Pashto Vibe

Pashto Vibe Here You can find intresting and informative Videos.

کله چې د نورستان امنیه قو.مند.ان له یو تس.لیم شوي کس څخه پوښتنې کوي نو هغه وایي:" موږ ایران کې کار کاوه، د پاکستان ټیکسل...
28/09/2026

کله چې د نورستان امنیه قو.مند.ان له یو تس.لیم شوي کس څخه پوښتنې کوي نو هغه وایي:" موږ ایران کې کار کاوه، د پاکستان ټیکسلا ته یې راوړلو، یو څه موده هلته وو، بیا یې دیخوا نورستان خواته روان کړلو، کله چې ستاسو ځوا.کو.نو پرموږ ب.ر.ید وکړ نو مشران مو وښتی.دل، موږ ته یې هم وویل چې تاسو هم راشئ خو موږ وویل چې بیرته نه ځو او تسلی.مږو."

بلخوا بیا د ازادۍ جب.هې ویلي چې حکومت زموږ له کسانو جبري اعت.رافونه اخلي او رسنیز کوي یې.

مجید قرار وایي:" که ډاکټرنجیب بل هیڅ خدمت نه وي کړای بیا هم پرملت یې دا لوی احسان دی چې باختر خزانه یې په څومره حکمت وسا...
28/09/2026

مجید قرار وایي:" که ډاکټرنجیب بل هیڅ خدمت نه وي کړای بیا هم پرملت یې دا لوی احسان دی چې باختر خزانه یې په څومره حکمت وساتله، کله چې حالت په خرابیدو شو نو له جرمني یې انجینران راوړ، 7 کیلي ګانې یې ورته جوړې کړې او 7 کسانو ته یې ورکړ خو دا 7 کسان له یو بله خبر نه ول چې چاسره کیلي شته؟ مسعود او رباني چې واک ترلاسه کړ نو ډیره هڅه یې وکړه چې دا کسان پیداکړي خو ایله 3 کسان یې پیداکړ خو دې سره یې قلفونه نه خلاصیدل چې بیا مجبور شول ترې تیر شي، بیا چې (ط) راغلل دوی هم خپل هڅې وکړ مګر نتیجه یې ورنکړه، بلاخره چې جمهوریت راغی نو کرزی همغه جرمني شرکت سره خبرې وکړ چې اوس افغانستان کې مشروع حکومت راغلی راشئ او باختر خزانه خلاصه کړئ، چې بیا یې دا کار وکړ، همدا راز د ډاکټر نجیب چې دومره ډیرې وړاندوینې او خبرې په حقیقت بدلې شوې، که د کوم ملا شوي وای نو اوس به یې په ق.بر زیارتونه جوړ وای او خلک به ولي ګڼلو او دعاګانو ته به تللو، چې د یو سړي دومره خبرې ریښتیا شي نو یا خو عالم او یا لوی بزرګ وو، په دواړو حالاتو کی یې احترام فرض دی."

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان د دفا.ع وزارت د اعلامیې په غبر.ګون کې ویلي:" پاکستان د نورستان موضوع کې لاس نلري، ...
27/09/2026

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان د دفا.ع وزارت د اعلامیې په غبر.ګون کې ویلي:" پاکستان د نورستان موضوع کې لاس نلري، دا د (ط) او ددوی د مخا.لفو جب.هو داخلي مسئله ده، پاکستان که وغواړي مستقیم خپله ب.ری.د کولی شي چې تاسو یې شاهدان وئ."

امرالله صالح د اوسني حکومت مخا.لفو جب.هو ته په خطاب کې ویلي:" د مبارزې محور باید له پردیو قدرتونو او په ځانګړې توګه له پ...
27/09/2026

امرالله صالح د اوسني حکومت مخا.لفو جب.هو ته په خطاب کې ویلي:" د مبارزې محور باید له پردیو قدرتونو او په ځانګړې توګه له پاکستان سره د نیابتي معاملو تر اغېز لاندې رانشئ، د افغان ولس ازادي يواځې د ملت پر کورني او ژور ملي درک پر بنسټ ممکنه ده، د معاملو هغه تاریخ مه تکراروئ چې په پایله کې یې له لسیزو راهیسې افغان ولس د پردیو است.خبا.راتي لوبو کچکول ته ناست دی."

