Bismillah Afghan

Bismillah Afghan Humen Rights activits, Writer, struggle for peace
یو کېـږو کنی ورکېـږو🇦🇫

د ننګرهار مشهور ټیک ټاک (مامی لایم) له دې نړۍ سترکې پټې کړې، زما یې غږ او دخبرو طرز ډیر خوښیدو بس نیمګړي او بې وفا دنیا ...
09/08/2026

د ننګرهار مشهور ټیک ټاک (مامی لایم) له دې نړۍ سترکې پټې کړې، زما یې غږ او دخبرو طرز ډیر خوښیدو بس نیمګړي او بې وفا دنیا ده، ویل کیږي ملګرو سره په چکر تللی وو هلته چا په اوبو یا ډوډۍ کې څه ورکړي. خدای دې وبښي بس ځانونو سره ډیر پام کوئ.

06/08/2026

ډاکټر صیب اشرف غني یو سیاسي او بهترین فینشر لوبغاړی وو، واقعاً شل کلنې #جګړې ته یې د پائ ټکی کېښود، اوس خو یې خلک قدر نکوي خو یو وخت به یې خلک د #شهید ډاکټر نجیب او #شهید داوود خان په شان ددې شخص هم آرمان کوي.

05/08/2026

له هغه نورو ګیله نه ده پکار ځکه هغوئ هسې هم #افغانیت نه مني، ګیله سړی د #پشتانو ځوانانو او پخوانۍ نظامي طبقې نه وشي!! هلکه افغانستان نور د پردیو پروژو، داخلي #جنګونو او ورانیو زور او تب نلري، سمیع سعادت او دده نورو همفکرو ته باید وویل شي چې هغه وخت کوم چې د جمهوریت دسقوط اخیري شیبې وې، ته بلکل مسلح وې تا سره په زرګونو پخواني نظامیان وو، ټولو چیغې وهلې چې راځئ مونږ درسره په میدان ودریږو نو تاسو ولې تر هیراتان، او تر آسلام آباده تېر شوۍ؟ که خبره دقربانۍ وي نو دجنرال صیب رازق نه تاسو زیات نه وۍ سپین او پاک سړی وو سر پر وطن کېښود تاسو واست چې تر واشنګټن ورسیدۍ!! نور مو په افغانستان #جنګونه نشو زغملی، نورو د ورانیو تب نلرو، نور نشو برداشت کولی، که کوم سیاسي یا بغیر له #جنګ لاره درمعلومه وی لبیک را مخکې شه ټول ملت درسره دریږی.
جنرال صیب رازق دې رب وبښي، هغه پښتو کې یو متل دی چې د ښو خلکو ژوند ډیر لنډ وي.

01/08/2026

پاکستان هنکو کې د تېرې څو ورځو راهیسې سخت شروع دی!

31/07/2026

💔

31/07/2026

دا وېډیو مې چې ولیده نو د زړه له تله خوشاله شوم، ویل کیږي چې د امريکا په کالیفورنیا ايالت کې یو ۱۰ کلن ماشوم چې د سي برایټ په ساحل کې د سختو څپو په منځ کې ګېر وو نو یو شپاړس کالن افغان ماشوم ورغلی دی او هغه یې ژغورلی دی.
ددې افغان ماشوم دغه زیار د امریکې ولسمشر هم ستایلی دی او دغه ماشوم یې سره د کورنۍ و سپینې ماڼۍ ته غوښتي دي.
داسې مثبتې پېښې د افغانانو مثبت انځور نړۍ ته وړاندې کوي.

ویډیو او لیکنه مې دسوهېل نور لالا له وال څخه را واخیستله.

30/07/2026

یو صفا او له شک حقیقت دا دی چې عمران خان سره ځکه داسې کیږي چې پښتون دی. نواز شریف هم په ورته کېس کې ګیر وو البته لندن ته یې ولیږلو ښې مزې چړچې یې وکړې بېرته لاړو خپل پخواني ماموریت ته.

30/07/2026

د وطن دیو ځوان سوال او د نظیف لالا ځواب او دلیلونه.

30/07/2026

مینه دې جرم شوه جانانه
لکه ملي بیرغ په خلکو پټ ګران یې مینه
🇦🇫🍀

29/07/2026

د دوستم پسمنځر!
بېچاره ګی سخت زړه پرې خوابدی وو، دې ته یې هم د مارشالۍ رتبه ورکړي وه.

Adresse

Felsenstrasse 6b
Schwyz
8832

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Bismillah Afghan erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an Bismillah Afghan senden:

Verknüpfungen

Teilen

Kategorie