Afghan media

Afghan media Afghan journalist from kabul afghanistan

26/05/2023

ډېر جالب!

ښه خبر!په پکتیکا ولایت کې هم د پلتوني بند د جوړولو چارې په پیلیدو دي.
26/05/2023

ښه خبر!
په پکتیکا ولایت کې هم د پلتوني بند د جوړولو چارې په پیلیدو دي.

نن کندهار کي د سنو فارما په نوم د درملو فابریکې ته ورغلم، اوس یې د ۲۵ ډوله درملو د تولید ظرفیت پیدا کړی وو، چي کیفیت یې ...
25/05/2023

نن کندهار کي د سنو فارما په نوم د درملو فابریکې ته ورغلم، اوس یې د ۲۵ ډوله درملو د تولید ظرفیت پیدا کړی وو، چي کیفیت یې د سیمي په کچه بې ساری دی.
یوه خارجي خبریاله راسره وې، په لوړ آواز یې وویل زه فکر نه کوم چي زه دي افغانستان کي یم، دا د امریکا په معیار ده.
باور وکړئ، د وطن پر دې ستر کار مي بدن کي د خوښۍ یو عجبه احساس ولړزېده.
مسولینو یې راته ویل، چي پر هر پاکټ او ښیښه یې نرخ لیکل سوی او کیفیت به یې هیڅکله زیانمن نه کړي.
ای! خلکو لږ د پیغور، بدبینۍ، انتقام، ضد، تخریب او واک څخه له استفادې را ورځئ، په رښتنوالۍ لاسونه سره ورکړئ، والله د یوه ډېر خواږه او پرمختللي وطن څښتنان سو، داسي وطن چي ورورۍ پکښي نمونه وي، د هر چا ژوند، حق او ګټه تضمین وي.

جالب معلومات!🟢 د مکي حرم په ټوله نړۍ کې غټه او لویه بنا ده چې دا په ۱۰۰ ملیارد ډالرو په  ۳۵۶ زره او ۸۰۰ مربع متره ده مسا...
24/05/2023

جالب معلومات!
🟢 د مکي حرم په ټوله نړۍ کې غټه او لویه بنا ده چې دا په ۱۰۰ ملیارد ډالرو په ۳۵۶ زره او ۸۰۰ مربع متره ده مساحت کې جوړه شوي .

1 - ټول مساحت يې یو ملیون متر مربع دی .
2 - دوه ملیونه کسان پکې په یو وخت ځایېږي .
3 - په کال کې ۲۰ ملیونه خلک زیارت کوي .
4 - ۲۴ ساعته د طواف کوونکو او عبادت کوونکو پر مخ خلاص وي .
5 - هیڅکله نه بنديږي .
6 - ۱۸۰۰ د نظافت کارګر پکې کار کوي .
7 - ۴۰ د نظافت برقي موټري لري .
8 - ۶۰ د نظافت وسايل لري .
9 - ۲۰۰۰ د نظافت ځایونه لري .
10 - ۴۰۰۰۰ قاليني په حرم کې موجودي دي .
11 - د مکي او جدي ترمنځ چې کومه مسافه ده دهغي څخه زیاته ده ۷۹ کیلو مټره .
12 - ۱۵۰۰۰ قالینو د ساتلو په اندازه ګودام لري .
13 - ۱۳۰۰۰ تشنابونه لري چې په ورځ کې څلور ځله پاکېږي .
14 - ۲۵۰۰۰ د اوبو بمبي لري .
15 - په ټوله نړۍ کې زیاتي اوبه همدلته څیښلي کېږي .
16 ۱۰۰ د اوبو د معایني لابرارتوارونه لري .

17 - د زمزم اضافه اوبه په هغه مخزن کې جمع کېږي چې هغه ۱۷۰۰۰۰۰ بوشکي ځایېږي او هره یوه لس لیتره اوبه نیسي .

