25/12/2025
په بلجیم کې د سختې یخنۍ له امله د بې کوره کسانو لپاره بېړنۍ سرپناوې پرانیستل کېږي
د بلجیم په بېلابېلو ښارونو کې د راتلونکو شپو د سختې یخنۍ او منفي درجو له امله د هغو کسانو لپاره چې سرپناه نه لري، اضافي ځایونه ځانګړي شوي دي. په روسلر کې د OCMW اداره یو مرکز د شپې لخوا پرانیستی ساتي او په بروکسل او کورتریک کې هم د بېړنیو ځایونو ظرفیت لوړ شوی دی.
په ګېنت، انتورپن او هاسلټ ښارونو کې لا دمخه د ژمي ځانګړی پلان (winterplan) عملي دی چې له لارې یې اړمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې رسېږي.
که تاسې یا ستاسې په شاوخوا کې څوک له داسې ستونزې سره مخ وي، د خپل ښار له ځانګړو مرکزونو یا OCMW ادارې سره اړیکه نیولی شئ. په بلجیم کې د بې کوره کسانو لپاره د مرستې بېلابېل فرصتونه او قوانین شته چې د اړتیا پر مهال ترې ګټه اخیستل کېدای شي.