
اتم: سعد بن ابي وقاص.
نهم: سعـيد بن زيد.
لسم: ابو عبيـده عامر بن الجراح.

*رضى الله تعالى عنهم جميعاً و أرضاهم و رَزَقَنا حبَهم و حبَ من يُحِبَهم و جَمَعنا بهـم في جنات النعيم.

01/03/2024

د جلال اباد ښار او باراني موسم
ویډیو کلیک!
عثمان مبشر

امام ذهبي رحمه الله : کله چه فتنه واقع شي ، نود رسول الله "صلی الله عليه وسلم" په سنت منګولی ولګوه ، او چوپتيا اختيار کړ...
08/12/2023

امام ذهبي رحمه الله :
کله چه فتنه واقع شي ، نود رسول الله "صلی الله عليه وسلم" په سنت منګولی ولګوه ، او چوپتيا اختيار کړه ، او په هغه څه کی مه ورننووځه (مه غږيږه) چی تا پوری اړه نلري ، او کوم شې چه درته مشکل شو نو الله تعالی او د هغه رسول "صلى الله عليه وسلم" ته يي حواله کړه ، ودريږه ، او ووايه : والله اعلم (الله تعالی ښه پوهيږي).
عتيق الله صافى

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mushfiq Media/ مشفق میډیا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Mushfiq Media/ مشفق میډیا:

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share