𝐊𝐡𝐚𝐥ق𝐢

𝐊𝐡𝐚𝐥ق𝐢 کامرېډ
𝐑𝐞𝐝 𝐊𝐡𝐚𝐥ق𝐢 🚩☭
𝔖𝔬𝔠𝔦𝔞𝔩𝔦𝔰𝔪

18/04/2025
17/04/2025

نور به جهانی هم ګیلمن شعرونه نه ليکم
افق 💖

17/04/2025

فرهاد دريا 🎙️💞
بنګو بوټيه 🥀

17/04/2025

غربت اسماني نه بلکې زمينې مسله ده

مارکس

صرف دعاګانې کوي چې يا الله اسراييل تبا کړې 👊
17/04/2025

صرف دعاګانې کوي چې يا الله اسراييل تبا کړې
👊

14/04/2025

کډوال ژوند 😔
بېوسۍ 💔

14/04/2025

شهيد مفتي م شاکر ب🌼😔
ضروري بيان 🎙️

14/04/2025

ظلم
افغانان
کډوال

14/04/2025

تریخ حقیقت دا دی چې زمونږ ټولنه چندان ټولنه نه ده. د دې ټولنې جهالت ته د سر ټیټولو په ځای دا ټولنه له جهالته راوباسئ. د دې ټولنې یو غټ مشکل دا دی چې په ملي مسایلو کې چپ وي خو چې د یو انسان د شخصي ژوند خبره شي بیا پکې مداخله کوي. مثلاً په نیم نفوس یې تعلیم بند او هیواد د جهالت او تباهي په لور روان دی. خو ټولنه ځان نه ښوروي. خو که یو څوک خپل ویښتان یا ږیره پخپله خوښه جوړه کړي نو ټولنه راويښه شي او مداخلې شروع کړي.
بیا وایم. د ټولنې جهالت ته د سر تیټولو په ځای ټولنې ته ووايئ چې د خلکو شخصي ژوند کې مداخله کول یو سپک او غیرانساني کار دی. هر انسان پوه شه او شخصي ژوند یې.

14/04/2025

I don't know who sold our motherland, but I saw who paid the price.

