SarLik

SarLik SarLik is a digital media space that publishes analytical and Research reports from across the world.

لغمان کې ۱۷ دولتي ښوونځي په کرایي کورونو کې فعالیت کويد لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون پنځ...
19/05/2024

لغمان کې ۱۷ دولتي ښوونځي په کرایي کورونو کې فعالیت کوي

د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون پنځه‌ګونو ولسوالیو کې د درېیو دیني مدرسو او د ښوونکو د روزنې دوو مرکزونو ترڅنګ ۱۷ دولتي ښوونځي په کرایي کورونو کې فعالیت کوي.

د کوزې پښتونخوا د ژوب په لویدیځ کې د کاکړو په سیمه کې د غره دغه څوکه د موسخول په نوم مشهوره ده، چې تر ډیره انساني څېرې ت...
19/05/2024

د کوزې پښتونخوا د ژوب په لویدیځ کې د کاکړو په سیمه کې د غره دغه څوکه د موسخول په نوم مشهوره ده، چې تر ډیره انساني څېرې ته ورته ده. عکاس: سالمین خپلواک

د لر و بر ملایان دا ډول فاحش او دین ستیزه پاکستان له هرې بلا خوندي ساتي، خو د یوه داسې وطن جرړې باسي، چې د اسلام، مسجد ا...
08/01/2024

د لر و بر ملایان دا ډول فاحش او دین ستیزه پاکستان له هرې بلا خوندي ساتي، خو د یوه داسې وطن جرړې باسي، چې د اسلام، مسجد او ملا حیثیت تل په کې خوندي و او بشریت ته یې د انتحار، انفجار، قتل او جنايت پر ځای عالي مدنیتونه، غني فرهنګ او مذهبي تسامح وړاندې کاوه.

وطندارنو!
ملایان اسلام د غربیانو د سیاسي او استخباراتي ګټو او پر افغان خاوره د پنجاب د استعمار د بقا او استحکام له پاره کاروي.
په اسلام د دلالۍ پر ګټو شخوند ملایان، پنجابیان او غربیان وهي، خو خاوره او سرونه پکې د افغانانو ريبل کېږي.

03/10/2023

کافر د مسلمان دوست نه شي جوړېدلی

رسنيو کې د بريتانوي مشرانو له ملايانو سره د اړيکو عادي کولو اسناد شته، بريتانوي ملايان افغانستان ته راغلل او خپله وروستۍ اعلاميه کې وويل، چې افغانستان وضعيت سم دی.

همدارنګه اوس بريتانوي بنسټونو راپور ورکړی، چې افغانستان کې ۸۳ سلنه د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق کم شوی.
دا او نور داسې راپورونه او سندونه پر ټولنيزو رسنيو پرېمانه موندل کېږي، چې د بريتانويانو او ملايانو تر منځ دوستي ثابتوي.

قضيه څلور اړخونه لري، چې بايد وڅيړل شي

لومړۍ؛ بريتانويان کافران او که مسلمان دي
دويم؛ بريتانويان له ملايانو سره دوستي او که دوښمني لري
درېيم؛ د قران پاک وينا ناسمه ده
څلورم؛ ملايان کافران دي

د قضيې لومړی او دويم اړخ چې هر څومره وڅيړل شي، پايله يې همدا راوځي، چې بريتانويان کافران او په اسنادو ثابت د ملايانو ملاتړ کوي او د افغانستان سياسي واک کې د پاتې کېدو لپاره کار کوي.

د قضيې درېيم او څلورم اړخونه د ډېرې څيړنې وړ دي، تر څو معلومه شي، چې غلطي او دروغ کوم اړخ کې دي.

يانې قران چې د کافر او مسلمان دوستي يې په قطعي توګه نفي کړي، بيا هم بريتانوي کافران له مسلمانو ملايانو سره ولې دوستي کوي؟

دلته له څېړنې وروسته يوه پايله راوځي، چې يا خو د قران دغه وينا ( کافر د مسلمان دوست نه شي جوړېدلی) درسته نه ده او يا ملايان مسلمان نه بلکې کافران دي.

افغانستان د يوې خونړۍ کورنۍ نيابتي جگړې په لور!نن د افغانستان ختيځ کونړ ولايت کې د (جبهه نبرد ملی) په نوم يوې وسله والې ...
23/08/2023

افغانستان د يوې خونړۍ کورنۍ نيابتي جگړې په لور!

