هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand د هلمند، افغانستان او نړۍ په هکله پر وخت او کره معلومات دلته وڅارئ!

105,2 FM Helmand National Radio

17/07/2025

دهلمند اسلامي پولیسو ښوونیز او روزنيزمرکزڅخه څه باندې ۶۰۰ پولیس سرتیري تر يوې میاشتنۍ مسلکي اوعقیدتي روزني وروسته فارغ سول.
دیاد مرکزمسولین او فارغ سرتیری هیواداوالوته دبشړ امن اخوندیتوب ډاډ ورکوي خو له ولسونوغواړي چې دهرډول ناوړه کړنو په مخنیوي کی يی همکاري وکړي
#هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

17/07/2025

ټاکل شوې نن غرمه ۱۲ بجې د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي کابل ته را ورسېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، یاد لوړپوړي پلاوي به لومړی د افغانستان اس.ل.امي‌ ام.ارت د بهرنیو چارو وزیر په کوربه توب د سیاسي مشاوریت درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.
د ښاغلي تکل په وینا، وروسته به د درې واړو هېوادونو تر منځ د ټرانس افغان لویې پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه لاسلیک شي.
#ملي‌تلویزیون

تېره ورځ (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) له ایران څخه ۲۰ زره او ۴۲ افغان کډوال د اسلام قلعه او ورېښمو له لارې هېواد ته را ستانه...
17/07/2025

تېره ورځ (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) له ایران څخه ۲۰ زره او ۴۲ افغان کډوال د اسلام قلعه او ورېښمو له لارې هېواد ته را ستانه شول.

دغه راز په دې موده کې له پاکستان څخه ۹۲۴ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښې) له لارې افغانستان ته را ستانه شول.
#ملي‌تلویزون

17/07/2025

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د الو رسېدلي حاصلات!
#ملي‌تلویزیون

17/07/2025

د عامي روغتیا وزارت مالي او اداري معین د خوارځواکو ماشومانو د درملني مرکز څخه لیدنه وکړه
# هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

17/07/2025

دهلمندولایت دفرمانونو او حکمونو دتعقیب اونظارت ریاست کي دچارو د لا ښه سمون په موخه غونډه ترسره سوه
#هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

‏د نن پنجشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
17/07/2025

‏د نن پنجشنبې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون

16/07/2025

هلمند کې د واکسین د ښه تطبیق په موخه، ګرځندویه واکسیناتورانو ته موټرسیکلان ووېشل سوه.
د موټرسیکلانو د وېش پرمهال یو شمېر واکسیناتوران وايي، تر دې وروسته به دوی پر وخت واکسینونه تر هغو سیمو رسوي چې مخکي یې ورته لاس رسی سخت وو.
# هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

16/07/2025

هېواد کې دننه د چاپېدونکو کتابونو مالیه معاف شوې ده.
#ملي‌تلویزیون

نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولايت واشېر ولسوالۍ اړوند کارېز سيمه کې د کابل-هرات پر لويه لار د دوو مسافر وړونکو موټرانو تر من...
16/07/2025

نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولايت واشېر ولسوالۍ اړوند کارېز سيمه کې د کابل-هرات پر لويه لار د دوو مسافر وړونکو موټرانو تر منځه يوه درنه ترافیکي پېښه را منځته سوې چي په پايله کي شپاړس"۱۶" تنو مسافرينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ياده پېښه داسي مهال را منځته سوې چي يو عراده ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر د هرات ولايت څخه کابل ته او يو عراده مونۍ ډوله مسافر وړونکی موټر د کابل ولايت څخه هرات ولايت ته تګ کاوه چې د موټروانانو د بې احتياطۍ له امله د واشېر ولسوالۍ کارېز سيمه کي ترافیکي پېښه را منځته سوه، چي له بده مرغه په ياده پېښه کي یولس"۱۱" تنه هېوادوال په شهادت رسيدلي او څلور تنه زخميان سوي دي.

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند م.لا عزت‌الله حقاني وایي د پېښي د را منځته کېدو سره سم امنیتي ځواکونو سیمي ته ځانونه رسولي چي زخمیان يې د ۲۱۵ العزم قول اردو او ګرشک ولسوالۍ روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړي چي د زخميانو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ ښودل سوي دی.
# هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

16/07/2025

د قرغې او پغمان ښکلی او زړه راښکوونکی طبیعت!
#ملي‌تلویزیون

16/07/2025

د هلمند ولایت کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو د ساتني او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري د ناوې ولسوالۍ عینک سيمه کي د پنبې کروندګرو ته د نباتي آفتونو مخنیوي په اړه لارښووني وسوې.
# هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand

Adresse

Democratic Republic Of The

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque هلمند ملي راډیو ټلویزیون RTA Helmand publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Partager