Mahmud Darwish

14/04/2025

په دې پوسټ خپلو ملګرو سره ډسکشن وکئ،دا مونږ ته ډېر جوابونه راکوي چې ګلخانزم تصور څه معنا لري؟ نن اتلانو ته کنځل ولې کېږي؟ او نني پښتانه څوک دي، زه به ددې جوابونه نه ورکوم چې اتلانو ته مو کنځل ولې شروع شوي او قبرونو کې هم ولې معاف نشو؟تاسو دې جواب پوسټ نه پخپله د ډسکشن په تهرو احذ کولئ شئ….
مننه
ما چرته د پښتو پوډکاسټې نه دي اوریدلي او نه اورم، د هغې غټه وجه د پښتنو خبریالانو افغانستان ته د پردي هیواد په نظر کتنه وه،د هغوي world veiw وه او یا د هغوي پاکستان سره جزباتې تړون وو چې ورته ګلخانزم ویلي کېږي نو په دې وجه مې سیاسي پوډکاسټې نه اورېدلې او ټول وخت به مې ساينسي پوډکاسټو له یا سیم هارث،ډینيل ډینټ رچرډ ډکنز او هراری له ورکوؤ،خو څو میاشتې وشوې په سیاست او روان حالاتو ډاکټر سید عرفان اشرف او فیض الله جان بیحده فیور او نیچرل پوډکاسټې کوي، دوي چې د ټاپک تفهیم وتړي نو بیا په هغې کې دننه پوره یو ساغت لګیا وي او هیڅ اخوا دیخوا ترینه نه وځي.
کمال دا دی چې دوي د هغې سوالونو نه اوبه نچوړ کړي کوم سوالونه چې زمونږ د مودو او صدو نه په مازغو پورې انښتي. لکه ما د chatgpt & Grok سره په دې خبره ورځ ضائع کړه چې ګلخان څوک وي او تاریخ یې څه دی؟
نن مې د ډاکټر صیب دا equation د نظره تیر شو نو یو منټ خو مې د خیرانئ نه وخندل چې د ګلخان لفظ څومره complex خو ښائسته دی.
ډاکټر عرفان یو equation وړاندې کوي چې
Worldview= sign+symbol+myth/poltical action
د قومونو نړئ لید یا نظر د سمبولونو، او تاریخي قیصو څخه جوړېږي، خو دا هرڅه یوازې هغه وخت مانا لري چې سیاسي عمل ورسره وي. که سیاسي عمل ختم شي، نو دا نښې، سمبولونه، او قیصې بې‌معنا شي،.
یعنې مونږ باید یاد ولرو چې کله د پورتنې equation نه political action لرې شي او equation نیمګړي شي نو ګلخان وجود کې راشي.
راځئ چې دا equation حل کړو
اول اول کې دلته مغل راغلی هغوي خپل ځان دپاره سړکونه ویستل چې قلعې ته پې لاړ شي، زمونږ نه ټیکس واخلي تجارت وکي او په دغې سړکونو یې خپلو مرکزونو ته یوسي، خو مغلو د time دننه دا هرڅه کول، یعنې وخت کې دننه لګیا وو نو په دې وجه ژبه کلتور وغیره ته دومره زیان نه رسیدو، بیا انګریز راغلل او د مغلو ډیوټي یې شروع کړه، خو انګریز time & space کې عملیات پیل کړل، دوي د وخت سره space هم وتړو او کنټرول یې کو، یعنې چوکئ او تهاڼې یې ویستلې، ایف سي او لیوي یې جوړ کړل، هوا او زمکې یې ونیسلې، حجرې او جومات ته رادننه شول، کورونو او انغري ته راغلل، تجارت او ټریډ یې کنټرول کړو، کنټونمڼټ او فوځي بیسونو دپاره یې سړکونه ویستل خو خلکو ته یې د مغل او اورنګ شان ویل چې خپل کلتور،دستور، رواج،حجره جومات کوئ، هغې سره زمونږ هیڅ کار نشته یعنې تاسو ته ازادي ده خو فقط political action به نه کوئ،سیاست کې به کار نه لرئ.
سوال: چې actions باندې بندیز ولګېدو نو ددې مطلب څه شو؟
ډاکټر سید عرفان جواب کې وایي چې: د یو قوم worldview د هغوي د نښو نښانو، د هغوي د کلتوري قېصو او symbol نه جوړېږي،یعنې ستا worldview به هله جوړېږي کله چې ستا د قیصو،نښو نښانو او سامبلو سره سیاسي عمل یعنې پولیټکل ایکشن وي، نو ددې مطلب دا شو چې کله انګریز په political action بندیز ولګوؤ نو ستا نښې نښانې او قیصې deactivated شوې، او چې دغه deactivated شوې نو مطلب ستا worldview ختم شوه یا بدل شوه،
