PAMIR News دسیمې اونړۍ څخه د تازه معلوماتو او خبرونو لپاره زموږ صفحه درسره لایک او شیر کړی موږ دحقیقت په لټه کې یو

ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونوکې زلزله وشوه.نن شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د ننګرهار په ګډون، خوست، یو شمېر نورو ولایتونو ...
12/02/2021

ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونوکې زلزله وشوه.
نن شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د ننګرهار په ګډون، خوست، یو شمېر نورو ولایتونو او خیبر پښتونخوا کې هم زلزلې ټکانونه حس شوي دي.
زلزله ځواکمنه وه، خو تر اوسه یې د زیانونو په اړه معلومات په لاس کې نشته.

ننګرهار: خوږ یاڼو کې ۳۱ طالب وسلوال د هوايي برید په پایله کې وژل شويد ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل په خپل ټویټر پاڼه لیکل...
12/02/2021

ننګرهار: خوږ یاڼو کې ۳۱ طالب وسلوال د هوايي برید په پایله کې وژل شوي
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ⁧‫ننګرهار‬⁩ خوږياڼو ولسوالۍ زاوې سيمه کې د تيرې شپې راهيسې د هوايي بريدونو په پايله کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي چې جسدونه يې په سيمه کې پاتي دي، دا راز د شيرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي، چې وسلې او مهمات يې هم تخريب شوي دي.

افغان احمد ولي هوتک د فري فایټ په لوبو کې خپل برازیلي سیال لیونارډ باربوسا ته کلکه او زبردسته ماته ورکړه.ښاغلي هوتک له ب...
11/02/2021

افغان احمد ولي هوتک د فري فایټ په لوبو کې خپل برازیلي سیال لیونارډ باربوسا ته کلکه او زبردسته ماته ورکړه.

ښاغلي هوتک له بریا وروسته په خپلو خبرو کې وویل،
"ټول افغان ولس ته، زخمي او ټپي افغانستان ته ددې بریا مبارکي وایم."

په دغو سیالیو کې ایراني حمید رضا قالیپور پاکستاني کمې جټ ته هم ماته ورکړه.
دغه لوبې د کابل په غازي سټیډیم کې ترسره شوې.

گفته می شود که خوشال سعادت به عنوان فرمانده جدید پولیس کابل منصوب شده است
10/02/2021

گفته می شود که خوشال سعادت به عنوان فرمانده جدید پولیس کابل منصوب شده است

تازه: د پاکستان دجیو نیوز خبر ورکړی چې دطالبانو مشر ملا هیبت الله دپاکستان په بلوچستان ایالت کې په مرموز ډول وژل شوی.ترو...
10/02/2021

تازه:
د پاکستان دجیو نیوز خبر ورکړی چې دطالبانو مشر ملا هیبت الله دپاکستان په بلوچستان ایالت کې په مرموز ډول وژل شوی.
تروسه طالبانو په د اړه څه ندی ویلی.
نور جزیات وروسته

تازهد کابل دویمه ناحیه کې چاودنه شوېچاودنه سرینا هوټل ته څېرمه په یوې کرولا ډوله موټر شوې ده.
10/02/2021

تازه
د کابل دویمه ناحیه کې چاودنه شوې
چاودنه سرینا هوټل ته څېرمه په یوې کرولا ډوله موټر شوې ده.

د بي بي سي نوی راپور وایي، د چین په هغه کېمپ کې چې یو ملیون ایغور مسمانان بندیان دي، هره ورځ په زرګونو مسلمانو نجونو جنس...
08/02/2021

