Zalmay Zail

Zalmay Zail journalist
(1)

دلته مې درسره وڅارئ
26/08/2026

دلته مې درسره وڅارئ

ايا د ایران او عمان نوې هوکړه د تېلو بیې راکمولی شي؟
ایران او عمان د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د یوه لنډمهاله دهلېز پر جوړولو خبرې بیا پیل کړې دي.
دواړو هېوادونو د تنګي د ماین‌پاکۍ او د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د تنظیم په اړه هم خبرې کړې دي.
هرمز تنګی ځکه دومره مهم دی چې له جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل او مایع طبیعي ګاز له همدې لارې لېږدېدل.
د دې خبر له خپرېدو سره د نړیوالو بازارونو سمدستي توپير راغی.
د چهارشنبې په ورځ د برېنټ تېلو بیه شاوخوا ۳ سلنه راټیټه شوه او نږدې ۸۶ ډالرو ته ورسېده، ځکه بازارونه د هرمز د احتمالي بیا پرانیستل کېدو هیله لري.
افغانستان له سمندر سره مستقیمه لار نه لري او د تېلو او ډېرو وارداتي توکو لپاره په سیمه‌ییزو ترانزیټي مسیرونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان، متکي دی.
له همدې امله د نړۍ د تېلو بیې او د سیمې د ترانسپورټ وضعیت په افغانستان کې هم د پټرولو، ډیزلو، ترانسپورټ او د توکو د بیو پر بازار اغېز کولی شي.
که د ایران او عمان خبرې بریالۍ شي او د هرمز له لارې د انرژۍ صادرات بېرته عادي شي، د نړیوالو تېلو د عرضې فشار کمېدای شي او دا د افغانستان لپاره هم د سون‌توکو د بیو د ثبات یو مثبت عامل کېدای شي.
خو دا لا قطعي هوکړه نه ده؛ د هرمز تګ راتګ لا هم د ج ګړې او سیاسي اختلافاتو له امله له عادي حالت څخه ډېر لرې دی. د رویټرز د معلوماتو له مخې، د اګست په ۲۵مه یوازې پنځه د توکو وړونکې بېړۍ له تنګي تېرې شوې، په داسې حال کې چې د لسو ورځو اوسط ۱۵ بېړۍ و.
اوس خبره داده که هرمز بېرته عادي شي، یوازې د ایران او عمان لپاره نه، بلکې د نړۍ د تېلو بازار لپاره لوی بدلون دی؛ او د افغانستان په څېر وارداتي اقتصادونو کې یې اغېز د سون‌توکو له بیو څخه تر ترانسپورټ او د ورځنیو توکو تر قیمتونو پورې رسېدلی شي.

09/08/2026

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس، خان‌جان الکوزی، ویلي چې د تورخم دروازه لا هم د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده او د هغې د بېرته پرانیستل کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه سم نه دي. نوموړي ویلي، د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې د خصوصي سکټور استازي او یو شمېر سیاستوال هڅه کوي چې تورخم لاره بېرته پرانیستل شي، خو تر اوسه یې هڅې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې. الکوزي زیاته کړې، د افغانستان خصوصي سکټور هم له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستې غوښتونکی دی، خو د تورخم او نورو لارو په اړه د ا.اله دریځ څخه ملاتړ کوي.

09/08/2026

ممتازه ته د سمندر په غاړه ناست وې تنها
چا پسې داسې بې قرار څپې څپې لاړې؟
ممتاز اورکزی.
دا يو انځور ښايسته کامه او د سيند غاړه، زما نو بيا طبيعت دغسې دی 🤪

29/07/2026

ښایسته کابل داسې به مو نه وي لیدلی؟

28/07/2026
27/07/2026

سهار مو پخير وطنه، کابل ښار پل محمود خان او سهارنۍ وړانګې.
دا ځای مو په وروستي ځل کله ليدلی و؟

مونږ دلته وڅارئ دا پاڼه خرابه شوې ده
27/07/2026

مونږ دلته وڅارئ دا پاڼه خرابه شوې ده

د لغمان د فرشغان ښکلا، د روان سیند نغمې، او د طبیعت ارام چاپېریال هغه شېبې دي چې انسان له هرې ستړیا خلاصوي.
د وطن له داسې منظرو خوند واخلئ کله کله چکر وهئ که څنګه 😜

09/07/2026

د غم ډکه ورځ

Adres

Appeldonkstraat 141
Antwerp
2830

Website

Meldingen

Wees de eerste die het weet en laat ons u een e-mail sturen wanneer Zalmay Zail nieuws en promoties plaatst. Uw e-mailadres wordt niet voor andere doeleinden gebruikt en u kunt zich op elk gewenst moment afmelden.

Contact

Stuur een bericht naar Zalmay Zail:

Snelkoppelingen

Delen