د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې یې دا ځل یو شمیر درمل کابل ته لیږلي دي.د شی.طان...
27/09/2026

د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې یې دا ځل یو شمیر درمل کابل ته لیږلي دي.
د شی.طان انټرنیشنل خبریال تاج الدین سروش ورته لیکلي: "څوک پوهېږي چې په دغو بارونو کې رښتیا څه دي؟ د ژوند ژغورونکي درمل دي، که د (ط) لپاره د ډرون پرزې؟"

پاکستان کې یو جان اچکزی دی خو انټرنیشنل بیا له جان اچکزیانو ډک دی

د ش.هـ.ید ډاکټر نجیب مېرمن فتانه نجیب وایي:" له ښوونځي مې چې د کورنۍ ماشومان راغلل نو راته يې وويل، ادې وبخښه چې درته وا...
27/09/2026

د ش.هـ.ید ډاکټر نجیب مېرمن فتانه نجیب وایي:" له ښوونځي مې چې د کورنۍ ماشومان راغلل نو راته يې وويل، ادې وبخښه چې درته وایم، تور ټیکری په سره کړه؛ نور مې آبا موږ سره نشته".

د تش په نوم مقا.ومت جب.هې نوی ټاکل شوی قو.مندان صالح محمد ریګستاني یوه ویډیو خپره کړې چې پکې وایي:" شونډې مو د هندوکش په...
27/09/2026

د تش په نوم مقا.ومت جب.هې نوی ټاکل شوی قو.مندان صالح محمد ریګستاني یوه ویډیو خپره کړې چې پکې وایي:" شونډې مو د هندوکش په غرونو کې د کنګل واورو څخه د ويلي کېدونکو اوبو د څښلو له امله زخ.مي شوي دي، ځکه چې د څښلو لپاره کوم لوښی نلرو او مجبور یو چې خپله خوله چینو ته ښکته کړو او اوبه وڅښو، یاد ولرئ چې د افغانستان ازادولو لپاره دومره سختۍ تیروو."

خو د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال، هارون شیرزاد لیکلي:"
د ریګیستاني صیب څو پرلپسې ویډیوګانې مې ولیدې، دا ویډیوګانې د ارندو په سیمه کې ریکارډ شوي چې د چترال په جنوبي برخه کې د نورستان د کامدیش او برګې‌مټل له سیمو سره مخامخ پرته ده، دا ټوله سیمه د پاکستان د پوځ له سختو ځمکنیو او هوایي څارنې لاندې ده.

ګلخان اڅکزی چې پرون یې ویل د ازادۍ جب.هې غړي تسلی.م شوي ندي بلکې لسګونه (ط) یې وژ/لي او څو پوستې یې هم نیولي، خو نن چې ا...
27/09/2026

ګلخان اڅکزی چې پرون یې ویل د ازادۍ جب.هې غړي تسلی.م شوي ندي بلکې لسګونه (ط) یې وژ/لي او څو پوستې یې هم نیولي، خو نن چې افغان حکومت د تسلی.م شویو کسانو د لیږدولو ویډیو نشر کړه نو اوس کټاسري ادعا کړې چې دا کسان د ازادۍ جب.هې غړي نه بلکې نورستان ته د سیاحت لپاره تللي ول خو (ط) د ازادۍ جب.هې د غړو په نوم نیولي دي.

دا خرش پرش نو دروغ ویلو کې له موره یو دی.

نورستان کې د ازادۍ جب.هې تس.لیم شوي 32 کسان کابل ته په لویو نظا.مي موټرو کې ولیږدول شول.
27/09/2026

نورستان کې د ازادۍ جب.هې تس.لیم شوي 32 کسان کابل ته په لویو نظا.مي موټرو کې ولیږدول شول.

د جمهوریت پرمهال چې اعلاناتو کې ویل کیده:" غولول شويو ورونو"، هغه اصلاً دغسې وي.یاسین ضیا چې خپله لندن کې ناست دی، ډالري...
27/09/2026

د جمهوریت پرمهال چې اعلاناتو کې ویل کیده:" غولول شويو ورونو"، هغه اصلاً دغسې وي.
یاسین ضیا چې خپله لندن کې ناست دی، ډالري پروژې اخلې او بیا ددې لپاره چې نوم یې د رسنیو سرټکي شي نو له ایران څخه یې یو شمیر تنکي ځوانان چې کار لپاره تللي وو وغولول او یو څه پیسې یې ورکړې پاکستان ته یې ولیږل، هلته یې پرې حتا ابتدایي نظا.مي تمرینونه هم ونکړ او نورستان ته یې روان کړ چې بلاخره د امنیتي ځوا.کونو لاس ته ولویدل.
د تسلی.م شوي کسانو ویډیوګانې وګورئ اکثره یې تنکي ځوانان دي او څو محدود ورځې یې پاکستان کې تیر کړي او په وینا یې چې څو ورځې ورته زدکړې ورکړل شوي وو.
ښه نو چې چیرکي ج.ګړه دې پرې کوله بیا غریب او کارګر ځوانان په پنځه او لس ورځو کې ج.ګړې ته چمتو کیدای شي؟
مکوئ د خدای لپاره د ځوانانو په ژوند تجا.رت مکوئ.

Adresse

Dortmund

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Pashto Vibe erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Verknüpfungen

Teilen

Kategorie