ADIL Kontaktinformationen, Karte und Wegbeschreibungen, Kontaktformulare, Öffnungszeiten, Dienstleistungen, Bewertungen, Fotos, Videos und Ankündigungen von ADIL, Medien, Berlin.

غمخواري مو جار شم، کمرې پۀ احتیاط اړوئ. پښتانۀ دي، پښتنې دي. لوپټې دي، شملې دي. ړنګ کورونه بۀ یې جوړ شي، مات اندامونه بۀ...
06/09/2025

غمخواري مو جار شم، کمرې پۀ احتیاط اړوئ. پښتانۀ دي، پښتنې دي. لوپټې دي، شملې دي. ړنګ کورونه بۀ یې جوړ شي، مات اندامونه بۀ یې جوړ شي. خو بیا بۀ خپل عکسونه او ويډيوګانې ور ته پيغور وي، پۀ زړونو کې بۀ یې تمام عمر درزونه وي. هر ځل یې چې ويني، د خپل عزت پر مېله بۀ پټه زلزله حسوي. عزت، نوم او وقار بۀ یې نړوي.

مه کوئ، مه!!💔

زلزله✅ د ځان ساتنې عملي سپارښتنېد زلزلې مخکې: • د کور په دننه کې یو خوندي ځای وټاکئ (لکه د مېز لاندې یا د کور په یوه قوي...
05/09/2025

زلزله
✅ د ځان ساتنې عملي سپارښتنې

د زلزلې مخکې:
• د کور په دننه کې یو خوندي ځای وټاکئ (لکه د مېز لاندې یا د کور په یوه قوي کونج کې).
• د بیړني حالت لپاره لږ اوبه، وچ خوراک، چراغ/بېټرۍ او لومړنۍ مرستې وساتئ.
• د کور دروازې او د وتلو لاره ازاده وساتئ.

د زلزلې پر وخت:
• که بهر یاست، د ودانیو، دیوالونو او ستنو نه لرې شئ.
• هیڅکله د زلزلې پر مهال په منډه د ودانۍ نه وځئ، ځکه ډېر خلک همداسې ژوبلېږي.

د زلزلې وروسته:
• د کور د خرابو او چاک‌چاکو دیوالونو ترڅنګ مه درېږئ.
• د ګاز، برېښنا او اوبو لاینونه وګورئ، که لیکه وي، ژر یې بنده کړئ.
• د ژوبلو شویو خلکو مرسته وکړئ، خو په خوندي ډول.

څنګه چې د انسان جسم خوړو ته اړتیا لري ، دغسې د د انسان روح او ذهن مطالعې ته اړتیا لري،  د کتاب هر مخ چې وایئ په ذهن کې م...
03/09/2025

څنګه چې د انسان جسم خوړو ته اړتیا لري ، دغسې د د انسان روح او ذهن مطالعې ته اړتیا لري، د کتاب هر مخ چې وایئ په ذهن کې مو یوه شمع بلیږي، په ژوند کې مو چې کومې تیارې د جهل او ناپوهۍ له امله وي همدا شمعې یې له منځه وړي، که غواړئ خلاق ذهن او ښه افکار ولرئ او دغه راز د جهل او ناپوهۍ څخه په امن وئ نو کتاب مو د ژوند ملګری کړئ.

او دا درد يواځې د هغو ولايتونو درد نه، بلکې د ټول ولس ګډ درد دی، کورونه ړنګ شول، زړونه مات شول، ولس مو کونډې، يتيمان، بې...
02/09/2025

او دا درد يواځې د هغو ولايتونو درد نه، بلکې د ټول ولس ګډ درد دی، کورونه ړنګ شول، زړونه مات شول، ولس مو کونډې، يتيمان، بې کوره او بې کورنۍ شول،
په والله چې ډېر دروند دى دا غم.💔
خدای دې شهيدانو ته جنتونه نصيب کړي، زخميانو ته دې عاجله شفا ورکړي او پاتې خلکو ته د زړه صبر،
يو ځل بيايې وايم دا يواځې د يو څو کسانو نه، بلکې زموږ د ټولو ګډ درد دی، هر څوک بايد تر خپلې وسې مرسته وکړي، که په هره برخه او که په هر ډول وي.
💔😢

01/09/2025

کونړ کې ولس مرستې ته اړتیا لري
ورستۍ حال په ویدیو کې😢

*اې د کــن فيــکون ذاتــه!**څنــګه چــې شــپه او ورځ بـدلــوې هــمداســې زمـوږ‌ د ټـولـو مــسلــمانـانو‌ خفـګانــونـه پـ...
29/08/2025

*اې د کــن فيــکون ذاتــه!*

*څنــګه چــې شــپه او ورځ بـدلــوې هــمداســې زمـوږ‌ د ټـولـو مــسلــمانـانو‌ خفـګانــونـه پــه خــوشـحالــيو بــدل کـړه..!*
*الــــهي آمــــين♥️

بوره ستاسو د صحت دښمنه ده، بوره ستاسو د زړه دښمنه ده،د بورې زيات استعمال د زړه د حملې خطر دوه چنده کويهر څومره چه د بورې...
29/08/2025

بوره ستاسو د صحت دښمنه ده،
بوره ستاسو د زړه دښمنه ده،
د بورې زيات استعمال د زړه د حملې خطر دوه چنده کوي
هر څومره چه د بورې استعمال زيات سي په کس کښي د زړه د حملې خطر زياتيږى،
څومره چه بوره زياته استفاده کيږي په بدن کښي د غوړو مقدار زياتيږى او دا اضافه غوړ د زړه د رګونو پر ځمکه رسوب کوي او د زړه رګونونه تنګوي او بندوي يى او د زړه حمله په وجود راوړي.
کلچې، کيک، مټايى، ګازى مشروبات دا ټول بوره لري.

که د بورې څخه پرهېز وکړي نو ستا زړه به صحت مند وي او د زړه د حملې خطر به کم وي...

نسخه ❤️
27/08/2025

نسخه ❤️

سړی یوازې په ۵ لارو له خپګان څخه وځي:1. پیسې پیدا کول.2. جم یا ورزش کول.3. د خپل هدف تعقیبول.4. د مینې ډکه کورنۍ جوړول.5...
27/08/2025

سړی یوازې په ۵ لارو له خپګان څخه وځي:

1. پیسې پیدا کول.

2. جم یا ورزش کول.

3. د خپل هدف تعقیبول.

4. د مینې ډکه کورنۍ جوړول.

5. له خدای سره قوي اړیکه لرل.

Adresse

Berlin

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von ADIL erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Teilen

Kategorie