
13/01/2025
پاملرنه، پاملرنه او پاملرنه!!!
د کرکټ ملي ټیم د تحریم د غوښتنې په ځواب کې څه کولی شو؟!
د تکواندو نړیوال فدراسیون د قوانینو مطابق په نړیوالو لوبو او هیوادونو کې لوبېدونکي لوبغاړي کولی شي له دغو درې (١: د کوم هیواد له آدرس څخه چې لوبېږي، د هغه هیواد تابعیت او پاسپورت؛ ٢: د ورزشي ملیت بدلون غوښتنې په صورت کې نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه د لومړني هیواد له آدرس څخه د لوبېدو درې کلنه تجربه؛ ٣: د تابعیت نه لرلو/ مهاجرت په صورت کې د تکواندو نړیوال فدراسیون له آدرس او بیرغ لاندې لوبه کول) آدرسونو لوبه وکړي.
د روان میلادي کال په لړ کې به د چین په (ووشي) ښار کې د تکواندو نړیوالې لوبې ترسره شي، دغو لوبو کې د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ نارینه او ښځینه لوبغاړي ګډون کولی شي، د نارینه وو په برخه کې به زموږ د ملي ټیم لوبغاړي لوبیږي، خو دا چې د افغانستان د میرمنو ملي ټيم له وړاندې لغوه شوی او ځینې لوبغاړې بهر ته مهاجرې شوي، نو دغه میرمنې به د افغانستان په استازیتوب او که د ملیت د بدلون غوښتنه یې کړې وي، د تکواندو د نړیوال فدراسیون له آدرسه لوبیږي.
د تکواندو لوبغاړې مرضیې حمیدي څو ورځې مخکې د افغانستان کرکټ ملي ټیم د تحریم غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنې د (ICC) له لوري رده شوه، که څوک غواړي د تکواندو دغې لوبغاړې مرضیې حمیدي ته مناسب ځواب ورکړي، لاره یې همدا ده چې په چین هیواد کې د تکواندو په نړیوالو لوبو کې ددغې لوبغاړې د ګډون د تحریم غوښتنه وکړي.
همدارنګه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له چین هیواد سره ښې اړیکې لري، دغه وزارت هم کولی شي ددغې لوبغاړې د تحریم غوښتنه وکړي.