ADIL Kontaktinformationen, Karte und Wegbeschreibungen, Kontaktformulare, Öffnungszeiten, Dienstleistungen, Bewertungen, Fotos, Videos und Ankündigungen von ADIL, Medien, Berlin.

10/11/2025

وطن مور ده❤️

انګرېز سېلانی: افغانستان هغه ډول نه دی چې ما فکر کاوهله انګلستان راغلی سېلانی د افغانستان د امنیت او د افغانانو د مېلمه ...
25/10/2025

انګرېز سېلانی:
افغانستان هغه ډول نه دی چې ما فکر کاوه

له انګلستان راغلی سېلانی د افغانستان د امنیت او د افغانانو د مېلمه پالنې او مهربانۍ ستاینه کوي.
الکس چې شاوخوا ملګرو یې پرې سکندر نوم ایښی یوه اوونۍ یې په افغانیو جامو کې په هېواد کې تېره کړې ده.

الکس د نن ورځې تصویر داسې بیانوي: «سره له دې چې د انګلستان او افغانستان اړیکې ډېرې ښې نه ‌دي، خو هر چا له ما سره په ډېره مینه چلن وکړ، دا زما لپاره جالبه وه؛ ما ځان هېڅ کله ناراحته احساس نه کړ. له چارواکو نیولې تر عادي خلکو پورې، ټول ډېر مهربان وو او زما تود هرکلی یې وکړ.»
دغه ۲۱ کلن انګرېز سېلانی د افغانستان د سفر له تجربې خوښي څرګندوي او وايي، د دې هېواد کلتور، خواړه او ټول قومونه ورته په زړه پورې وو.
هغه د نورو هېوادونو له وګړو هم غواړي چې افغانستان ته سفر وکړي او هرڅه پر خپلو سترګو و ویني.
الکس و ویل: «رښتیا و وایم، کله چې افغانستان ته راغلم، خفه شوم، چې دا هېواد ولې دومره په بد نوم پېژندل شوی. زما په نظر د افغانستان په اړه ډېرې ناسمې خبرې خپرې شوي او ډېر خلک نه‌ پوهېږي چې افغانان څومره مهربان او مېلمه‌پال خلک دي. دوی د رښتیني افغانستان هېڅ تصور نه لري او دا رښتیا هم د افسوس وړ ده.»
اوس پوښتنه دا ده، چې د بهرنیو سېلانیانو د جلب لپاره کوم اقدامات په کار دي.
د سیاسي چارو شنونکي، احمد منیب رسا و ویل: «د بهرنیو سېلانیانو جلب له یوې خوا اقتصادي ګټې لري او له بلې خوا نړۍ ته د افغانستان ښه تصویر وړاندې کوي.»
په دې وروستیو کې د امنیت د ښه والي له امله هېواد ته بهرني ګرځندویان رامات شوي، چې د افغانانو د مېلمه‌پالنې او د افغانستان د طبیعي ښکلاو ستاینه کوي.

25/10/2025

رسول الله ﷺ به د شپې له ويده کېدو مخکې سورة الإخلاص، سورة الفلق او سورة الناس تلاوت کول،
بیا به یې په خپلو دواړو لاسونو کې پو (پُف) ووهه،
او بيا به يې دا دواړه لاسونه پر خپل ټول بدن درې ځله تېرول.
صلی الله عليه وآله وسلم ❤️

17/10/2025
ددې تایرو مثال د هغه چا دی څوک چې ښه ډیر ملګري ولري او کله چې ضرورت ورته پیدا کړي بیا یا خو ورک شي او یا دکار نه وي
27/09/2025

ددې تایرو مثال د هغه چا دی څوک چې ښه ډیر ملګري ولري او کله چې ضرورت ورته پیدا کړي بیا یا خو ورک شي او یا دکار نه وي

که ژوند یوه لوبه وي، نو مهرباني د هغې تر ټولو غوره اصول دي...!
27/09/2025

که ژوند یوه لوبه وي، نو مهرباني د هغې تر ټولو غوره اصول دي...!

یو وخت چا د مور کنـ..ځا را ميسيج کړې وه. ما ور ته وليکل: « مور مې لمونځ کوي. پښې یې خوږېږي پۀ ناسته یې کوي. چې سلام واړو...
13/09/2025

یو وخت چا د مور کنـ..ځا را ميسيج کړې وه. ما ور ته وليکل: « مور مې لمونځ کوي. پښې یې خوږېږي پۀ ناسته یې کوي. چې سلام واړوي، ور ته يادوم دې چې ما سره دې یو ځای د هدايت پۀ دعا کې یاد کړي. »

څو شېبې وروسته یې د سرو لمدو سترګو عکس را ولېږه، ژړا خبرې پکې بندولې ويل يې: « خیر دی. ور ته ووايه! و مې بښي. »

ما ور ته وليکل: « بښي دې. خو بیا بۀ بله مور نه ښکنځې. »

وعده یې وکړه چې سمه ده. دا ډېر وخت ورک و. اوس یې پيغام کړی دی، ويلي يې دي: « اوس حتی پۀ ګپ کې هم کــ..نځا خولې ته نه راځي، ادې څنګه ده؟ »

دا درس مې زده کړ چې، کله، کله کږه خوله پۀ سوک نه، پۀ يوه خوږه خبره سمېدای شي. خدای دې موږ ټولو ته هدايت وکړي، آمين.
Copied

1. هغه ملت چې خپلې ښځې لوستوي، هیڅکله وروسته نه پاتې کېږي.2. د ښځو تعلیم د فقر پر وړاندې قوي وسله ده.3. لوستلې ښځه د ټول...
09/09/2025

1. هغه ملت چې خپلې ښځې لوستوي، هیڅکله وروسته نه پاتې کېږي.

2. د ښځو تعلیم د فقر پر وړاندې قوي وسله ده.

3. لوستلې ښځه د ټولنې لپاره د رڼا څراغ دی.

4. د ښځو تعلیم د نسلونو د سوکالۍ ضمانت دی.

5. که ښځه لوستلې نه وي، ټولنه نیمګړې پاتې کېږي.

6 د ښځو تعلیم د الله جل جلاله د علم د قدر کولو یوه نښه ده.

🌸 "مور داسې ګوهـر دی چې په زرګونو کې یواځې یو پیدا کېږي."
08/09/2025

🌸 "مور داسې ګوهـر دی چې په زرګونو کې یواځې یو پیدا کېږي."

که چیري ناکامه سوي لومړي پیغور به دي  خپل خپلوان درکوي!😭😐
07/09/2025

که چیري ناکامه سوي لومړي پیغور به دي خپل خپلوان درکوي!
😭😐

07/09/2025

الحمدلله داسي مهربانه تجاران هم لرو ، یو ځل یی اخلاص او مرسته وګوری ، داسی تجاران دی زنده باد وی ( 5000 ) جوړی

Adresse

Berlin

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von ADIL erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Teilen

Kategorie