Explorer Of World

Explorer Of World حقيقتونه، کيسې، تاريخ او د نړۍ عجيبې او په زړه پورې پيښې.! 🌍
(4)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې لوبلړۍ په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې سيالې ایرلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.افغانستان تر دې...
10/08/2026

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې لوبلړۍ په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې سيالې ایرلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانستان تر دې دمه د پنځو یو ورځنیو لوبو له لړۍ څخه دوه
لوبې ګټلې دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د ډېر باران له امله بې پایلې اعلان شوې وه.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې تر دې دمه راشد خان تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستې دي.راشد خان ...
10/08/2026

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې تر دې دمه راشد خان تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستې دي.

راشد خان په دوو لوبو کې د ایرلنډ پر وړاندې ۹ ویکټې اخیستې او د لوبلړۍ مخکښ ویکټ‌اخیستونکی دی.

افغانستان ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته نېغ په نېغه لار وموندله.
10/08/2026

افغانستان ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته نېغ په نېغه لار وموندله.

د افغانستان د کرېکټ اوپنر لوبغاړي رحمن الله ګربز په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې پوره کړې.
10/08/2026

د افغانستان د کرېکټ اوپنر لوبغاړي رحمن الله ګربز په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې پوره کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت‌الله شهیدي په نړیوال کرکټ کې ۳۵۰۰ منډې پوره کړې.
10/08/2026

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت‌الله شهیدي په نړیوال کرکټ کې ۳۵۰۰ منډې پوره کړې.

د حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د هغو ۱۴ کورنیو سره ټولټال ۱.۴ میلیونه افغانۍ مالي مرسته وشوه، چې ځوانانو یې د نیمروز په د...
10/08/2026

د حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د هغو ۱۴ کورنیو سره ټولټال ۱.۴ میلیونه افغانۍ مالي مرسته وشوه، چې ځوانانو یې د نیمروز په دښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ایرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د روانې لوبلړۍ په د...
10/08/2026

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ایرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د روانې لوبلړۍ په درېیمه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې د لوبې ډکر ته ښکته شي.

لوبه د ايرلنډ پلازمينه بلفاسټ کې ترسره کېږي!

د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي ویلي، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ لپاره د نوي مسیر پر ټاکلو له عمان...
10/08/2026

د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي ویلي، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ لپاره د نوي مسیر پر ټاکلو له عمان سره خبرې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.

عراقچي وايي، د هرمز تنګي بیا پرانیستل د زیانونو جبران، د ګواښونو پای، د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادولو په څېر شرطونو پورې تړلي دي.

هرمز تنګی د نړۍ د نفتو او ګازو د لېږد له مهمو مسیرونو څخه دی، چې شاوخوا پنځمه برخه نړیوال تېل او ګاز ترې تېرېږي.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع مسکو ته د خپل سفر پر مهال له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې دمشق به له...
10/08/2026

د سوریې ولسمشر احمد الشرع مسکو ته د خپل سفر پر مهال له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې دمشق به له مسکو سره پخواني ټول تړونونه او هوکړې لاسليک کړي.

الشرع ویلي، سوریه به پر شویو هوکړو عمل ته دوام ورکړي؛ هغه دریځ چې د سوریې په خاوره کې د روسیې د پوځي اډو د راتلونکي په اړه د مسکو اندېښنې راکموي.

دا واک ته له رسېدو وروسته روسیې ته د الشرع لومړنی سفر دی.

له درې‌اړخیز تړون وروسته؛ حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان ب.رید کړی!حوثي ځواکونو د المخا په سیمه کې د سعودي ځواکونو پر یوه...
10/08/2026

له درې‌اړخیز تړون وروسته؛ حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان ب.رید کړی!

حوثي ځواکونو د المخا په سیمه کې د سعودي ځواکونو پر یوه مرکز او د وسلو او مهماتو پر زېرمو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ب!ریدونه کړي دي.

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د شوي درې‌اړخیز دفاعي تړون له مخې، پر یوه هېواد ب/رید پر ټولو درېیو هېوادونو ب/رید ګڼل کېږي؛ خو تر اوسه پاکستان او ترکیې د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثي ځواکونو د بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د ب/ریدونو ویډیوګانې هم خپرې شوې، خو تر اوسه د
مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ورکړ.

AI 📷

Adresse

2nd
Barlin
10115

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Explorer Of World erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an Explorer Of World senden:

Verknüpfungen

Teilen