15/08/2026
نړیوال جام ته روان یو؛ خو د عظمت پرته لا هم یو باوري تیز توپ اچوونکی نه لرو.
که خبره د ضیاء وي، هغه تر دې دمه څلور نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبې کړي دي او یوازې یوه ویکټ لري.
که سلیم یاد کړو؛ هغه په رن اپ کي ستونزه لري او په شپږو لوبو کي یې یوازې یوه ویکټ اخیستې ده.
نړیوال جام کي باید د عظمت ترڅنګ دوه نور داسي توپ اچونکي ولرو چي، د لوبي هر وخت کي ویکټ واخلي؛ که مو پیداکړه تر ډېره مخ ته تللی شو.
او یا هم په شته توپ اچوونکو نور کار وشي چې تر نړیوال جام تیار وي ځکه د سوئیلي افریقا په ویشتنځایونو باندې چټک توپ اچونکي تر ډیره بریالي او مؤثر دي.
゚viralシ #کرکټ #افغانستــان #افغان