this is what mathematically gulkhans mean.
hence prove that
1.که سیاسي عمل صفر ته نږدې شي نښې نښانې، تاریخ، او قیصې به له منځه ولاړې شي.
2.که تاریخ، نښې، او قیصې ختمې شي خلک به خپل اتلان ونه پېژني.
3.که خلک خپل اتلان ونه پېژني نو هغوی ته به خپلې مبارزې بې‌ارزښته ښکاري.
4.که مبارزې بې‌ارزښته شي نو خلک به خپلو رهبرانو ته سپکاوی کوي،
یعنې کله چې ستا worldview حتم شي نو ستا نه ګلخان جوړ شي. کمال دا دی چې ګلخان پیدا کېږي نه بلکې ګلخان جوړېږي بل کمال دا دی چې دا equation یوازې په پښتون نه بلکې په هر قوم اپلایي کېږي او هر قوم کې ګلخان وجود لرلی شي. یعنې د ګلخانworldview د مغل د وختونو نه جوړه شوې،
ورسره ډاکټر فیض الله جان د ګلخان شحصیت څومره په کمال د اورنګ زیب سره تړي او وایي
:اورنګ زیب خپل پلار ووژلو،خپل ورور نه یې سترګې ویستلې،خپل بچي ال او اولاد یې هم قتل کړل بلکې د ډاکټر مبارک علي تاریخي خواله ورکوي چې په دې خاوره د ترهګرئ بنیاد اورنګ زیب ایښودی، ځکه هغه یو مزهبي fanatic وو.نو په دې وجه ډاکټر صیب د ګلخان په شحصیت او اورنګ زیب په شحصیت کې فرق نکوي چې پښتانه هم زیاتره د ګلخان په وجه د ماتې سره مخ شوي،د اورنګ شان یې خپل ورونه وژلي هغه که بیا لر کې وي او که بر کې وي.
خو د ډاکټر صیب نه پکې د خوشحال خټک محالفت هیر شوی، حوشال چې د اورنګ محالفت کولو نو مطلب د ګلخانزم محالفت یې کولو او پرضد یې ورله توره پورته کړې وه.
خیر خبره راغونډوؤ چې ګلخانزم به وس نور هم پروموټ کېږي، یعنې امرېکې صرف دوه چینلې بندې کړې نو د پښتنو خولې بندې شوې، یو information void رامنتځته شو، د پښتونخوا او افغانستان نه په سهي معنو information blackhole جوړ شول، خو وس به څه کېږي؟ ایا زمونږ نسلونه به وس دوامداره ګلخانان پېدا کېږي؟
ایا نشنل ګونډ یا پي میپ دوه درې اخبارونه یا دوه درې دانې چینلې نشي کولاولی؟ چې پښتانه پکې خبره وکي؟ ایا دا دوه ګونډونه دا فکر لري چې د پښتون اواز به اسمبلئ او پارلیمنټ کې صرف مونږ کوؤ خو پښتانه به پخپله اواز نکئ؟ مونږ پښتنو ته د ډیوه ریډیو alternative پکار ده او که داسې نه وي نو مونږ د خپلو دواړو ګونډونو نه د وضاخت غوښتنه کوؤ چې تاسو اوسه پورې ولې خپل پلیټ فارم مهیا نکو لکه څنګه چې باچاخان د پښتون اخبار مهیا کړی وو!!!!
که دوي دا کار نه کوي، نو بیا پښتانه حق لري چې وضاخت وغواړي چې ایا که زموږ معلوماتي خلا دوام وکړي، نو زموږ راتلونکي نسلونه به هم ګلخانان جوړېږي؟ د ګلخان سیوا کیدل الټه د قوم او ګونډ بقا ته خطر نه دی؟)
د پارلمان او اسمبلیو دننه خبرې یوازې کار نه کوي، ځکه چې پښتانه یوازې د پارلمان له لارې سیاسي شعور نه شي ترلاسه کولی. موږ باید د معلوماتو یوه داسې منبع ولرو چې د پښتون له زاویې حقایق بیان کړي او زمونږ غږ نړئ ته ورسوي!!
که داسې نه وي نو راتلونکي کې به کور کې دننه یو ورور خامخا اورنګزیب وي، هر یو کس به ګلخان وي او خوشحالخاني او باچاخاني به په سهي معنو ماتی وخوري.

30/12/2023

سيد ولي وزير 💙🎶
ده لونګو وني 🥀

Adresse

Frankfurt

Telefon

+93779462256

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von 𝐊𝐡𝐚𝐥ق𝐢 erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an 𝐊𝐡𝐚𝐥ق𝐢 senden:

Teilen

Kategorie