CGTN Pashto

CGTN Pashto Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from CGTN Pashto, Media/News Company, 16A Shijingshan Road Shijingshan District, Beijing.
(1017)

د ایران او فرانسې ولسمشرانو د منځني ختیځ پر وضعیت بیا ټیلیفوني خبرې کړيد ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د مارچ په ۱۵مه نېټه ...
16/03/2026

د ایران او فرانسې ولسمشرانو د منځني ختیځ پر وضعیت بیا ټیلیفوني خبرې کړي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د مارچ په ۱۵مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره يو ځل بیا د منځني ختیځ پر وضعیت ټیلیفوني خبرې کړې دي.
دواړو سیالانو يوه اوونۍ مخکې هم د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې کړې وې او په منځني ختیځ کې يې روانه بې امني او بې ثباتي د اسرائیل او امریکا د دښمنانه کړنو پایله بللې ده.
مکرون له ايراني سیال سره په خبرو کې د هرموز تنګي د سمندري لارې د بېرته عادي کېدو غوښتنه کړې ده.
تسنیم خبري اژانس په يوه راپور کې د ولسمشر مسعود پزشکیان په قول ويلي، چې د ایران خلک، حکومت او وسله وال ځواکونه تاوتریخوالی او شخړه نه غواړي، خو د نورو د یرغل پر وړاندې د مقابلې، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د ساتنې لپاره بې له ځنډه دفاع کوي او اوس هم په دفاعي حالت کې دي.
مکرون په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنيو ويلي، د اوسني وضعیت بېنظمي به ټول منځنی ختیځ د ګډوډۍ پر لوري بوځي او دا به بدې اوږدمهالې پایلې ولري. نوموړي د ایران او د سیمې خلک د دې وضعیت قربانیان بللي دي.

په متحده عربي اماراتو کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان ديد متحده عربي اماراتو ملي دفاع وزارت د مارچ په ۱۵مه نېټه خبر و...
16/03/2026

په متحده عربي اماراتو کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان دي
د متحده عربي اماراتو ملي دفاع وزارت د مارچ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د روانې شخړې له امله، په دغه هېواد کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې د متحده عربي امارات، پاکستان، نیپال او بنګله‌دېش اتباع شامل دي.
خبر وايي، د متحده عربي اماراتو هوايي دفاعي سیسټم د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې له ایران څخه ور توغول شوي ۲۹۸ بالستیک توغندي او ۱۵ کروز توغندي شنډ کړي او ۱۶۰۶ بې‌پیلوټه الوتکې يې رانسکورې کړې دي.
خبر زياتوي، د متحده عربي اماراتو هوايي دفاعي سیسټم د روانې میاشتې په ۱۵مه ۴ بالستیک توغندي شنډ کړي او ۶ بې‌پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي.

اسرائيلي پوځ: تېره ورځ مو په ايران کې پر ۲۰۰ هدفونو بريدونه کړيد اسرائيل دفاع وزارت د مارچ په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی، چې ځو...
16/03/2026

اسرائيلي پوځ: تېره ورځ مو په ايران کې پر ۲۰۰ هدفونو بريدونه کړي
د اسرائيل دفاع وزارت د مارچ په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی، چې ځواکونو يې تېره ورځ د ايران په لوېديځو او مرکزي سيمو کې پر شاوخوا ۲۰۰ هدفونو بریدونه کړي دي.
د اسرائيل پوځ پر ټولنيزو رسنيو په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې د ايراني ځواکونو د قوماندانۍ مرکزونه، د هوايي دفاع سيسټمونه او د وسلو د زېرمې او توليد تاسيسات په نښه کړي دي.
اسرائيلو پوځ د دغو عملياتو په تړاو وېډيوګانې هم خپرې کړې دي.

د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مشورې د فرانسې په پاريس کې پيل شوېد چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو ډلو د ...
16/03/2026

د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مشورې د فرانسې په پاريس کې پيل شوې
د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو ډلو د فرانسې پر ځايي وخت د مارچ د ۱۵مې نېټې په سهار په پلازمېنه پاريس کې اقتصادي او سوداګريزې مشورې پيل کړې دي.

16/03/2026

درنو دوستانو، سلام!
« د چيني ژبې لوست» پروګرام کې د چين په اړه لنډ معلومات او ګټور او په زړه پورې موضوعات وړاندې کېږي.
راځئ! د دغه پروګرام په پنځم لوست کې له غوټۍ او جان روان ځاځي سره د نيکې هيلې او مبارکۍ پيغامونه زده کړئ.

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړيد چين ټرانسپورټ وزارت د مارچ په ۱۴مه نې...
15/03/2026

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي
د چين ټرانسپورټ وزارت د مارچ په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د پسرلني اختر د ټرانسپورتي تضمين په موده کې (د روان کال د فبرورۍ له ۲مې نېټې څخه د مارچ تر ۱۳مې نېټې پورې) د دغه هېواد د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د وګړو د تګ راتګ شمېر ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۵م کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي او د لوړې کچې نوی ريکاډ يې جوړ کړی دی.
له دې جملې څخه، په موټرونو کې د سفرونو شمېر ۸ ميليارده او ۷۴۰ ميليونه او د اورګاډيو، بېړيو، ملکي پروازونو له لارې د سفرونو شمېرونه په جلا جلا توګه ۵۴۰ ميليونه، ۳۵ ميليونه او ۹۷۰ زره، ۹۴ ميليونه او ۳۹۰ زره و.