نن د افغانستان ختيځ کونړ ولايت کې د (جبهه نبرد ملی) په نوم يوې وسله والې ډلې د طالبانو پر ضد له دې کبله د جگړې اعلان کړی، چې طالبان د امريکايانو ملاتړي او اجرتي جنگيالي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دوو کلونو راهيسې کابل ته څېرمه او شمالي ولایتونو کې له رسنيو پټه جگړه روانه ده.

همدارنگه جنوبي ولايتونو فراه، هلمند او کندهار کې هم په دې موده کې د جګړې او وژنو پيسې زیاتې شوې دي.

لکه څرنگه چې طالبان يوه نیابتي ډله ده او اوس یې افغانستان هم د سيمې او نړۍ د نیابتي جگړو خواته روان کړی دی.

د تاریخي افغانستان ټولو هستوګنو درنو پښتنو، په دې ورځو کې هلته و دلته ګورو، چې د پښتنو د اصل و نسب په اړه بېځایه پوښتنې ...
09/08/2023

د تاریخي افغانستان ټولو هستوګنو درنو پښتنو،
په دې ورځو کې هلته و دلته ګورو، چې د پښتنو د اصل و نسب په اړه بېځایه پوښتنې راپورته کیږي او هلته و دلته څانګوال و ناڅانګوال څېړونکي او لیکوال پر دغې وراله‌مخه سپړلې مشوړې خبرې او ناندرۍ کوي.
غواړم په څرګنده یې ووایم، چې دا مهال د داسې زړو او ناعلمي ناندریو شاربل بېګټې، چې لا تاواني کار دی.
ولې؟
د پښتنو د توکمپوهنې په اړه د خورا اکاډمیکو څانګیزو څېړنو پر بنسټ اوس دا سپینه شوې ده، چې پښتانه د دغې سیمې خورا لرغوني ساکي - اریايي هستوګن دي. د پوهاند دکتور مجاوراحمد زیار « پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې» چې یو بشپړ ژبتوکمپوهنیز ( Ethno- linguistics)، تاریخي او بشرپوهنیز کتاب دی، په دې اړه هرڅه روښانه کړي دي. په دې اړه د پوهاند دکتور حبیب الله تږي (پښتانه) او نور کتابونه هم د یادولو وړ دي. دغو څېړنو د دودیزو - افسانوي روایاتو پربنسټ تاریخ‌کښنې، چې د کرکې یا مینې (حب و بغض) له مخې یې په هغو دغو پورې د پښتنو د تړلو هڅې کړې وې، یو مخ په اوبو لاهو کړې.
هغه دوستان، چې په دې اړه پوښتنې لري، یا له پوښتنو سره مخ کیږي، ښايي دغو علمي - اکاډمیکو څېړنو ته سر ورښکاره کړي او ګړنیز اسرائیلي روایات هیر کړي.
زه ځان ته حق نه ورکوم، چې دوستان په دې اړه له څېړنو یا پوښتنو راوګرځوم، خو دا حق خامخا لرم، چې مینه‌وال له سمو سرچینو سره مخامخ کړم او پام یې نورو لومړیتوبونو ته راواړوم.
زموږ په سیمه کې ګڼ نور قومونه و ولسونه شته، چې تاریخي مخینه او پېژاند یې تر پښتنو زیات په تروږمیو کې ورک دي، خو دوی هېڅکله دا ورکې کولمې نه راسپړي او خپل وخت نه ابته کوي. د دوی کمال دا دی، چې خپلې (نن) او (سبا) ته یې پام زیات کړی او موږ یې په زړو بابولالو کې بوخت کړي یو.
پښتانه نه همدا پرون له اسمانه راورېدلي دي او نه هم ناڅاپه لکه مرخیړي له زمکې راشنه شوې دي، دوی د خپلو پرلپسې پلرینو او نیکونو په لړۍ کې ساکي ټبرونو او بیا په لوی سر کې اریايي توکم ته وررسیږي. دلته اوسیږي. د تاریخ په اوږدو کې یې د هر بل ټبر و ولس په شان سړې- تودې او خوږې ترخې لیدلي. کله واکمن ول او کله یې د خپلې واکمنۍ او هېواد د ژغورنې لپاره هڅې کړي دي. بس خلاص.
زموږ پایښت، زموږ نن، زموږ سبا په دې پورې اړه لري، چې د نړیوال پرمختګ په دې چټک بهیر کې څومره تیزه منډه کولای شو. زه باور لرم، چې که موږ - خدای مکړه- بیخي بې‌هویته او بې‌تاریخه هم اوسو دا دومره لویه غمیزه نه ده، لکه همدا نن مو چې لوڼې و خویندې له ښوونې و پوهنې بېبرخې دي، لکه نن چې یو بل وژنو، لکه نن چې د جهل و جنګ افیونو یو د بل ګریوان ته سره اچولي یو.
ټبرپېژندنه، ژبپوهنه، تاریخي مخینه او نورې څانګیز پوهنې و څېړنې خپلو پوهانو او څانګوالو څېړونکیو ته پرېږدئ، تاسو نن ته ځیر شئ، چې تر نیمايي زیات وګړي مو بېګاه ته د خوړو لپاره څه نه لري.
سیندونه درنه د دوښمن زمکو ته ځي او تاسو هلته و دلته له تندې هلاک یاست!
موږ یو!
دلته اوسو،
خپه ژبه لرو،
خپل فرهنګ و ویاړونه لرو!
همدا بس دي.
زموږ تر مخ د (نن) و (سبا) جوړولو لوی مسئولیت پروت دی. پرون مو هیڅوک راځنې تښتولای نه شي، هغه څه چې رانه تښتوي یې نن و سبا مو ده.
د دسترخوان پر سر ډوډۍ مو ده او د سیندونو او ویالو اوبه مو دي، زمکلاندې سرچینې مو دي، پېغلې او ځوانان مو دي.
ویښتیا - روښانتیا - بدلون !

