25/09/2026
د کرکټ مبصر ابراهيم مومند وايي څلور کاله تېر شول افغان کرکټ بورډ څه وکړل
د تېر ۲۰۲۳ کال کامیابه ۵۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام نېږدې ۴ کلونه پوره کېدونکي دي خو افغانستان له هغې وروسته څه وکړل.
له نړېوال جام وروسته یې نجیب ځدران، مجیب ځدران، عبدالرحمان، او له کومې لوبې پرته ریاض حسن له لوبډلې تراوسه ډراپ کړي.
نوین نړېوال جام ولوباوه خو په پیل کې یې د رېټایرمنټ اعلان وکړ.
خو لدې وروسته افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ډېر لوبغاړي راوستل شول چې یواځې ۱۰ لوبغاړو ته لوبې ورکړل شوې.
له نړېوال جام وروسته افغانستان ۳۲ پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړي چې یواځې غضنفر ته یې ۱۷، صدیق اتل ته یې ۱۴ او ننګیال ته یې ترې ۱۱ لوبې ورکړي دي خو ترټولو مهمه برخه کې چې باید د سویلي افریقې په کوربتوب تېزو وېکټو ته یې تېزترینه بالران پیدا کړی او روزلی وای هېڅ پام ونشو او دا ځل به ترټولو کم تجربه کاره فاسټ بالران راتلونکي نړېوال جام کې هم د افغانستان وي.
افغانستان له تېرنړېوال جام راپدېخوا په ترسره شویو ۳۲ لوبو کې نوید ځدراڼ او سلیم صافي ته یواځې څلور څلور خو بلال سمیع ته ۳ او بشیراحمد او ضیا شریفي په ۲ پنځوس اوریزه لوبو باندې خوشحاله کړي دي.
په بېټېنګ کې یې یې هم راتلونکې نړېوال جام ته د هېڅ لوبغاړي په بیک اپ کار ونکړ چې عبدالمالک ته یې په دې نېږدې ۴ کلونو کې ۴ او دروېش رسولي ته یې ۲ لوبې ورکړې.
اوس نو ستر سوال دادی چې افغانستان په تېرو ۴ کلونو کې د سویلي افرېقې، زمبابوې او نمیبیا په کوربتوب ۲۰۲۷ کال پنځوس اوریزه کرکټنړېوال جام ته په کومه برخه کې څومره تیاری کړی او له کوم نوي پلان او سراپریز پکېج سره دغو لوبو ته ور روان یو
تاسې یې ووایۍ