
25/07/2025
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته رسیدلی دی
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاقډار د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ترڅنګ د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په تړاو د خبرو اترو لپاره امریکا ته سفر کړی دی.
عرب نیوز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی، چې دا سفر وروسته له هغه ترسره کېږي چې د روان کال په اپرېل کې د واشنګټن لهخوا د پاکستان پر صادراتو ۲۹ سلنه تعرفه اعلان شوه. ټاکل شوې چې نوموړی د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وګوري.
د یاد وزارت په وینا، په دغه لیدنه کې به د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو مهم اړخونه وڅېړل شي او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره به پر مناسبو لارو چارو بحث وشي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې شي.