بېړنی خبر:جمهور رئيس محمد اشرف غني، د افغانستان پر مهال سبا شپه 09:00 بجې هېواد کې پر روان وضعیت او د ملايانو په لاس له ...
06/08/2023

بېړنی خبر:
جمهور رئيس محمد اشرف غني، د افغانستان پر مهال سبا شپه 09:00 بجې هېواد کې پر روان وضعیت او د ملايانو په لاس له رامنځته شوي بحرانه څخه د وتلو پر لارو چارو ملت ته وینا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملايانو کابو دوه کاله افغانستان يرغمل نيولی او ټول ملت يې له سياسي، اقتصادي او اجتماعي بحران او بې برخليکۍ سره مخ کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې ملايانو شل کاله د امريکا سټراټيژيکو موخو او پاکستان ملي ګټو خونديتوب لپاره د خپلې خاورې او خلکو پر ضد جګړه وکړه او پايله کې امريکا د پاکستان په خوښه هر څه ور وسپارل.
مګر ملايان چې هېڅ سياسي پوهه او مديريتي وړتيا نه لري، د چارو په اداره کولو کې پاتې راغلي.

د پیښور په تاج آباد سیمه کې د یو جومات مُلا امام ابراھیم شاہ پر ۸ کلن ماشوم جنسي تېری کړ‎ی دی.دا په داسې حال کې ده، چې ه...
06/08/2023

د پیښور په تاج آباد سیمه کې د یو جومات مُلا امام ابراھیم شاہ پر ۸ کلن ماشوم جنسي تېری کړ‎ی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال مدرسو او جوماتونو کې د ملايانو لخوا پر ماشومانو د جنسي تيري لوړ شمېر پيښې ثبتيږي.

که څه هم څيړونکو بار بار ويلي دي، چې مدرسو او جوماتونو ته د ماشومانو لېږل په لوی لاس د هغوی له راتلونکې سره لوبې کول دي.

ځکه مدرسې، جوماتونه او نور مذهبي مرکزونه د تاريخ په اوږدو کې د جنسي تيريو شاهد پاتې شوي دي. مګر بيا هم ځينې کورنۍ خپل ماشومان مذهبي مرکزونو ته لېږي، چې دا د هغو کورنيو بې غوري او ناسنجيدګي په ګوته کوي.

دينکاران ټولې جګړې د سياسي قدرت تر لاسه کولو لپاره کوي!د (جمل) جګړه د پاک استازي د کورنۍ د غړیو او اصحابو ترمنځ وشوه. دا...
05/08/2023

دينکاران ټولې جګړې د سياسي قدرت تر لاسه کولو لپاره کوي!

