19/08/2026
د جمهوري نظام والي حلیم فدایي د طالبانو امر بالمعروف وزیر خالد حنفي وروستیو څرګندونو ته چې ویلي یې وو په الهي شریعت کې عقل، مطالعه او څېړنه ځای نه لري او انسان يواځې په «وکړه» او «مه کړه» مکلف دی، ليکلي چې ملاصاحبه؛ اسلام د بې عقلانو دین نه دی.
فدایي لیکلي چې د قران کریم د امر او نهې اصل هدف د انسان د عقل، ادراک او تدبر روزل دي، نه د هغو تعطیلول.
نوموړي زیاته کړې که د دین مفهوم یواځې په امر او منع کې خلاصه شي، نو دا ډول سلوک له حیواناتو سره مناسب دی، ځکه انسان الله تعالی د عقل، فهم او اختیار خاوند پیدا کړی او همدا عقل د تکلیف او انساني کرامت اساسي معیار دی.
نوموړي د خپلو خبرو د پخلي لپاره ګڼو قراني ایتونو، د اسلامي فقهې څلورو اساسي سرچینو (قران، حدیث، اجماع، قیاس) او حنفي فقه کې «مصالح مرسله» استدلال ته اشاره کړې ده.
د فدایي په وینا، قیاس او مصالح مرسله ټول د بشري عقل، تجربې او اجتهاد محصول دي او د عقل ردول په حقیقت کې د دغو ټولنیزو او فقهي اصولو له منځه وړل دي.
حلیم فدایي خبرداری ورکړی چې د يوه وزیر له خوا د عقل، مطالعې او تحقیق نفي کول د اسلام له علمي او تمدني روحیې سره جفا ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د اسلام لپاره تر ټولو لوی خطر هغه مهال رامنځته کېږي چې د وحې او الهي شریعت پر ځای د افرادو شخصي افکار او جهل د دین په نوم پر ولس وتپل شي.
| | | | |