د بي بي سي نوی راپور وایي، د چین په هغه کېمپ کې چې یو ملیون ایغور مسمانان بندیان دي، هره ورځ په زرګونو مسلمانو نجونو جنسي تېري کېږي، په مخصوصه اندام کې یې برېښنایي ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډې ورکول کېږي، د خنځیر غوښه پرې خوړل کېږي او چینایي نارینه و ته د جنس لپاره په کرایه ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې ایغورو نه بغاوت کړی، نه یې لکه د کشمیریانو، د بل هېواد دلالي کړې ده. تېره اونۍ ټالب پلاوي له چینایانو د کرونا واکسین وغوښت او هغوی ته یې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې د دوی لخوا به هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تاوان نه ورته رسېږي. آیا دوی د دې پر ځای چې له حربي کافره مرسته وغواړي له چین څخه رسما د دې ظلمونو درولو غوښتنه نشوای کولای؟
که د دین خبره وي آیا د ایغور مسلمانې او د ملا برادر د لور د مسلمانۍ په لحاظ فرق شته؟ آیا دی د خپلو لوڼو او خوندو له عفت اخیستونکیو واکسین غوښتلو ته تللی و، که د افغانستان د سرتېرو د وژلو لپاره ‌‌‌‌‌‌ډرونونو اخیستلو ته؟

تر دې مخکې پاکستان څو ځله د ټالبانو له لیکو ایغور ټول کړي او چین ته سپارلي و چې لږ تر لږه یو ځل د دې ایغورو ماشومان د پاک چین پر کرښه له تسلیمېدلو سره سم پر لویه لاره ځای پر ځای حلال کړل شول.
په پاکستان کې هره ورځ په جوماتونو کې د افغان وژنې لپاره چندې کېږي، آیا کله مو هلته د ایغور ژغورنې لپاره چانده لیدلې ده؟

د پاکستان دیني متفکرین روزانه د سیمې پر حالاتو په تبصرو کې پاکستان د اسلام ستره کلا معرفي کوي خو د ایغورو بې وزلو په اړه ټول منافقانه سکوت کوي، حال دا چې د افغانستان د مسلمانو سرتېرو په وژنه هیجاني خوشالي څرګندوي. زما کشمیري ملګري دي، وایي د پاکستان لخوا د غصب شوي کشمیر په پرتله اوس هم د هندي کشمیر وګړي ‌‌‌‌‌‌ډېر لوستي او په ښه وضعیت کې دي خو خبره دا ده چې جهاد او اسلام د پاکستان دګټو لپاره کارېږي او د دین په وسیله د پښتنو خره مسلمان وژنې ته هڅېږي.
By majeed qarar

د هند په شمال کې لسګونه کسان وروسته له هغه لادرکه شوي چې د همالیې غرونو یو لوی کنګل د اوبو له یوه ځایي بند سره وجنګېدواو...
07/02/2021

د هند په شمال کې لسګونه کسان وروسته له هغه لادرکه شوي چې د همالیې غرونو یو لوی کنګل د اوبو له یوه ځایي بند سره وجنګېدواو له کبله یې لوی سېلاب راغی.
په اتراکنډ ایالت کې د دې بند له ماتېدو وروسته اوبه پر یوې درې ور سمې شوې او ګڼ کلي یې زیانمن کړل.
د ګڼو کلیو اوسېدونکي له سیمې ایستل شوي دي، خو چارواکي وایي شاوخوا ۱۲۵ کسان لادرکه دي، او وېره ده چې ښایي وژل شوي وي.
ځایي خلکو رسنیو ته ویلي، د بند له ماتېدو وروسته اوبه په ډېرې چټکې پر کلیوالو سیمو ور ماتې شوې او خلکو وخت ونه موند چې له خپلو کورونو ووځي.
د اتراکنډ ایالت مشر اعلی وزیر تریوېندرا سېنګ راوټ ویلي، وېره شته چې د لادرکه کسانو شمېر تر ۱۲۵ هم زیات شي.
تصوير: رويټرز

پېښور کې د ارمان لوڼي د دویم تلین لمانځلو پر مهال ټول پېښور کې د موبایل سیګنل او انټرنیټ بند شويپېښور کې د پښتون ژغورنې ...
07/02/2021

پېښور کې د ارمان لوڼي د دویم تلین لمانځلو پر مهال ټول پېښور کې د موبایل سیګنل او انټرنیټ بند شوي
پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، چې د ارمان لوڼي د دویم تلین لمانځلو پر مهال د تلیفون سیګنل او انټرنیټ بند شوي او د بنو په ګډون د ځینو نور سیمو هغه کسان او فعالان چې غوښتل يې په دې غونډه کې ګډون وکړي د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د دوی په وینا غیرقانوني نیونې، ګواښونه او ځورونې به پېښور کې دیادې غونډې مخه ونه نیولی شي.