د (جمل) جګړه د پاک استازي د کورنۍ د غړیو او اصحابو ترمنځ وشوه. دا د مسلمانانو تر منځ لومړنۍ جګړه وه. جزیاتو ته یې نه ځو.
(صفین) جګړه د واک و ځواک پر سر بله جګړه وه، چې په یوه روایت اویا زره تنه (ټول مسلمانان او ګڼ یې صحابه) په کې ووژل شول. ویل کیږي، په دې دواړو جګړو کې یوازې د قرآن عظیم پینځلس زره حافظان ووژل شول.
د دې جګړو په اړه د (ولې؟) پوښتنه (تابو ) او (ممنوع) شوه.
موږ ټول وژونکي او وژل شوي په درنو القابو (رضوان الله تعالى عليهم جميعا ) یادوو.
دا د عربو د تاریخ یو فصل دی، ښايي ډېر به فکر کوي، چې نو زموږ یې اوس پرې څه؟
بله خبره دا ده، چې د دې جګړو په اړه د (ولې؟) فکر لرونکي ځکه ترې چوپه خوله تېر شوي، چې له تکفیر څخه ډارېدل. په تېرو څوارلسو پېړیو کې دغه ډار څلور منفي پایلې او انګېرنې بنسټي کړې:
۱- مسلمانان کولای شي د واک او شتمنیو راخپلولو لپاره پرېمانه یو بل ووژني، خو په دې اړه به پوښتنې و خبرې نه کوي.
۲- که څوک په دې اړه څه ووايي، تکفیریږي.
۳ـ ګواکې له دیني پلوه واک په توره او وینه بهوونه راخپلیږي، کوم بل معیار نه شته، هرچا چې ډېر خلک وژلای شول، هغه واکمن دی. د واک مشروعیت روسته د تورې او وېرې خپرولو له لارې ورخپلولای شي.
۴- په دې اړه هیڅکله د ټولنپوهنې، اقتصاد، سیاستپوهنې، تاریخ او نورو ټولنیزو پوهنو پربنسټ بحث کېدلای نه شي. د دې پېښو په اړه عقلانیت ته اجازه نه شته او هر راز پوښتنه په عامه ذهنیت کې له کفر سره مترادفه ده.
د واک پر سر جګړې د تاریخ یو تکرارېدونکی دود دی، خو د یوه دین په نامه د همدې دین د پلویانو مبهمې او ناڅرګندې یوبل‌وژنې، هغه هم په یویشتمه پېړۍ کې هېڅ عادي نه دي.
یویشتمه پېړۍ مو یاده کړه. عربان د تېلو خاوندان شول، اقتصاد لوړ شو، لوړ اقتصاد شعور هم لوړ کړ. مړې ګېډې عقلانیت ته مخه کړه. د بډايې عربي نړۍ هېوادونو بیا هيڅکله د واک و ځواک پرسر جګړې ونه کړې. سعودي، قطر، اماراتو، کویټ او ان مصر و یو شمېر نورو هېوادونو هم ځانونه د عقلانیت دغه برید ته ورسول. اندونیزیا و مالیزیا و سینګاپور تر مالدیف پورې یې همداسې درونیسه.
د دین تر نامه لاندې پر واک جګړې او مسلمانوژنې پاتې شوې او روسته پاتې و بېوزله هېوادونه لکه افغانستان، سوډان، پاکیستان او ځینې افریقايي ولسونه.
عراق و افغانستان دوه بالقوه بډای هېوادونه وو، چې له خپلو زېرمو څخه یې د ملي شعور په لوړونه کې ګټه پورته نه کړلای شوه او پاکیستان، چې انګریز د لوبو لپاره جوړ کړی و تر ننه لا هم لوبول کیږي. په باجوړ کې د مسلمان په لاس د مسلمانانو وینې لا وچې نه دي، خو لا هم د (ولې؟) پوښتنه له کفر سره معادل ده.
هغه هېوادونه چې شیخان یې د سرو زرو په ټټیو (کموډونو) کې ځانونه تشوي او هره اونۍ یې پالنګ ته د نړۍ یوه نوې ښکلې پېغله ورخيژي، نه غواړي د دین په نامه پخپله، خپلو کې یو د بل وینې وبهوي.
هغوی دغه دیني (!) مکلفیت بېوزلو او بېشعوره هېوادونو ته ورسپارلی. موږ باید یو بل ووژنو، چې هم دغه تاریخي دود تکرار شي او هم عرب شیخ د ورېښمو پر پالنګ ارام خوب وکړي.
د (جمل) و (صفین) و (کربلا) و (امویانو) و (عباسیانو) و (عثمانیانو) و (صفویانو) ... خپلمنځي وژنې به موږ ورته تکراروو.
دواړه خواوې به خپل جنګونه جهاد بولي او وژل شوي شهیدان.
تور بیرغونه، سپین او برګ بیرغونه د دوی تاریخي دود د دوی له هېوادونو زرګونه کیلومتره لرې، زموږ پر بېوزله ولسونو کې بیا بیا تکراروي او افغان باید د افغان وینه وبهوي، چې د ټولې نړۍ اسلام ژوندی پاتې شي.
که چا تور بیرغ یا سپین بیرغ ته وویل: چې ولې؟ دواړو د تکفیر تورې تیارې له تيکو را ایستلي او وینې ترې څاڅي.
دوی وايي:
هغه څه چې په (جمل) او (صفین) کې راپیل شوي، تر قیامته به يې بېشعوره، ناپوهه او له دین څخه د سیاسي تفسیر افیون ځپلي ملتونه تکراروي.
په دې اړه لا هم څوک د (ولې؟) پوښتنه راپورته کولای نه شي.