18 - ۲۰۰۰ نه زیات د امانتونه صندقونه لري .
19 - سلګونه د یخو اوبو یخالچونه لري .
20 - ډبري يې رڼايې او حرارت منعکس کوي .
21 - ۶۰۰۰ لوډ سپیکري لري .
22 - ۴ د آواز برابرولو نظامونه لري .
23 - ۵۰ کارګر د آواز د تنظیموالي لري .
قرآن کریمونه يې ۶۵ ژبو ته ترجمه کړی شوي.
24 - خطبه يې ۵ ژبو ته ترجمه کېږي .
25 - ۱۰۰۰۰ لاس ګاډی یا عربي لري چې وړیا توزیع کېږي .
26 ۴۰۰ برقي عربي لري .
27 - ۴۰۰۰۰۰۰ د افطار صایم پاکټونه لري .
28 - ۵۰۰۰۰۰ خرما په داخل د حرم کې توزیع کېږي .
29 - د افطار څخه وروسته صفايې په دوو دقیقو کې صورت نیسي .
30 - پنځه لمونځونه په مکي حرم کې د ۲۷۷ کاله نهو میاشتو او لسو ورځو سره برابر دی .

📢 یا الله ج په نږدي وختونو کې مو زما ، د کورنئ او د ټولو جمله مسلمانانو او ددی لیکني لوستونکو پکې نصیب وکړه .

جالب!ایلن ماسک دومره سرمایه لري که د افغانستان په ټول نفوس تقسیم شي نو هر کس ته تقریبا 8 زره ډالر رسیږي.د ده سرمایه د پا...
24/05/2023

جالب!
ایلن ماسک دومره سرمایه لري که د افغانستان په ټول نفوس تقسیم شي نو هر کس ته تقریبا 8 زره ډالر رسیږي.
د ده سرمایه د پاکستان له قرضونو څخه هم زیاته ده.

23/05/2023
23/05/2023

د قوشتیپې کانال لومړي فاز چارې چې 108 کیلو متره اوږدوالی لري تر راتلونکو 2 میاشتو به بشپړې شي.

اوبو او انرژۍ وزارت:هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژه عملي کېږي.
23/05/2023

اوبو او انرژۍ وزارت:

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژه عملي کېږي.

له چین سره د تیلو د استخراج تر تړون وروسته له ۳ نورو څاګانو څخه د تیلو استخراج پیل شو.
21/05/2023

له چین سره د تیلو د استخراج تر تړون وروسته له ۳ نورو څاګانو څخه د تیلو استخراج پیل شو.

په IPL 2023 کې پوه یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې شپږیزې کېنګ راشید خان وهلي!
20/05/2023

په IPL 2023 کې پوه یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې شپږیزې کېنګ راشید خان وهلي!

کابل ښاروالي وايي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې به د کابل ښار په ټولو سیمو کې د ۵ میلیارده او ۲۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵...
20/05/2023

کابل ښاروالي وايي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې به د کابل ښار په ټولو سیمو کې د ۵ میلیارده او ۲۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پراختیايي پروژې پلې شي.

20/05/2023

د بخش آباد بند ښي طرف ته د ۵۰ کیلومتره او چپ لوري ته د ۵۲ کیلومتره کانال په لرلو سره، په ټولیز ډول ۶۸۵۹۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د عمران خان اړوند تر دې دمه!• پنجاب کې ۱۲۸۰ لاریوون کوونکي نیول شوي او هلته ۱۴۵ تنه پولیس افسر او پولیس ټپيان شوي.• لاری...
11/05/2023

د عمران خان اړوند تر دې دمه!