نيمه شپه ده، پېښور دی، بدل ښار دیبې پښتو دی، پنجابی پکې واکدار دیخان زومان کاکڑ
06/02/2021

نيمه شپه ده، پېښور دی، بدل ښار دی
بې پښتو دی، پنجابی پکې واکدار دی
خان زومان کاکڑ

These images carry thousands of painful sentences that only need to be translated into humanity and mentality.A picture ...
02/02/2021

These images carry thousands of painful sentences that only need to be translated into humanity and mentality.
A picture of a tormented Afghanistan

د افغانستان د لس کلنو لوبډله!!!کومـ یـــؤ مـو پکې ونه پیــــــــژانـده؟؟؟🥰🥰
31/01/2021

د افغانستان د لس کلنو لوبډله!!!

کومـ یـــؤ مـو پکې ونه پیــــــــژانـده؟؟؟🥰🥰

How about it.
31/01/2021

How about it.

ایا ولسمشر غني ته پکار دي چې د طالبانو په غوښتنه د "سولې" لپاره استعفا ورکړي او که نه؟-: هو 👍-: نه ♥
29/01/2021

ایا ولسمشر غني ته پکار دي چې د طالبانو په غوښتنه د "سولې" لپاره استعفا ورکړي او که نه؟
-: هو 👍
-: نه ♥

تازه خبر: ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن سره ټيليفوني خبري کړي او په هراړخیزه اوربند او د دوه لسیز...
28/01/2021

تازه خبر:
ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن سره ټيليفوني خبري کړي او په هراړخیزه اوربند او د دوه لسیزه لاسته راورنه ساتنی ټينګار کړی دی.
بلينکن دا هم ویلي چې ډېر ژر به ولسمشر جو بايډن له ولسمشر غني سره د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.

تازه: د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې غبرګو  چاودنو ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.د ارزګان ولایت د رسنیز دفتر د خبرپا...
26/01/2021

تازه: د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې غبرګو چاودنو ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ارزګان ولایت د رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې دې چاودنو کې دوه ملکیان وژل شوي او د درېیو پولیسو په ګډون یې ۱۳ ملکي کسان ټپیان کړي هم دي.

دغه اعلامیه کې راغلي چې چاودېدونکي توکي پر یوه موټر سایکل بار و چې له امله یې دا پېښه رامنتځه شوه.

خبرپاڼه کاږي، لومړی چاودنه د ترینکوټ ښار د منار څلور لاري د پولیسو یوې پوستې ته نږدې وشوه، کله چې خلک پر ټپیانو راټول شول، سمدستي د موټر سایکل بم چاودنه ورپسې وشوه.

هاخوا د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي ازادي راډیو ته وویل، د پېښې له ځایه ورته ۹ کسان ور وړل شوي چې یو په کې وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، ټپیانو کې ۶ تنه ملکیان دي او دوه نور پولیس دي چې ده د ټپیانو روغتیايي حالت ناسم ښودلی.

خو سیمه کې عیني شاهدان دا هم وايي، دغه پېښه کې دوه نور پولیسان هم وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسولین هم پیښه تائیدوي او وايي چې ملکي خلکو او پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي، د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

د دغه پېښې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه منلی.

Adresse

Democratic Republic Of The

Téléphone

+93747061886

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque PAMIR News publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'entreprise

Envoyer un message à PAMIR News:

Partager