د پاکستان جمعيت علما اسلام مشر فضل الرحمن ويلي دي، چې پاکستان کې ترهګريز بريدونه افغانستان کې پلانيږي او دا يې د خپلو شا...
05/08/2023

د پاکستان جمعيت علما اسلام مشر فضل الرحمن ويلي دي، چې پاکستان کې ترهګريز بريدونه افغانستان کې پلانيږي او دا يې د خپلو شاګردانو افغان طالبانو کار بللی. فضل الرحمن چې شل کاله يې طالبانو ته لابي کوله، خو اوس د نوي لوبې لپاره پر طالبانو نيوکې کوي او طالبان په قصدي توګه نوي لوبه کې ښکيلوي.

ځينو سرچينو ويلي دي، چې پاکستان کې ترهګريز بريدونه د امريکايي او پاکستاني استخباراتو له پلان سره سم ترسره کيږي او پړه یې د دې لپاره پر افغان طالبانو وراچوي، تر څو يې بيا ملامتۍ او بلې نوي لوبې ته برابر کړي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني استخباراتو له امریکا سره د طالبانو په سر معامله کړې او کېدای شي راتلونکو څو مياشتو کې له قبايلي سيمو پر طالبانو بريدونه وشي.
پاکستاني پوځ چې ۲۰۰۱ کال کې يې امريکا ته پر طالبانو د بريد لپاره ځکمنۍ او هوايي لارې ورکړې وې. دا ځل يې بیا هم د افغانستان د جمهوريت ځواکونو ته د جګړې جغرافيه برابره کړې. سرچينو د طالبانو پر ضد راتلونکو څو مياشتو کې د سختو بريدونو احتمال ښودلی دی.

ديني مدرسې او که لواطت خانې!؟ د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) قانون د جنسي تیري او جنسي تیري ټول ډولونه د جنګي جرمونو په لی...
03/08/2023