• پنجاب کې ۱۲۸۰ لاریوون کوونکي نیول شوي او هلته ۱۴۵ تنه پولیس افسر او پولیس ټپيان شوي.
• لاریونوالو د لاهور په جناح هاوس کې د دوی د قائد اعظم محمد علي جناح پیانو، د لیکلو میز او توره په اور لولپه کړي.
• د لاریونونو پر مهال لاهور کې ۶۳، را ولپنډۍ کې ۲۸، فیصل اباد کې ۲۱، اټک کې ۱۰، ګوجرانواله کې ۱۳، سایلکوټ کې ۵، میانوالي کې ۶ نظامیان چې په کې پولیس او افسران شامل دي، ټپیان شوي.
• تر اوسه ۶۰ نظامي موترې سوزول شوي چې ۱۷ لاهور، ۳ په ګجران واله، ۱۳ په فیصل اباد، ۵ سیالکوټ، ۱۸ را ولپنډۍ، ۲ په بهکر او یو په اټک کې سوزول شوي دي.
• د عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان رسمي بانکونو کې یو ډالر په ۲۹۹ پاکستانیو کلدارو پلور کېدو چې په تاریخ کې په لومړي د کلدارې سپکوالی ښایي
• د پاکستان په اکثریت ښارونو کې له تېرې ورځې راهیسې ښوونځي تړل شوي دي.
• د لاریونونو له امله لس تنه وژل شوي چې ۷ تنه یې یواځې خیبر پښتونخوا کې دي
• خیبر پښتونخوا کې د ۳۶ نظامیانو په ګډون ۱۰۴ تنه نور ټپیان شوي
• ۲۹۶ تنه لاریونوال یواځې خیبر پښتونخوا کې نیول شوي.
• د خیبر پښتونخوا یوې نظامي اډه چې ودانۍ یې څو ورځې مخکې جوړه شوې وه، ورته اور اچول شوی چې په کې اته موټرې، وسایل او ودانۍ هرڅه لولپه شوي.
• د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د پاکستان ټاکنو کمېسیون ویاند وايي، ناپېژاندو کسانو د دې کمېسیون پر ځایي دفتر یرغل کړی.
• خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ودانۍ اسناد سوزول شوي، وسایل لوټ شوي، په دفتر کې ولاړ موټرو او موټر سایکلونو ته اور اچول شوی دی.

د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژه د ترکیا77 کمپنۍ سره لاسلیک شوه.- بادي برېښنا (wind power):اوس مهال په نړيوال با...
09/05/2023

د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژه د ترکیا77 کمپنۍ سره لاسلیک شوه.
- بادي برېښنا (wind power):
اوس مهال په نړيوال بازار کې دبادي برېښنا د يو توربین بیه چې د يو میګا واټ برېښنا د تولید وړتیا ولري په 1.3 ميلیونه ډ‌الره ده. دغه توربینونه کولای شي چې 2 څخه تر 12 میګا واټه پورې د برېښنا د تولید وړتیا لري.
افغانستان اوس مهال د ګاونډيانو څخه څه د پاسه 900 ميګاواټه برېښنا اخلي که چېرې موږ 500 ميګاواټه بادي برېښنا جوړو
500 × 1.3 = 650
نو په 650 ملیونه ډالره شاوخوا موږ په کور دننه بادي برېښنا برابرولی شو.
- لمريزه برېښنا (solar power):
د لمرېزې برېښنا د یو لوی فارم جوړول چې د یو میګا واټ برېښنا وړتيا ولري، د $ 800,000 څخه تر 1.36 ميلیون ډالرو پورې لګښت پرې راځي.
که چېرې موږ د 600 سوه ميګاواټه برېښنا تولید وغواړو
600 × 1.36 = 816
نو موږ په اته سوه ميليونه ډالره د شپږ سوه ميګاواټه برېښنا توليدولی شو.
دغه ډول برېښنا برابرول له يو خو د هوا د ککړتيا مخه نيسي له بلې خوا په ډېره ارزانه قيمت او په کور دننه تمامېږي اوس مهال د نړۍ په اکثريت پرمختللي هېوادونو کې په باديزې او لمرېزې برېښنا ډېره پانګونه کېږي.
کاپي

Adresse

Democratic Republic Of The

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Afghan media publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'entreprise

Envoyer un message à Afghan media:

Partager