Shafi Esar

Shafi Esar Online Test Preperation Center

21/04/2026

Jamona Da Sharabo Shafi Esar

14/12/2025

عبدالھادی ملا شعر

04/12/2025

ملاکنډ پوهنتون کلتور ميله؛
راځئ ځوانانو، پيغلو شازلميانو چې د پښتو کلتور، پښتني وقار او د خپل وطن د روح ژوندي روایت په داسي ویاړ ولمانځو!

شاباسه ځوانانو، پيغلو او شازلميانو! دا وطن، دا خلک، دا خاوره او دا کلتور زموږ په اوږو ولاړ دي او زموږ د هویت ستنې جوړوي. موږ د هغه نسل استازي یو چې سیالي کوي، ودرېږي او خپل کلتور ته بیا ژوند بښي.

هغه فکرونه چې زموږ له ټولنې سره د تړاو تار پرې کوي، او زموږ د زرګونو کلونو کلتوري حافظې سره په ټکر کې دي، اوس نور د دې خاورې د خلکو ریښتینی غږ نه شي استازولای. دا د پردیو Aliens له روایتونو راټوکېدلي فکرونه دي، چې زموږ د ټولنې په منځ کې ځان پردي Alien ګڼي.

ځوانانو! پيغلو، د ملایانو، د هغوی د زومبيانو له خبرو مه وېرېږئ. څوک چې له خپل حقیقت او له خپلې خاورې له کلتور څخه لرې پاتې وي، هغوی په خپله د روحي ګډوډۍ او کړاو سره مخ کېږي. کله چې موږ خپل پښتنی کلتور په ویاړ لمانځو، هغه پردي aliens فکرونه چې زموږ له ټولنې سره نه تړل کېږي، پخپله کمزوري کېږي او له منځه ځي.
نو تاسې یوازې خوشحاله اوسئ، خپل کلتور ولمانځئ، او د خپل هویت په ویاړ ژوند وکړئ.

نو ځکه موږ وایو؛ د دا وطن، دا خاوره، دا خلک او دا کلتور زموږ دي؛ او موږ یې په مینه، اګاهي او ویاړ بیا ولمانځو. راځئ چې د پښتو کلتور حقیقي روح په داسې ځواکمن ډول ژوندی کړو چې هر پردی روايت پخپله بې‌اهمیته شي، او زموږ اصلي کلتوري رڼا بیرته ځلېدونکې شي.

د تاریخ هغه دورې چې په دولتي انجینرۍ او ښکېلاک فکرونو زموږ پر ټولنه درنې تیارې راوستې وې، اوس زموږ ځوان نسل د هماغو تیارو برعکس د خپل کلتور په بیدارۍ، هنر، پوهه او خپلواک فکر سره ځواب ورکوي. د پښتني کلتور دوام پخپله د ښکېلاک پر ضد یو عمل دی.

راځئ، د پښتو د دودونو او وجدان په رڼا کې، خپل کلتوري ژوند داسې ولمانځو چې د دې خاورې هر ځوان پرې ویاړي! 💖🚩❣️🚩

01/12/2025

Nan Shpa Ya Shahdi Da | Shafi Esar

Address

İstiqlaliyyət Küçəsi 4
Baku
AZ1001

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shafi Esar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Shafi Esar:

Share