ديني مدرسې او که لواطت خانې!؟

د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) قانون د جنسي تیري او جنسي تیري ټول ډولونه د جنګي جرمونو په لیست کې شامل کړي دي. له دې جنسي تاوتریخوالی د نړیوال بشردوستانه قانون او د جینوا کنوانسیونونو څخه د جدي سرغړونې په توګه هم پیژندل شوی دی.
نړيوالو بشري قوانينو جنسي تېری د جنګي جرمونو، د بشريت ضد جرمونو، د شکنجې او ځورونې جرمونو سره معادل ښودلی دی.
د تعريف له مخې جنسي تیری هغه عمل ته ويل کېږي، چې یو کس په قصدي توګه د شخص له رضایت پرته بل کس سره جنسي اړیکه ونیسي، یا یو کس مجبور کړي یا يې په فزیکي توګه د هغه د خوښې خلاف جنسي عمل ته اړ کړي.
جنسي تېری مختلفې ډولونه لري، چې په هغه کې پر ماشومانو جنسي تیری، پر لويانو جنسي تیری (په زور جنسي تيری، که څه هم لږ وي؛ لکه سولول...)، د مخدره توکو څخه په ګټه اخيستنه جنسي تیری او په جنسي توګه د اشخاصو شکنجه کول او ځورول ټول پکې شامل دي.
د جنسي تېري پيښې پخوا د جګړو په لیکو کې ډېرې پيښېدې. کله به چې نظاميانو د جګړې برخه کې خپل مقابل لوری مات کړ. بيا یې د هغوی په ښځو او ماشومانو جنسي تېری کاوه.
خو په دې وروستيو کې دغه ناوړه جرمي عمل مذهبي ځايونو کې ډېره وده او پراختيا موندلی ده. د عيسوي مذهب راهبانو لخوا په عبادتځایونو کې يوازې په ۲۰۲۱ کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۴۲۲۸ قضيې ثبت شوي دي. دا شمېره خورا لوړه ده، مګر بيا هم د نويو احصايوي پايلو پر بنسټ دغه کچه ۲۰۲۳ کال کې ۷ سلنه نور هم لوړه شوې ده.
د دې تر څنګ ديني مدرسې چې ايران، پاکستان او افغانستان کې يې شمېر خورا ډېر دی، پر ماشومانو د جنسي تېري زړه بوږنوونکي پيښې پکې رامنځته کيږي.
د TOI نړيوال څيړنيز مرکز څيړنې له مخې ۲۰۲۰ کال کې يوازې د پاکستان ديني مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۲۹۶۰ پيښې ثبت شوي دي، چې د ۱۵۱۰ پيښو قربانيان هلکان او د پاتې ۱۴۵۰ پيښو قربانيانې نجونې ښودل شوي دي. د اسوشيټېډ پريس خبري آژانس د څيړنو په حواله د پاکستان په ديني مدرسو کې پر ماشومانو جنسي تیری، يوه پراخه مسله ده. دغه ستونزه له لرې پرتو سيمو څخه نيولي تر ښارونو پورې غځيدلې ده. یاد آژانس د کوثر پروين په نوم له يوې پاکستانۍ مور سره مرکه کړې او هغه په ژړغوني غږ د مدرسې د ملا له خوا پر خپل نهه کلن زوی د شوي جنسي تيري کيسه کوي. هغه چې کله خبرې پيلوي نو سلګۍ یې نیسي او د خپل زوی په وينو لړلی پرتوگ ورته سترگو – سترګو ته کيږي.
دغه هلک ۲۰۲۰ کال خپل کور ته څېرمه يوه ديني مدرسه کې زدکړې کولې. پر هغه باندې د هماغه کال اپريل مياشت کې د مدرسې يوه خونه کې خپل استاد ملا جنسي تيری وکړ. دی وايي؛ د شپې يو ناڅاپه راويښ شوم چې گورم استاد (ملا) مې ترڅنگ پروت دی: «ما هېڅ حرکت نه کاوه. ډير ويريدلی وم. ژړل مې، هغه (ملا) ډير خوږ کړم او زما کميس یې په خوله کي را ننويست تر څو غږ مې ونه وځي».
همدارنګه د ايران ديني مدرسو کې د ۲۰۲۲ کال په لړ کې ۱۶۵۰ پيښې ثبت شوي دی. د یادونې وړ ده، چې د ايران ديني مدرسو کې د جنسي تيري د پيښو شمېره له دې څو کرته لوړه ده. د راپورونو له مخې د ايران ديني مدرسو کې ۸۰ سلنه پر ماشومانو د جنسي تيري پيښې نه ثبت کيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ايران او پاکستان کې مسلکي جنايي دستګاه شتون لري، چې یوه اندازه د پيښو ثبت ترسره کوي. مګر افغانستان چې دا مهال د جنايي او عدلي سستم له نشتون سره مخ دی. ديني مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تيري پيښې پکې نه ثبت کېږي او نه ورته عدلي رسيدګي کېږي. د ايران او پاکستان په پرتله د افغانستان ديني مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تيري پيښو د زياتوالي کچه ډېره لوړه ده او دا کچه په ښکاره توګه ټولنیزو رسنيو کې خپله د ملايانو لخوا د جنسي تېري د پيښو د ثبت شويو ويډيوګانو له مخې معلوميږي.
د امريکا اروا پېژندنې ټولنې (APA) یا American Psychological Association څيړونکو د جنسي تېري قربانيانو د راتلونکي په اړه ژورې انديښنې څرګندې کړې دي. د دوي په وينا هغه ماشومان چې د جنسي تيري ښکار کېږي. له ژور خپګان، افسردګۍ، جسمي او رواني اختلالاتو او ناراحتۍ سره مخ کيږي او په بشپړه توګه پر خپل نفس اعتماد له لاسه ورکوي.
همدارنګه ځينې څيړونکي په دې اند دي، چې ډېری جنايي پيښو لکه جګړو او په ځانګړي توګه ځانمرګو بريدونو کې په لوړه کچه د جنسي تيري له قربانيانو څخه ګټه اخيستل کېږي. همدا لامل دی، چې له عامو خلکو سره ديني مدرسو ته د ماشومانو پر تګ انديښنې ډېرې شوي دي او څوک زړه نه ښه کوي، چې ديني مدرسو ته خپل ماشومان د زدکړو لپاره ولېږي. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د ټولنیزو رسنيو فعالانو لخوا ديني مدرسو ته د فتنو او لواطت خانو نوم کارول کېږي.
#سرلیک سره اوسئ!
#سرلیک علمي، تحقيقي او تحليلي مقالې، لیکنې او راپورونه تر تاسو رسوي.
#سرلیک سره خپلې علمي، تحقيقي او تحليلي مقالې، لیکنې او ورځني څيړنيز راپورونه شريک کړئ.

