Skill Plus +

Skill Plus + Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Skill Plus +, Media/News Company, United Kingdom, London, ON.

سکېل پلس + یوه خپلواکه رسنۍ ده چې تاسو ته د سیمې او نړۍ تازه خبرونه، جالب، معلومات او نورې بېلابېلې خپرونې وړاندې کوي.
که زموږ نشرات مو خوښ شو نو Follow بټن کېکاږئ!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی شاپور ځدران په حق ورسېده.
07/07/2026

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی شاپور ځدران په حق ورسېده.

عمومي اول نمره پروان څخه
07/06/2026

عمومي اول نمره پروان څخه

افغان سندرغاړي فرهاد دریا په حشمت شاهدي، شرف الدین او فرید ملک نیوکې کړې وې چې ښه لوبه نه شي کولی خو نوین الحق فرهاد دری...
07/04/2026

افغان سندرغاړي فرهاد دریا په حشمت شاهدي، شرف الدین او فرید ملک نیوکې کړې وې چې ښه لوبه نه شي کولی خو نوین الحق فرهاد دریا ته غبرګون کې ویلي دي چې ته یو ډم او لوچک انسان یې خپل کار دې کوه.

د جګړو پایله؛یواځې د شهـ.يدانو او معلولینو له وزارت سره د هېواد په کچه  #۱۷۵زره کونډې ثبت دي.یاد وزارت ویلي، په شمار څو ...
06/29/2026

د جګړو پایله؛
یواځې د شهـ.يدانو او معلولینو له وزارت سره د هېواد په کچه #۱۷۵زره کونډې ثبت دي.
یاد وزارت ویلي، په شمار څو کونډې به بالغ بچیان لري، یا به یې اقتصادي وضعیت ښه وي خو نورې ټولې د مساعدتونو مستحق او بې وزله دي.
***

د اس.لامي ام.ارت بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاور د پاکستان د تېرې شپې د برید په غبرګون کې، کابل کې د پاکستان سفارت شارژد...
06/29/2026

د اس.لامي ام.ارت بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاور د پاکستان د تېرې شپې د برید په غبرګون کې، کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړ.

د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي، د پاکستان شارژدافیر ته یې د افغانستان د هوايي حریم د نقض او کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو خپل شديد او قاطع اعتراض ورته وړاندې کړ.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه ډول چلند نه یوازې د موجودو ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا، ګاونډیتوب اړیکې او د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي زیان رسوي.

د پاکستان پوځ تېره شپه پکتیا، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٦ عام ولسي وګړي شهیدان او ١٦٣ نور ټپیان شوي دي.

اس.لامي ام.ارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللي او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

نور مو د صبر کاسه ډکه شوې.امیر دې اجازه راکړئ، چې په اسلام اباد ورشو.
06/29/2026

نور مو د صبر کاسه ډکه شوې.
امیر دې اجازه راکړئ، چې په اسلام اباد ورشو.

حلاله مزدوري!دا پاکستانۍ نڅاګره وايي، چې خداى پاک د هېچا خواري او اخلاص نه ضايع کوي ـ د کومې ورځې نه چې ما نڅا شروع کړې،...
06/29/2026

حلاله مزدوري!
دا پاکستانۍ نڅاګره وايي، چې خداى پاک د هېچا خواري او اخلاص نه ضايع کوي ـ د کومې ورځې نه چې ما نڅا شروع کړې، نو خداى مې په پيسو کې برکت اچولى او حلاله روزي ګټم ـ
که د يوه لاس کې زرګون او د بل کې پنځوسګون وي، نو زه لومړى د پنځوسګون والا مخکې ناڅم چې خداى رانه ناراضه نه شي ـ د غريبو خلکو خدمت عبادت دى ـ
دنيا کې پيسې هر څوک ګټي، څوک يې په غلا، څوک يې په رشوت او يا هم ځينې يې په غلامۍ ـ
زه خپلې خولې تويوم ـ فکر کوم د قاتلانو، ظالمانو او مفتخورو نه زما لار ښه ده، دا ځکه چې زه د نورو غوندې په چا بار نه يم او نه د چا کورونه ورانوم ـ

پاکستاني ملېشو تېره شپه پکتیا، پکتیکا او کنړ کې ملکي وګړي په نښه کړي دي، چې ۳۰ څخه زیات یې شهـ.یدان شوي چې اکثره ماشومان...
06/29/2026

پاکستاني ملېشو تېره شپه پکتیا، پکتیکا او کنړ کې ملکي وګړي په نښه کړي دي، چې ۳۰ څخه زیات یې شهـ.یدان شوي چې اکثره ماشومان، زنانه او سپین ږيري دي.

