Sami Omari

Sami Omari Afghanistan 🇦🇫 is First افغانستان لومړی دی

په استرالیا کې د مېشتو افغانان غوښتنه!د استرالیا هېواد په ملبورن ښار کې د افغان بازار په نوم مشهور بازار دی، چې په ۲۰۱۰ ...
08/02/2025

په استرالیا کې د مېشتو افغانان غوښتنه!

د استرالیا هېواد په ملبورن ښار کې د افغان بازار په نوم مشهور بازار دی، چې په ۲۰۱۰ کې ورته دا نوم د اړوند ښاروالئ له لورې ورکړل شو.

اوس یو شمېر د کوېټې هزاره ګان چې د افغان په نوم دلته راغلي خو اوسمهال ځانونه پاکستاني بولي، یادې ښاروالئ ته یې وړاندیز کړی چې د افغان بازار نوم د (بامیان کوچک) په نوم کړي.

لاندې عریضه زموږ افغانانو چمتو کړې ده، هیله ده چې امضاءیې کړئ، او په دې ملي کار کې برخه واخلئ تر څو ددې خیانت مخه ونیول شي.

له نورو دوستان سره یې هم شریک کړئ.

Preservation of the name of “Afghan Bazaar” in Dandenong

25/01/2025

له ډېر درد څخه ډک څو بېتونه چې د لرې پرتې سیمې یو کلیوال بابا په ژبه ویل شوي.

ډونالډ ټرمپ به سبا ورځ په ۲۱ د جنورئ د امریکا ولسمشرئ دوره پیل کړي، طالبان هیله لري چې له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې ښ...
20/01/2025

ډونالډ ټرمپ به سبا ورځ په ۲۱ د جنورئ د امریکا ولسمشرئ دوره پیل کړي، طالبان هیله لري چې له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې ښه کړي، دوئ هڅه کوي چې دېپلوماتیکې اړيکې، اقتصادي مرستو، او بندیزونو د لېرې کولو پر تمرکز د ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي. لکه څنګه چې افغانستان اوس له یوه سخت بشري ناورین سره مخ دی، نو هیله مندي یې ډېره ده چې د امریکا مرستې بیا پیل شي او له دغه انزوا حالت بیرون راووځي.
زما په اند طالبان د ټرمپ ادارې څخه د د افغانستان په کورنئ چارو کې د لاسوهنې د نه کولو تمه لري، د او دريځ یې دا دی چې افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي او د حکومت یا بشري حقونو اړوند بندیزونه پرې ونه لګوي. د ځینو طالب مشرانو په وینا د ټرمپ “امریکا لومړئ ده” تګلاره ښایي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا کمه لاسوهنه تضمین کړي ځکه خپل امریکایي موضوعات ته به لومړیتوب ورکړي.

په ورته وخت کې، طالبان ممکن د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون پر ژمنو د عمل کولو لپاره له فشار سره مخ شي، چې پکې د ترهګرۍ ضد مبارزه او د ټولشموله حکومت جوړونې اصلاحات شامل ذکر شوي دي، چې تر اوسه عملي شوي نه دي. د ټرمپ د ځینو ویناوو په اساس ښایي چې طالبان دې ته اړ کړي چې افغانستان یو ځل بیا د افراطي ډلو لپاره خوندي ځای ونه ګرځوي. مهمه موضوع به دا وي چې امریکایي تبع لرونکي اشخاص چې اوسمهال د طالبانو په بند کې دي آزاد کړي. په ټوله کې، طالبان د ټرمپ ولسمشرۍ د اړیکو د بیا پیلولو لپاره یوه فرصت ګڼي، خو په ورته وخت کې نړیوالو توقعاتو پوره کولو کې ممکن له چلینجونو سره مخ شي.

وګورو چې څه کېږي.
#طالبان #افغانستان #امریکا #جمهوریت #ترهګري

دا د ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو رسمي انځور دی،   لکه څنګه چې انځورونه د رویي، چلند او  احساس  ښکارندوی وي، نو ځکه ډیری...
18/01/2025

دا د ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو رسمي انځور دی، لکه څنګه چې انځورونه د رویي، چلند او احساس ښکارندوی وي، نو ځکه ډیری نړیوالې پېژندل شوې څېرې او سیاسیون خپلې موخې، غوښتنې او پلانونه په اندک ډول په خپلو انځورونو کې ښایي.

ولسمشر ټرمپ په دې انځور کې ډېر جدي، ګواښوونکی، او پرېکړییز برېښي. دا ممکن یو شمېر هېوادونو لکه ایران، چین، او روسیې ته د جدیت پیغام رسول هم وي، خو موږ ته مهمه د افغانستان پر وړاندې دده نوې پالیسي ده، چې څه ډول پالیسي به غوره کړي؟

ټوله سیاسي نړئ د جنوري ۲۰ نېټې ته په تمه ده، دا چې کوم تحول راتلونکی دی، د ټرمپ نوې ادارې پالیسئ به یې په ډاګه کړي.

د 2025 پیل دې تاسې ټولو په کور دننه او بېرون مېشت هېوادوالو ته  د بریالیتوب کال وګرځي.
01/01/2025

د 2025 پیل دې تاسې ټولو په کور دننه او بېرون مېشت هېوادوالو ته د بریالیتوب کال وګرځي.

خيبر کې د پښتنو ملي جرګه رسماً پیل شوه.
12/10/2024

خيبر کې د پښتنو ملي جرګه رسماً پیل شوه.

12/10/2024

افغانستان د خدايي استعدادونو ځمکه/وطن!

ددې ماشوم په څېره او سترګو کې د ګیلو ډکن صحنه وګورئ، څومره ژور درد لري. یواځې هغه څوک یې درک کولی شي چې ددې صحنو شاهد تېر شوی وي.

محمد نبي د هېواد ویاړ دی، بوختیاوې یې ډېرې دي، هیله ترې کوو چې ددې کوچني معصوم بختیار سره په کړې وعده کې حتمأ لاس په کار شي.
Mohammad Nabi
Rashid Khan
Gulbadin Naib

Address

Darlinghurst, NSW

Telephone

+93766787067

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sami Omari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Sami Omari:

Share