30/07/2025
یوه لیوني کیسه کوله خو چا نه اوریده
ده ضروري کیسه کوله خو چا نه اوریده
چې د وطن په ننګ، له جنګه زخمي بیرته راغی
هغه سړي کیسه کوله خو چا نه اوریده
لیونۍ ته دې د بنګړو د ماتېدو کیسې کړې
ما د تندي کیسه کوله خو چا نه اوریده
که ټول په یو وار زور پرې وکړو نو دا ور ماتیږي
يوه قیدي کیسه کوله خو چا نه اوریده
دومره یې خلک ویرولي پیره دار د محل
ان چې قاصي کیسه کوله خو چا نه اوریده
عظیمه! زه په دار هم دومره بې قیمته وم چې
ما اخري کیسه کوله خو چا نه اوریده