د چین یو شتمن سړی وایي:که د بیزو (شادو)مخې ته کیله او پیسې کېږدې، نو بیزو به کیله انتخاب کړي، ځکه نه پوهېږي چې پیسې کولی...
06/29/2026

د چین یو شتمن سړی وایي:

که د بیزو (شادو)مخې ته کیله او پیسې کېږدې، نو بیزو به کیله انتخاب کړي، ځکه نه پوهېږي چې پیسې کولی شي ډېرې کیلې واخلي.

په واقعي ژوند کې هم که یو چا ته دنده یا له صفره د کاروبار پیل کولو فرصت ورکړل شي، ډېر خلک دنده انتخابوي؛ ځکه نه پوهېږي چې کاروبار کېدای شي له ثابت معاشه ډېرې پیسې پیدا کړي. هغوی ثابت کار د امنیت ضمانت ګڼي.

د بېوزلۍ یو لامل دا دی چې ځوانانو ته د کار فرصتونو پېژندلو او د نوښت فکر نه ور زده کېږي.

ډېر وخت په ښوونځي کې داسې زده کړې کېږي چې انسان د معاش لپاره کار وکړي، نه دا چې د ځان لپاره کار جوړ کړي.

د کاروبار ګټه له معاشه غوره کېدای شي، ځکه معاش ښايي یوازې د ژوند اړتیاوې پوره کړي، خو ګټه کولی شي شتمني جوړه کړي.
💵

د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر میاشت کې د پاکستان د فیصل اباد ښار یوولس کلنې نجلۍ هانيه کاشف د قرآن کریم په بشپړ ډول حفظ کولو سره ...
06/28/2026

د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر میاشت کې د پاکستان د فیصل اباد ښار یوولس کلنې نجلۍ هانيه کاشف د قرآن کریم په بشپړ ډول حفظ کولو سره د ډېرو پام ځان ته واړاوه. هانيه کاشف چې د خپلو حافظو وروڼو له ژوند څخه یې الهام اخیستی و، د یوې نه ماتېدونکې ارادې په درلودلو سره په خورا حیرانونکي ډول په یوازې ۳۴ ورځو کې د ټول قرآن کریم حفظ بشپړ کړ او هره ورځ یې په اوسط ډول یوه پاره حفظ کوله. د هغې استاد حافظ عرفان الحق چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې ډېر زده‌کوونکي روزلي، د هانیې د دې کار په اړه ویلي چې په خپل ټول تدریسي ژوند کې یې د هغې په څېر چټک او با استعداده زده‌کوونکې نه وه لیدلې. د هانيې د دې روحاني سفر د پای ټکی په مدینې منورې کې کېښودل شو، چېرې چې هغې خپل وروستي درسي لوستونه د مسجد نبوي په سپېڅلي چاپېریال کې بشپړ کړل او د خپل بریا لپاره یې ځانګړې دعا وکړه. هانيه کاشف د یوې علمي او مخکښې کورنۍ غړې ده او د ارواښادې ارِفا کریم له کورنۍ سره تړاو لري؛ همغه نابغه پېغله چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د نړۍ د تر ټولو کمه عمره "مایکروسافټ سرټیفایډ پروفیشنل" لقب ګټلی و. د حنیه کاشف دا لاسته راوړنه نه یوازې د هغې د کورنۍ، بلکې د ټول امت لپاره د ویاړ یوه ستره شېبه ده چې د ماشومانو د ځانګړي استعداد او عزم ښکارندويي کوي.

Address

United Kingdom
London, ON

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Skill Plus + posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share