15/03/2026

«چيو شه» مجله به د شي جين پينګ مهمه ليکنه «د سمندري اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته وده ورکړل» خپره کړي
«چيو شه» مجله به د مارچ په ۱۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ يوه مهمه ليکنه «د سمندري اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته وده ورکړل» خپره کړي.
ياده ليکنه وايي، چې د چيني شکله عصريتوب د پياوړتيا لپاره بايد له سمندر څخه اغېزمنه استفاده وشي، د سمندري اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته دې وده ورکړل شي او په دې برخه کې دې د چين ځانګړتيا لرونکې لار تعقیب شي.
ليکنه وايي، چې په اړوندو کارونو کې بايد لاندې شپږو برخو ته پاملرنه وشي:
لومړی، عمومي ډيزاين او د پاليسۍ ملاتړ دې نور پياوړی شي.
دوهم، د سمندر په اړه د تخنيکونو د نوښت توان دې لوړ شي.
درېیم، سمندري صنايع دې نور پياوړی او ښه شي.
څلورم، د عمده خليجونو عمومي پلان دې جوړ شي.
پنځم، سمندري چاپېريال دې خوندي وساتل شي.
شپږم، د سمندر په نړیواله حکومتولۍ کې دې نوره برخه واخلي.

چين د لای چينګده وينا سخته وغندهد چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند چن بينهوا د مارچ په ۱۴مه نېټه په يوه مطبوعات...
15/03/2026

چين د لای چينګده وينا سخته وغنده
د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند چن بينهوا د مارچ په ۱۴مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې په ۱۴مه نېټه د تش په نامه د تايوان د مشرانو د ټاکنو د ۳۰ کلونو او د ډيموکراسۍ د ټينګار په عنوان سیمينار ته د لای چینګده وينا له چين څخه د تایوان د بيلتون غوښتونکې موخه په ډاګه کړې.
د وياند چن بينهوا په خبره، لای چينګده د چين د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ‌ مقابله لامسون کړې، د تايوان سيمې تاريخ او اصلي حقيقت يې تحريف کړی او غواړي چې د پوځي اقداماتو له لارې د تايوان سيمې خپلواکي ومومي. چن بینهوا زياته کړې، چې د لای چينګده د وينا اصلي موخه دا ده، چې د تايوان تنګي سوله او ثبات ويجاړ کړي او جنګ راوپاروي.
چن بينهوا ويلي، چې هر څه لا چينګده وايي او کوي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ‌ اړيکې به بدلې نه کړي او د چين د يووالي مخنیوی نه شي کولای.

امريکايي پوځ: د ايران د خارګ ټاپو پر څه باندې ۹۰ پوځي هدفونو بريدونه ترسره شويد امریکا مرکزي قوماندانۍ د مارچ په ۱۴مه نې...
15/03/2026

امريکايي پوځ: د ايران د خارګ ټاپو پر څه باندې ۹۰ پوځي هدفونو بريدونه ترسره شوي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د مارچ په ۱۴مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د همدې میاشتې د ۱۳مې نېټې په شپه د ايران پر خارګ ټاپو د لويې پيمانې بريدونه ترسره کړي او په دې ټاپو کې پر څه باندې ۹۰ پوځي هدفونو بريدونه شوي دي.
د امريکا مرکزي قوماندانۍ ويلي، چې ځواکونو يې د ايران د سمندري پوځ د ماينونو او توغنديو د ذخيرې تأسيسات ويجاړ کړي، خو د نفتو زېربناوې یې نه دي په نښه کړې.
ایراني لوري ويلي، چې اوس د خارګ ټاپو وضعيت تر کنټرول لاندې دی او دفاعي سيستم يې له بريد وروسته ژر ګټې ته سپارل شوی. د ايران لوري په خبره، بريدګر خپلې ټاکلې ستراتيژيکې موخې ته نه دی رسېدلی.

15/03/2026

سروې: د نړيوال تمدن وړانديز ناارامې نړۍ ته ثبات رسوي
سي جي ټي اېن په دې وروستيو کې د چين له ژنمين پوهنتون سره په همکارۍ يوه سروې ترسره کړې، چې د ۴۱ هېوادونو ۱۲۳۰۲ تنو په کې خپلې نظريې شریکې کړې دي. د سروې ګډونوالو د چين له خوا وړاندې شوي د نړيوال تمدن وړانديز مثبته قدرداني کړې او دا نظريه يې ښودلې، چې د دغه وړانديز اصلي مفکورې په اوسني نړيوال وضعيت کې د عمل مهم ارزښت لري.
د سروې ۹۰ اعشاريه ۸ سلنه ګډونوال د تمدنونو متنوعيت ته درناوی د نړيوالې ټولنې لپاره د مراعات وړ بنسټيز اصل بولي.۷۷ اعشاريه ۲ سلنه ګډونوال بېلا بېل تمدنونونه برابر بولي. ۸۷ اعشاريه ۷ ګډونوال په دې نظر دي، چې له ټولو تمدونونو سره دې برابر سلوک غوره شي.

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوېد چین صدراعظم لي چیانګ د مارچ په ۵مه نېټه د چین د ۱۴م ملي...
15/03/2026

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوې
د چین صدراعظم لي چیانګ د مارچ په ۵مه نېټه د چین د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس په ۴مه غونډه کې د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی. د دغه راپور د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې د چین د ولسي مطبعې له خوا خپرې شوې. د دغه کتاب انلاین بڼه، غږیز کتاب او څو نورې رسنیزې بڼې هم په ګڼو انلاین پلاټفورمونو کې خپرې شوې دي.

Address

16A Shijingshan Road Shijingshan District
Beijing
100040

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when CGTN Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to CGTN Pashto:

Share