ملګري بشارت د بشري حقونو د ورکې قضيې او د شرعي حکمونو د جعلي انفاذ په اړه لاندې استفهامي ليک «سرليک» ته را لېږلی او دا د...
02/08/2023

ملګري بشارت د بشري حقونو د ورکې قضيې او د شرعي حکمونو د جعلي انفاذ په اړه لاندې استفهامي ليک «سرليک» ته را لېږلی او دا دی موږ يې کټ مټ خپروو؛
تاسو کله فکر کړئ، چې د بشريت له پيل راهيسې ولې د بشري حقونو او اسلامي حکمونو د انفاذ په قضيه کې عدالت نه تامينيږي او له پيړيو راهيسې غربيان د بشري حقونو په ورکه او مرموزه قضيه پسې لالهانه دي او مُليان د شريعت د انفاذ لپاره د انسانانو وينې بهوي؟
ولې دغه قضيه قطعي او يا نه نهايي کيږي!؟

لنډه بېلګه يې د امريکا لخوا د څلوېښت ميليونه انسانانو افراطيت ته سپارل او د مُليانو اوسنی شرعي نظام دی. تاسو په دواړه کې د بشري حقونو د تحقق او د اسلامي حکمونو د انفاذ څېره وګورئ!
تاريخ پسې مه ګرځئ!
تاريخونه داسې ليکل شوي دي، لکه اوس چې غرب د بشري حقونو په اړه غږيږي او دا نور د اسلامي حکمونو په اړه د قدرت له ناولي ډيران څخه شعارونه ورکوي!
خو برعکس د دواړو اصل مخونه څومره بدرنګ او د بشري حقونو او اسلامي حکمونو له مانا، ماهيت، او پيغام سره څومره ټکر لري!!!
د بشري حقونو او اسلامي حکمونو د انفاذ قضيه له پيله همداسې روانه ده، دواړه لوري د خپلو شخصي ګټو لپاره له دواړو حياتي او مقدسو پديدو سره همدومره متفاوت چلند کوي!
نه رنسانس د غربيانو ضميرونه ويښ کړي او نه پخوانيو خلافتونو د مسلمانانو ضميرونو ته د اسلام رڼا ور اچولي ده. د دواړو تاريخونه همدومره تور دي، لکه اوس چې دواړه اړخونه د بشري حقونو او اسلامي حکمونو لپاره د انسان په کرامت پښې ږدي!
#سرليکـــــــــــــــــــ
#ستاسوغږ

Adresse

Berlin
12207

Öffnungszeiten

Montag 06:00 - 20:00
Dienstag 06:00 - 20:00
Mittwoch 06:00 - 20:00
Donnerstag 06:00 - 20:00
Samstag 06:00 - 20:00
Sonntag 06:00 - 20:00

Telefon

+4917625126049

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von SarLik erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an SarLik senden:

Hervorgehoben

Teilen