DW پښتو

DW پښتو موږ مو له مهمو پېښو خبروو. تاسې يې په اړه له موږ سره خپل نظرونه شریک کړئ او د آلمان او نړۍ پر مهمو موضوعاتو بحثونو کې برخه واخلئ.

18/01/2026

د جرمني د بایرن ایالت د جغل له کانونو وروسته جوړو شوو جهیلونو څخه عمودي سولري تختې یا پینلونه له لیرې ښکاري. فلوټینګ یا پر اوبو ولاړ لمریزې تختې کم ځای نیسي، مصرف یې کم او د بریښنا تولید یې هم لوړ دی.

په مينياپولس کې د ټرمپ د ادارې د وروستيو کډوالۍ ضد عملياتو او په ملاتړ لاريونوالو شخړه کړې ده. نور جزيات په لومړۍ تبصره ...
18/01/2026

په مينياپولس کې د ټرمپ د ادارې د وروستيو کډوالۍ ضد عملياتو او په ملاتړ لاريونوالو شخړه کړې ده. نور جزيات په لومړۍ تبصره کې په لينک کې موندلای شئ:

18/01/2026

نن سبا په مغازو او مارکیټونو کې ډیری «شوګر فري» یا بې بورې خواړه او څښاک پیدا کیږي. دې ویډیو کې یې راسره وګورئ چې دا محصولات روغتیا ته ګټه رسوي که زیان؟

د پاکستان د ملي تلویزیون PTV د لوبډلې مشر روزونکي محمد وسیم  د خپل ټیم دغه تاریخي هڅه او بریا وستایله. وسیم، چې د پاکستا...
18/01/2026

د پاکستان د ملي تلویزیون PTV د لوبډلې مشر روزونکي محمد وسیم د خپل ټیم دغه تاریخي هڅه او بریا وستایله. وسیم، چې د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی، د فرانسې خبري آژانس ته یې وویل: «زه د خپل ټیم د نړیوال ریکارډ له دې هڅې ډېر خوښ یم. زموږ د ټیم شعار دا دی چې هېڅکله تسلیم نه شو او تر وروستي باله وجنګېږو.»
په دې اړه لا ډير معلومات لومړۍ تبصره کې ولولئ.

يوه نامتو څېړونکې وايي چې ټرمپ غواړي د ناټو د اتو متحدينو پر ضد د تعرفو وضع کولو په ګواښ سره د هغوی يووالی مات کړي. د مو...
18/01/2026

يوه نامتو څېړونکې وايي چې ټرمپ غواړي د ناټو د اتو متحدينو پر ضد د تعرفو وضع کولو په ګواښ سره د هغوی يووالی مات کړي. د موضوع نور جزيات په لومړۍ تبصره کې په لينک کې موندلای شئ:

18/01/2026

د امریکا متحده ایالات غواړي د نفتو ستر شرکتونه په وینزویلا کې د تیلو استخراج زیات کړي، خو دا کار تر ویلو ډېر ستونزمن دی.

د متحده ایالاتو ديموکرات سناتور کرس کوونز په کوپنهاګن کې وويل: «ګرینلېنډ د ډنمارک برخه ده. ډنمارک زموږ د ناټو متحد دی.» ...
17/01/2026

د متحده ایالاتو ديموکرات سناتور کرس کوونز په کوپنهاګن کې وويل: «ګرینلېنډ د ډنمارک برخه ده. ډنمارک زموږ د ناټو متحد دی.» هغه زياته کړه: «زما په نظر بايد دا بحث همدلته پای ته ورسېږي.» نور جزيات په لومړۍ تبصره کې په لينک کې موندلای شئ:

د راپور له مخې، هغه د داعش له غړو سره چټ هم کړی و او تبليغاتي مواد يې روسي او چيچني ژبو ته ژباړلي ول. سربېره پر دې، هغه ...
17/01/2026

د راپور له مخې، هغه د داعش له غړو سره چټ هم کړی و او تبليغاتي مواد يې روسي او چيچني ژبو ته ژباړلي ول. سربېره پر دې، هغه افغانستان ته د تګ پلان هم جوړ کړی و، څو هلته د داعش لپاره وجنګېږي. د تېر کال د فبرورۍ په ۲۰مه، کله چې هغه د هېواد پرېښودو هڅه کوله، نو د برلين په هوايي ډګر کې ونيول شو.
په دې اړه لا ډیر معلومات د تبصرو په برخه کې ولولئ.

17/01/2026

له څو اونیو راهیسې په ایران کې د حکومت پر وړاندې د خلکو پراخ اعتراضونه پیل شوي دي.
په دې ترڅ کې خورا ډېري ویډیوګانې خپرې شوي نو له دغو ویډیو ګانو کومې جعلي او کومې ریښتیني دي؟ دغه راز څوک له دغو معلومات ګټه اخلي؟ په دې ویډیو کې یې راسره وګورئ.

17/01/2026

له اوږدې مودې راهیسې د ګانا په شمال کې یو شمیر کلي پرته له بریښنا ژوند تیروي. اوس د پخواني یا زاړه نسل یو شمیر میرمنې غواړي دغه کلي روښانه او بدلون ورته راولي.

د محکمې د دې پرېکړې له مخې، فدرالي مامورين هغه کسان نه شي نيولای چې په سوله ييز ډول احتجاج کوي يا يوازې د مامورينو څارنه...
17/01/2026

د محکمې د دې پرېکړې له مخې، فدرالي مامورين هغه کسان نه شي نيولای چې په سوله ييز ډول احتجاج کوي يا يوازې د مامورينو څارنه کوي، پرته له دې چې داسې شک موجود وي چې هغوی د قانون پلي کېدو پر وړاندې خنډ جوړوي او یا يې کوم جرم کړی وي.
په دې اړه لا ډير معلومات په لومړۍ تبصره کې ولولئ.

په ايران کې تر پراخو لاریونونو وروسته د اوضاع په هکله او په لاریونونو کې د اعتراض کوونکو د وژل کیدو د شمیر په هکله زيات ...
17/01/2026

په ايران کې تر پراخو لاریونونو وروسته د اوضاع په هکله او په لاریونونو کې د اعتراض کوونکو د وژل کیدو د شمیر په هکله زيات خبرونه خپاره شوي، خو د ځينو دغو معلوماتو خپلواکه تصديق کول ممکن نه دي. نور جزيات په لومړۍ تبصره کې په لينک کې موندلای شئ:

Adresse

Kurt-Schumacher-Straße 3
Bonn
53113

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von DW پښتو erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an DW پښتو senden:

Teilen