01/06/2026
په بلجيم کې تفریحي ځایونه؛ د پلات تای (Lac de la Plate Taille) د اوبو بند
د اوړي په رارسېدو سره ډېری کورنۍ د رخصتیو تېرولو او تفریح لپاره د داسې ځایونو په لټه کې وي چې هم اوبو ته نږدې وي او هم په کې بېلابېل تفریحي فعالیتونه وي. په ولونیا سیمه کې د پلات تای (Lac de la Plate Taille) د اوبو بند د داسې سفرونو لپاره یو له غوره او مشهورو ځایونو څخه ګڼل کیږي. دا د اوبو بند د بلجیم د تر ټولو لوی مصنوعي جهيلونو یوه مهمه برخه ده چې د هېواد په سویل کې موقعیت لري او هر کال زرګونه کسان ورته راځي.
دا ځای د کورنیو لپاره خورا مناسب اسانتیاوې لري؛ د لامبو وهلو ځانګړې خوندي ساحې، د کښتیو چلولو مرکزونه، او د اوبو د بېلابېلو لوبو اسانتیاوې په کې برابرې شوې دي. د دې ترڅنګ، د بند په شاوخوا کې د پیاده ګرځېدو او بایسکل چلولو لپاره ځانګړې لارې شته چې خلکو ته د طبیعت په غېږ کې د آرامۍ او سپورت زمینه برابروي. د هغو کسانو لپاره چې غواړي د ماشومانو سره په زړه پورې میاشتې او د اونۍ پای تېر کړي، دلته لوی شنه پارکونه او د ناستې ځایونه هم چمتو شوي دي. خپله د بند په ساحه کې تاسې پخلۍ او میله نشی کولای ولې سیمې ته نژدې نور ځایونه شته چې موږ به یې معلومات درسره شريک کړو. تاسې هم موږ ته د ځینو سيمو معلومات را استولی شئ.